د ایران د پاسداران انقلابي ګارد عمومي قومندان حسین سلامي
ښايي تر ټولو لوړپوړی ایرانی مشر وي چې د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوی دی.
سلامي په ۱۹۸۰ کال کې، د ایران او
عراق د جګړې له پیل سره هممهاله، له سپاه پاسداران سره یوځای شو.
هغه د پوځ په لیکو کې د لوړو
مقامونو ته د رسېدو پر مهال، د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې د سختو
څرګندونو له امله مشهور شو.
له ۲۰۰۰م کلونو راهیسې، د
ایران د اټومي او نظامي پروګرامونو سره د تړاو له امله د ملګرو ملتونو امنیت شورا
او د امریکا لخوا تر بندیزونو لاندې راغلی و.
په ۲۰۲۴م کال کې، هغه د سپاه
پاسداران عمومي قومندان و، کله چې ایران په لومړي ځل په ښکاره ډول په اسرائیل پوځي
برید وکړ او له ۳۰۰ ډېر ډرون الوتکې او توغندي یې وتوغول.
په وروستیو ورځو کې، چې له اسرائیل سره ترینګلتیا زیاته شوې وه، سلامي
د پنجشنبې په ورځ ویلي و: "ایران د هرې سناریو، وضعیت او حالت لپاره پوره چمتووالی لري".
هغه زیاته کړې وه: "دوښمن فکر کوي
چې ایران به هماغسې وځپي لکه څنګه چې بېدفاع فلسطینیان د اسرائیلو تر محاصرې
لاندې تر فشار لاندې راولي. موږ د جګړو تجربه لرو او پاخه شوو یو."