تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د ایران او اسرائيل متقابل بریدونه؛ د بریتانیا لومړی وزیر وایي له متحدانو سره د هرمز تنګي پرانیستلو لپاره پر پلان کار کوي

اسرائيل وايي په تهران، تبریز او شیراز کې یې د ایران د حکومت پر زېربناوو "هممهاله" بریدونه کړي دي.‌ بلخوا د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هم ویلي د بریدونو ۵۵مه څپه کې ېې اسرائيل او د امریکا پوځي مرکزونه په نښه کړي. دا متقابل بریدونه داسې حال کې دوام لري چې د بریتانیا لومړی وزیر ویلي له خپلو متحدانو سره د هرمز تنګي پرانیستل کېدو لپاره پر عملي پلان کار کوي.

لنډیز

  • اسرائيل وايي د ایران پلازمېنه او څو ښارونو کې یې د حکومت پر زېربناوو هممهاله بریدونه کړي
  • د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي د بریدونو ۵۵مه څپه کې یې اسرائيل او د امریکا پوځي مرکزونه په نښه کړي
  • بریتانیا لومړی وزیر وايي دوی له خپلو متحدانو سره د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو پر پلان کار کوي
  • ورمخکې ټرمپ ګواښ کړی و چې که متحدين د هرمز تنګي پرانيستلو کې مرسته ونه کړي دا به ناټو لپاره "ډېرې ناوړه" پايلې ولري
  • هغه زیاته کړې وه دې باور لري چې ایران غواړي خبرې اترې وکړي
  • د دوبۍ نړيوال هوايي ډګر کې الوتنې له "ډرون برید" ورووسته په لنډمهالې ټوګه ځنډول شوې دي
  • د اسرائیل پوځ وايي‌ د لبنان سویل کې یې محدود ځمکني عملیات پیل کړي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, ټرمپ وايي د پنځو امریکايي الوتکو ویجاړېدو راپورونه 'ناسم' دي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړي چې پکې ویل شوي پنځه د امریکا د سونګ‌توکو رسولو ټانکر الوتکې د سعودي عربستان شهزاده سلطان هوايي اډه کې سختې زیانمنې شوې دي.

    څو رسنیو تېره شپه راپور ورکړی و چې دا الوتکې د ایران د توغندیز برید له امله زیانمنې شوې دي، خو ټرمپ پر ټروث سوشل کې په یوه پیغام کې ویلي، که څه هم څو ورځې مخکې پر اډه برید شوی و، خو الوتکې نه دي "وېشتل شوې او نه هم ویجاړې شوې".

    هغه زیاتوي: "له پنځو الوتکو څلور یې نژدې هېڅ زیان نه لري او لا دمخه بېرته دندې ته ستنې شوې دي. یوه یې لږ څه زیاته زیانمنه شوې، خو ژر به بېرته الوتنې ته چمتو شي."

  2. وروستی, ایا پر ایران برید د درېیمې نړیوال جګړې پیلامه ده؟

    د ځینو نړیوالو خپرنیو او مجلو د مقالو سرلیکونه په پراخه توګه پر ایران د امریکا-اسرائیل پر جګړې متمرکز شوي او د دې جګړې پر بېلابېلو اړخونو یې تبصرې کړې دي.

    په "ده ټایمز" ورځپاڼه کې یوه مقاله د جګړې احتمالي پایلو تحلیلوي او چې جګړه تر کومه حده رسېدای شي، بیا په "واشنګټن پوسټ" کې د نظر یوه مقاله وايي چې جګړه پر ایران "امپریالیستي لوټمارۍ (دام)" دی او په پای کې په "ده ګارډین" ورځپاڼه کې یوه مقاله هم د جګړې د "سختېدا" یادونه کوي چې کېدای شي لګښتونه زیات او پېچلتیاوې رامنځته کړي.

    موږ د لیکوال او تاریخپوه نیال فیرګسون د مقالې لنډیز را اخلو چې په "ټایمز" کې یې د "ایا دا یوازې د خلیج جګړه ده؟ که د درېیمې نړیوالې جګړې پیل دی؟" تر سرلیک لاندې خپره شوې ده.

