پر ایران د اسرائیلو د برید پلان افشا کونکي ته د درې کاله بند سزا واورول شوه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د استخباراتو یو پخوانی ارزونکی چې پر ایران یې د اسرائیلو د برید پلان شوي اسناد خپاره کړي وو، په ۳۷ میاشتو بند محکوم شوی دی.

۳۴ کلن اصف ویلیم رحمان د جنورۍ په میاشت کې د محکمې بهیر پر مهال هغه دوه تورونه ومنل چې د امریکا د ملي دفاع د استخباراتو قانون د معلوماتو د ساتنې او لېږد له چارې یې سرغړونه کړې ده.

چارواکو ویلي، اصف د لوړو پوړو امنیتي ادارو له جوازه په ګټه اخستو، اسناد چاپ، عکاسي او بیا یې بهر ته لېږلي وو.

دې سره خورا مهم خوندي اسناد رسوا او په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شول.

اسرائیلو تېر کال اکټوبر کې د ایران له لوري پر اسرائیلو د وار شويو توغندیو ځواب کې، د ایران پر پوځي سیمو بېلابېلو برخو کې هوايي ګزارونه وکړل.

د ملي امنیت په چارو کې د امریکا د سترې محکمې مرستیال جان ایزنبرګ یوه وینا کې ویلي: " دې تورن، میاشتې میاشتې د پټو اسنادو افشا کولو سره، د امریکا خلکو او کړي سوګند سره خیانت کړی دی."

د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې هغه اسناد چې ویل کېده ظاهرا د امریکا د دفا وزارت اړوند یوه بنسټ پورې اړوند دي، د ټیلیګرام له یوه داسې اکاونټه خپاره شول چې ویل کېږي ایران کې دی.

پر دغو اسناد د خورا خوندي او محرمانه رازپاڼو ټاپه لګول شوې وه، چې د امریکا، بریتانیا، کاناډا، نیوزیلنډ او اسټرالیا ټلوالې ترمنځ شریک شوي وو.

ویل کېږي، افشا شويو اسنادو کې د امریکا متحده ایالاتونو له لوري هغه برخه هم وه چې پر ایران د اسرائیلو د برید او د پوځي تجهیزاتو د ځای پر ځای کېدو عملیات په کې ارزول شوي وو.

دغو سندونو کې د اسرائیلو اټومي وړتیاو ته هم اشاره شوې چې وړاندې یې کله هم پخلی نه دی شوی.

کله چې هغه مهال د امریکا له ولسمشر جوبایډنه د دغو اسناد د رسوایۍ په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل دې مسلې"په ژوره توګه اندېښمن" کړی دی.

اسرائیلو تېر کال په ځوابي بڼه برید کې دننه د ایران څو پوځي مرکزونه هوايي بریدونو کې په نښه کړل.

د رپوټونو له مخې ښاغلي اصف له امریکا بهر کار کاوه او فدرالي استخباراتو په کمبوډیا کې ونیوه او د نورو پلټنو لپاره د ګوام ټاپو ته ولېږدول شو.

د ایران او امریکا خبرې

د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترنګلتیا له ډېرېدو سره هم مهاله عمان د پنجشبې پر ورځ (د جون۱۲مه) ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو شپږم پړاو کوربتوب کوي. د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بوسعیدي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " خوښ یم چې ووایم، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو شپږم پړاو پر یکشنبه مسقط کې ترسره کېږي."

که څه هم ایراني چارواکو وړاندې د مذاکراتو د ځای او نېټې په اړه ویلي وو خو امریکا او عمان په دې تړاو رسما کومه وینا نه وه خپره کړې.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډنلډ ټرمپ پر پنجشبه د دواړو لورو ترمنځ د خبرو بحث راپورته کړی و او د اکسیوس په نوم یوې خپرونې خبر ورکړی و چې ښايي په اسلو کې د جمعې پر ورځ مذاکرات پیل شي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې ترینګلتیا په ډېرېدو ده. رپوټونو کې ویل شوي وو چې اسرائیل پر ایران د بریدونو لپاره چمتو دي، ورسره د ایران له لوري په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو اندېښنې هم راپورته شوي دي.