    د دې پوښتنو د ځوابولو لپاره، لیکوال لس نورې پوښتنې وړاندې کوي چې د روانې جګړې تحلیل وکړي چې آیا دا یوازې د منځني ختیځ یوه شخړه ده یا دا کولی شي د درېیمې نړیوالې جګړې سبب شي.

    لیکوال یادونه کوي چې څلور کاله مخکې هم ورته د روسیې او اوکرایین ترمنځ د جګړې له امله پوښتنه شوې وه چې ایا دا به د درېیمې نړیوالې جګړې سبب شي؟ او هغه وایي چې ورته پوښتنه دوه اونۍ وروسته د وروستۍ جګړې د پیل پر مهال هم مطرح شوه.

    فیرګسون وایي: "کېدای شي راتلونکي تاریخپوهان پر ایران د امریکا-اسرائیل وروستی برید د یوې نړیوالې جګړې د لومړني پړاو په توګه وګڼي. زه په ځانګړې توګه د 'کېدای شي' پر ټکي ټینګار کوم، ځکه چې هغوی ممکن هم د درېیمې خلیج جګړې په اړه هم ولیکي."او زیاتوي: "کېدای شي ځیرک تاریخپوهان وانګېري چې دا یوازې د دویمې سړې جګړې په چوکاټ کې درک کېدی شي. خو د درېیمې نړیوالې جګړې په اړه څه؟"

    په "ټایمز" کې خپره شوې مقاله کې، فیرګسون لس پوښتنې وړاندې کړي چې هغه یې د دې جګړې د تحلیل لپاره اړینې ګڼلي او ویلي یې دي چې دا پوښتنې "کولای شي معلومه کړي چې ایا دا درېیمه خلیجي جګړه ده، یا د دویمې سړې جګړې نوې څپرکې، یا له درېیمې نړیوالې جګړې هم بدتره ده." ښايي د ټولو پوښتنو یادونه ممکنه نه وي، خو موږ تر ټولو مهمې یې وړاندې کوو:

    لیکوال د خپلې لومړۍ پوښتنې ځواب ورکوي: دا جګړه څومره دوام کوي؟د امریکا د دفاع وزیر بېټ هېګسیټ په یوه څرګندونه کې ویلي: "کولای شو ووایو څلور اونۍ، خو کېدای شي شپږ، اته، یا ان درې میاشتې دوام وکړي."همدارنګه راپور ورکړل شوی چې "تېره اونۍ د پنټاګون راپور و، چې په دې باور دی جګړه ممکن تر سپتمبره دوام وکړي."

  3. وروستی, د ایران وسله‌وال ځواک: د اماراتو اوسېدونکي دې د امریکا اهدافو ته له نژدې سیمو ووځي

    د ایران دولتي رسنۍ وايي، د ایران پوځي چارواکو ویلي چې دوی د خپل ځمکې دفاع حق لري او کولای شي د منځني ختیځ په سیمه کې د امریکا پر ګټو برید وکړي.

    د ایران د وسله والو ځواکونو د خاتم مرکز ویاند لوړپوړي افسر ابراهیم ذوالفقاري ویلي ایران مشروع حق لري چې د متحده عربي اماراتو په بندرونو او د بېړیو تمځایونو کې د امریکایي توغندیو پر اهدافو برید وکړي، لکه څنګه چې د امریکايي سرتېرو پر "پټنځایونو" هم د برید حق لري.

    هغه له مسلمانانو غوښتي چې د ځان د خوندي ساتلو لپاره د متحده عربي اماراتو له ښارونو ووځي.

  4. وروستی, امریکا: د ایران د تېلو مهم ټاپو کې مو له ۹۰ ډېر پوځي ځایونه ویشتلي

    د امریکا مرکزي قوماندې سېنټکام د ایران د تېلو په خارګ ټاپو د تېرې شپې د برید تازه جزئیات خپاره کړي دي.

    امریکايي ځواکونو د ټاپو "له ۹۰ ډېر ایراني پوځي اهداف" په نښه کړي، په داسې حال کې چې "د تېلو بنسټیزه زېربنا لا نه ده ویجاړه شوې.

    دغه برید د سمندري ماینونو د زېرمو، د توغندیو د زېرمو او ګڼو نورو پوځي سیمو د ویجاړولو سبب شو.

    دا له هغو پخوانیو څرګندونو سره سمون لري چې ایران کړې وې، چې پکې ویل شوي و د تېلو تاسیسات "سالم پاتې دي" او صادرات "په بشپړ ډول روان دي".

  5. وروستی, انځورونه ښيي چې د منځني ختیځ بېلابېلو سیمو کې لوګي پورته کېږي

    د بې‌پیلوټه الوتکې له برید وروسته، په متحده عربي اماراتو کې، له فجیره بندره لوګي راپورته شوي، چې دا د سیمې یو له تر ټولو لویو د تېلو د ذخیره کولو تسهیلاتو څخه دی.

    په بله سیمه کې، د لبنان سوېل صیدون ښار د حاره سعیده په سیمه کې د یو اپارتمان په ودانۍ کې اور بل شو. پر دې ځای اسرائیلو برید کړی.

    په وروستیو بریدونو کې د اسرائیل استوګنیزې سیمې هم زیانمنې شوې دي.

    د اسرائیلو شوهام پر یوه ودانۍ برید شوی چې د یوې ودانۍ کې چت بشپړ له منځه تللی دی. د اسرائیل دفاعي ځواکونو (IDF) ویلي چې تېره شپه یې د ایران توغندي چې پر اسرائیل توغول شوي وو، شنډ کړي دي.

  6. وروستی, متحده عربي اماراتو ۱۰ بهرنيان د ایران د بریدونو د ویډیو خپرولو په دلیل نیولي

    د متحده عربي اماراتو عمومي څارنوالۍ نن (۱۴ مارچ / ۲۳ سلواغه) د ۱۰ بهرنیو اتباعو د نیولو حکم صادر کړ، ځکه چې دوی "د اسلامي جمهوریت د حملو او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د لارښوونې ویډیوګانې خپرولې".

    د اماراتو څارنوالۍ وایي، داسې محتوا کولی شي په هېواد کې د خلکو ترمنځ د "ګمراهۍ او وېرې" سبب شي، د چارواکو پر اعتماد اغېز وکړي او همدارنګه د هېواد نظامي وړتیاوې ښکاره کړي.

    نیول شوي کسان چې د څو اسیایي او افریقایي هېوادونو اتباع وو، د اماراتو د "سایبري جرمونو" د قوانینو له مخې د لږ تر لږه یو کال زندان او ۱۰۰ زره درهم (له ۲۷ زره ډالرو زیات) جریمې سره مخ دي.

    د اماراتو رسمي خبري اژانس د خپاره شوي خبر له مخې، نیول شوي کسان تورن شوي چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یې "نورې جعلي ویډیوګانې" خپرې کړې؛ په دې کې داسې انځورونه هم شامل وو چې د مهمو تاریخي ودانیو ځای پر ځای کول یا په هېواد کې د پراخو اورلګېدنو پېښې ښودلې.

    متحده عربي اماراتو پر ایران د اسرائیل او امریکا له پیلېدو وروسته، او وروسته د سیمې پر هېووادونو د ایران له بریدونو وروسته هڅه کړې چې ځان د یوه خوندي او باوري هېواد په توګه وښيي.

  7. وروستی, خارګ ټاپو: د ایران د تېلو صادراتو د مرکز په اړه څومره پوهېږئ؟

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي د هغه په امر د متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ په منځني ختیځ کې د تاریخ له تر ټولو قوي هوايي بریدونو یو ترسره کړی او د خارګ ټاپو ټول پوځي اهداف، چې د ایران له مهمو شتمنیو ګڼل کېږي، په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.

    ښاغلي ټرمپ دغه پیغام په خپله ټولنیزه شبکه تروت سوشال کې خپور کړ او لیکلي یې دي چې تر اوسه یې "د انساني او اخلاقي دلایلو له مخې پرېکړه کړې وه چې د دې ټاپو د نفتو زیربناوې هدف ونه ګرځوي."

    له هغه وخت راهیسې چې د امریکا او اسرائیل جګړه له ایران سره پیل شوې، د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې د تېلو چاڼځایونو او د نفتو زېرمتونونه د بریدونو له مهمو هدفونو ګرځېدلي دي.

    د اسرائیلو پوځ تر اوسه په تهران کې د ري، شهران او اقدسیه د نفتو پر زېرمتونونو او همدارنګه د کرج د فردیس پر زېرمتون بریدونه کړي دي. د اسرائیلو پوځ ویلي چې د دغو بریدونو هدف هغه د سونتوکو زېرمتونونه وو چې د ایران حکومت یې "د پوځي تاسیساتو د فعالولو لپاره کارول."

  8. وروستی, د ایران نوی روحاني مشر: د هرمز تنګي بندول به روان وساتو

    د ایران دولتي ټلوېزیون له لارې په خپره شوې اعلامیه کې چې نوي روحاني مشر ته منسوبه بلل شوې، ویل شوي ایران به د هرمز تنګي- چې د نړیوالو بېړیو لپاره مهمه سمندري لاره ده – بندول همداسې دوامداره وساتي.

    مجتبی خامنه‌يي د مارچ له اتمې راهیسې، له هغه وخته چې د خپل پلار ځای ناستی شوی، په عام محضر کې نه دی لیدل شوی. داسې ګومانونه هم شته چې ښايي ټپي شوی وي یا ان وژل شوی وي، خو تر اوسه په دې اړه کره معلومات ډېر محدود دي.

  9. وروستی, فارس خبري اژانس: پر خارګ ټاپو بریدونو کې نفتي زېربناو ته زیان نه دی اوښتی

    د ایران فارس خبري اژانس وايي، چې په خارګ ټاپو د تېرې شپې بریدونو کې نفتي زېربناو ته زیان نه دی اوښتی. دا خبر د ځايي سرچینو په حواله ورکړ شوی.

    رپوټ کې زیاته شوې چې تېره شپه دغه ټاپو کې له پنځلسو د ډېرو چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.

    فارس خبري اژانس په خپل رپوټ کې زیاته کړې، "دښمن هڅه وکړه چې په دغه برید کې د پوځ دفاعي سیستم، جوشن سمندري اډې، د هوايي ډګر څارڅلی او د چورلکو فلات تمځای ته زیان واړوي."

    فارس خبري اژانس تایید کړې چې د دغه ټاپو له ځینو برخو لوګي پورته کېږي، خو د سرچینو په حواله یې ویلي "په بریدونو کې هېڅ یوې نفتي زېربنا ته زیان نه دی اوښتی."

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره شپه اعلان کړی و، چې په خارګ ټاپو کې د ایران ټول "پوځي اهداف" د ده په امر په بشپړه توګه لمنځه وړل شوي دي.

    خارګ ټاپو د ایران د تېلو د صادراتو تر ټولو لوی او اصلي ترمینال دی.

  10. وروستی, بغداد کې د امریکا پر سفارت توغندويي برید

    رویټرز خبري اژانس وايي، د عراق پلازمېنه بغداد کې د امریکا پر سفارت د توغندي برید شوی چې پایله کې یې په ودانۍ کې اور لګېدلی دی. رویټرز وايي، د عراق امنیتي چارواکو ورته دا خبر تایید کړی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.‌د فرانسې خبري اژانس بیا د سرچینو په حواله ویلي، چې بغداد کې د امریکا سفارت ودانۍ د ډرون برید کې په نښه شوې. د اې‌اېف‌پي په وینا دا برید تر هغې لږ وروسته شوی چې د عراق پلازمېنه کې په هوايي بریدونو کې د ایران پلوه ملیشې دوه وسله‌وال ووژل شول.

  11. عراقي چارواکي وايي، بغداد کې د امریکا سفارت کې د چورلکو کښته کېدو ځای په نښه شوی

    رپوټونو کې ویل شوي، په بغداد کې د امریکا پر سفارت یو ځل بیا ډرون بریدونه شوي.

    د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس راپور کې د عراقي چارواکو په حواله ویل شوي، د سفارت دننه د هلیکوپټر کښته کېدو یو ځای په نښه شوی دی.

    انځورونه ښيي چې د عراق پلازمېنه بغداد کې د ودانیو له ټولګې لوګي پورته کېږي.

    دا سفارت مخکې هم د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل د جګړې په ترڅ کې د بریدونو هدف ګرځېدلی و.

    د شنبې ورځې دا برید له هغه لږ وروسته وشو چې په بغداد کې د بریدونو په ترڅ کې د ایران له ملاتړه برخمن دوه وسله وال ووژل شول.

    راپورونه وايي چې یو هدف د رهیف قاسم کور و، چې د ابوعلي په نوم هم پېژندل کېږي او د ایران پلوه یوې وسله‌ والې ډلې لوړپوړی قومندان و.

    ویل کېږي چې دې ډلې نږدې هره ورځ د بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امریکا پر تاسیساتو د ډرونونو او توغندیو بریدونه کول.

    تر دې مخکې الجزیره عربي ټلوېزیون هم راپور ورکړی و چې بغداد کې د امریکا له سفارت څخه لوګي پورته کېږي.

  12. ایران په سیمه کې له امریکا سره تړاو لرونکو تېلو شرکتونو ته د بریدونو خبرداری ورکړی

    رویټرز خبري اژانس د ایراني رسنیو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران وسله والو ځواکونو لوی درستیز خبرداری ورکړی چې د تهران د تېلو او انرژۍ پر تاسیساتو هر ډول برید به د انرژۍ پر هغو شرکتونو پورې اړوند تاسیساتو ځواب سره مخ شي چې په سیمه کې له امریکا سره همکاري کوي.

    دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د متحده ایالاتو ځواکونو په خارګ ټاپو کې ټول نظامي اهداف "په بشپړ ډول ویجاړ" کړي دي.

  13. متحده عربي اماراتو کې یو شمېر کسان د توغندیو مخنیوي ویډیويي کلیپونو ثبتولو په تور نیول شوي

    د متحده عربي اماراتو دولتي رسنیو رپوټونه وايي، متحده عربي اماراتو د هغو ۱۰ کسانو د نیولو امر کړی، چې د دې هېواد د هوايي دفاع سیسټمونو د هوایي بریدونو د مخنیوي کلیپونه یې خپاره کړي دي، او دغه راز یې د چاودنو او بریدونو جعلي کلیپونه خپاره کړي.

    د دولتي رسنیو په وینا، دغو کسانو د بریدونو اصلي تصویرونه، او د متحده عربي اماراتو په سایټونو کې د مصنوعي ځیرکتیا نورې ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړي دي. دا رپوټونه زیاتوي چې دوی "چټکې محاکمې" ته وړاندې شوي شوي دي.

    بل لور ابوظبي پولیس وايي، دوی د "بېلابېلو هېوادونو تابعیت لرونکي" ۴۵ کسان پر دغه هېواد د بریدونو په ترڅ کې د ثبتولو او "ناسمو معلوماتو خپرولو" په تور نیولي دي.

    د یادونې ده، چې دوبۍ پولیسو تېره اونۍ یو ۶۰ کلن برېتانوی له هغې ادعا وروسته د سایبري جرمونو قانون له مخې رسماً تورن کړ، چې ګواکې په ښار کې یې د ایران توغندیز برید ویډیو ثبتوله.

    دا وروسته له هغه راځي چې یو ۶۰کلن برتانوی سړی تیره اونۍ د دوبۍ د سایبر جرمونو قوانینو له مخې د ښار په اوږدو کې د ایراني توغندیو د فلم کولو وروسته تورن شو.

  14. ټرمپ وايي، دی اوس هم نه شي کولای د جګړې ختمولو نېټه وښيي

    له هغه لږ مخکې چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران پر خارګ ټاپو د امریکا د برید په اړه بیان خپور کړ، نوموړي د ولسمشرۍ الوتکې ته له ختلو مخکې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال هم ځینې څرګندونې وکړې.

    کله چې له هغه وپوښتل شول، چې څه فکر کوي، جګړه به څومره وخت دوام وکړي، هغه ځواب ورکړ: "زه تاسو ته دا نه شم ویلای."

    ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: " یعنی، چې زه یو خپل نظر لرم، خو د دې ویل څه معنی لري؟ دا به تر هغه وخته دوام وکړي چې لازمه وي. دوی تقریبا ویجاړ شوي دي."

    ښاغلي ټرمپ مخکې ویلي وو چې جګړه به هغه وخت پای ته ورسېږي چې ایران په غیر مشروط ډول تسلیم شي.

    له هغه وپوښتل شول چې د دې معنی څه ده، هغه وویل: "دا په دې مانا ده چې د ایران سمندري ځواک، هوایی ځواک، د هغوی پوځي وړتیا لویه برخه له منځه تللې ده."

    ټرمپ زیاته کړه: "موږ د برلاسي په داسې دریځ کې یو چې هیچا مخکې هیڅکله نه دي لیدلی."

    خبریالانو له ښاغلي ټرمپ نه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اهدافو پرتله له ایران سره په جګړه کې د ده د اهدافو په اړه هم وپوښتل. یو خبریال وپوښتل چې ایا دوی دواړه ورته اهداف لري؟ هغه ځواب ورکړ:

    "زه فکر کوم چې ښايي دوی یو څه توپیر ولري"

    ټرمپ زیاته کړه: "ښه، زه فکر کوم چې ښايي یو څه توپیر ولري، داسې فکر کوم." "خو هغه به تاسو ته ووایي چې هیڅکله د متحده ایالاتو د ځواک په څیر ځواک نه شته."

    دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د متحده ایالاتو، اسرائیل او ایران ترمنځ شخړه دریمې اونۍ ته ورسېده.

  15. رضا پهلوي د اوکرایین له ولسمشر سره لیدلي

    رضا پهلوي، چې د ایران د هغه پاچا زوی دی چې په ۱۹۷۹ کال کې له واکه لیرې شو او اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، د اوکرایین له ولسمشر ولودیمر زېلینسکي سره په پاریس کې لیدلي دي.

    ۶۵ کلن رضا پهلوي وايي، دی کولی شي په ایران کې د یو انتقالي حکومت مشري وکړي او ځان د دې کار لپاره ''تر ټولو مناسب کس'' بولي. خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ده د دې وړتیا په اړه شک څرګند کړی دی.

    ایران او روسیه له ډېرو کلونو راهیسې متحد پاتې شوي دي. امریکا ادعا کوي چې کریملین په دا وروستیو ورځو کې د ایران د جګړې له هڅو سره مرسته کړې ده. دغه راز د ایران له لوري جوړ شوي ډرونونه د روسیې لخوا پر اوکرایین د یرغل په ترڅ کې ډېر کارول شوي دي.

    له دې لیدنې وروسته زېلينسکي وویل:''اوکرایین رښتیا غواړي یو ازاد ایران وویني چې له روسیې سره همکاري ونه کړي او د منځني ختیځ، اروپا او ټولې نړۍ ثبات خراب نه کړي.''

    رضا پهلوي هم په یوه جلا بیان کې وویل:''له اوکرایین پرته خورا لږ ملتونه د ملي حاکمیت د دفاع بیه دومره ښه درک کوي.''

  16. قطر کې د خلکو ایستلو امر شوی

    د قطر کورنیو چارو وزارت د هېواد په ځینو سیمو کې د خلکو د ایستلو امر کړی دی. چارواکي وایي، دا یوازې یو لنډ مهالی احتیاطي اقدام دی او تر هغه وخته به دوام وکړي، چې خطر ختم شوی نه وي.

    په خبرتیا کې د خطر کره ډول نه دی یاد شوی، خو ایران لږ مخکې ویلي و، چې د بریدونو یوه نوې څپه یې پیل کړې ده او مخکې یې هم د خلیج په سیمه کې پر قطر بریدونه کړي وو.

    په همدې وخت کې بحرین هم له خپلو خلکو غوښتي چې پناه ځایونو ته لاړ شي، ځکه چې د خطر زنګونه فعال شوي دي.

    دغه راز سعودي عربستان اعلان کړی چې د یو شمېر توغندیو مخه یې نیولې او له منځه یې وړي دي.

  17. ایران پر اسرائیل د توغندیو نور ګوزارونه کړي

    د اسرائیلو پوځ وایي، ایران بیا پر اسراییلو نور توغندي توغولي دي او خلکو ته یې امر کړی چې پناه ځایونو ته لاړ شي.

    دغه بریدونه د ایران د دولتي رسنیو لخوا هم تائید شوي دي.

    دا خبر له هغه څو ساعته وروسته خپور شو، چې د ایران او حزب الله له شریک برید وروسته هم ورته خبرداری ورکړل شوی و.

  18. وروستی, تمه کیږي چې سمندري ځواکونه او جنګي بېړۍبه له جاپانهمنځني ختیځ ته ولېږدول شي

    دوو امریکايي چارواکو په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي، تمه کېږي، چې په جاپان کې دېره یوه امریکایی سمندري قطعه او دغه راز اضافي جنګي بېړۍ به منځني ختیځ ته ولېږدول شي.

    د دغه پلان په هکله لومړی وال سټریټ ژورنال خبري شبکې رپوټ خپور کړ او وايي، د ۳۱م سمندري واحد پوځیان ښايي هلته واستول شي.

    په دې پوځي قطعاتو کې معمولاً تر پنځو زرو پورې د سمندري ځواکونو سرتېري له څو جنګي بېړیو سره فعال وي، خو منځني ختیځ ته د احتمالي استول کېدونکو پوځیانو شمېر په هکله امریکايي رسنۍ بېلابېل رپوټونه خپروي.

    که څه هم د سرتېرو راتلونکي خوځښتونه معمولا نه تائید کېږي، خو بي بي سي د تبصرې لپاره د متحده ایالاتو پوځاو پنټاګون سره اړیکه نیولې ده.

  19. تایید شوي انځورونه په اسرائیل کې د امریکا د تېلو لېږدوونکې الوتکې زیانمنېدل ښيي

    هغه انځورونه چې بي بي سي تایید کړي د امریکا د هوایي ځواک یوه KC-135 د تېلو رسونې یوه الوتکه د اسرائیلو په تل ابیب کې، د بن ګوریون په هوايي ډګر کې داسې ښيي چې د لکۍ وزر یې زیانمن شوی دی.

    تر اوسه پورې دا څرګنده نه ده چې دا زیان د څه له امله اوښتی او نه هم دا معلومه ده چې ایا دا ځانګړې الوتکه د پنجشنبې په هغې پېښه کې ښکېل وه که نه، چې په لوېدیځ عراق کې د امریکا یوه بله KC-135 الوتکه نسکوره شوه او د عملې ټول شپږ غړي یې پکې ووژل شول.

  20. وروستی, پېټ هېګسېټ: مجتبی خامنه‌يي "ټپي" شوی دی

    د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټ وايي، د ایران نوی مشر مجتبی خامنه‌يي "ټپي" شوی دی.‌

    هغه لږ مخکې پېنټاګون کې یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال د مجتبی‌خامنه‌يي د تېرې ورځې پیغام ته په اشارې چې د ایران دولتي رسنیو خپور کړ، وپوښتل چې ولې د هغه عکس یا غږ خپور نه شو.

    نوموړي بېرته دا پوښتنه ځواب هم کړه او ویې ویل "فکر کوم، پوهېږئ چې ولې."

    د امریکا دفاع وزیر ادعا وکړه چې مجتبی‌ خامنه‌يي "وېرېدلی"، "ټپي" او پټ شوی دی.

    نوموړی همدا زار زیاته کړه، چې په ایران کې خپلو بې رحمه عملیاتو ته دوام ورکوي او دا چې د نوموړي په وینا په دغو عملیاتو کې د ایران د توندلاري رژیم نظامي ځواکونه په داسې بڼه لمنځه وړي چې بېلګه یې مخکې نړۍ نه ده کتلې.‌

    هغه ادعا وکړه چې د ایران پوځي ځواک په جګړه کې له کاره لوېدلی دی.

    نوموړي وویل چې ایران هوايي ځواک، دفاعي سیستمونه او سمندري ځواکونه نه لري او د توغندیو توغوونکي یې هم د لمنځه تللو په حال کې دي.

    پېټ هېګسېټ ادعا کوي، چې د ایران د توغندیزو بریدونو کچه ۹۰ او د یرغلیزو ډرونونو کچه ۹۵ سلنه کمه شوې ده.

    هغه وویل، د دوی او اسرائيل د هوايي ځواکونو جوړښت "نه ماتېونکی" دی، او اطلاعات یې هم ښه او کره دي.‌

    د امریکا دفاع وزیر دا ګواښ هم وکړ چې نن به یو ځل بیا ایران کې ګڼ بریدونه ترسره شي.

    هغه وویل ایران له ناچارۍ یوازې د هرمز تنګي په تړلو تمرکز کړی او دا چې دوی په دې تړاو هم پر کار بوخت دی.