وروستی, خامنهای: ټول مسلمانان دې د لبنان د خلکو او حزبالله ملګرتیا وکړي
د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله خامنهای په یوه پیغام کې له ټولو مسلمانانو د لبنان د خلکو او حزبالله غورځنګ د مرستې غوښتنه کړې ده.
ښاغلي خامنهای اسرائیل د (بېدفاع خلکو په وژلو) غندلي او ویلي یې دي چې دوی "په غزه کې له یوې کلنې جنایتکارانه جګړې درس وانخیست او نه توانېدل پوه شي چې د ښځو، ماشومانو او ولسي خلکو ټولوژنه د مقاومت ټینګ سازمان جوړښت اغېزمن کړي او له پښو یې وغورځوي."
په دې پیغام کې حسن نصرالله او د هغه وژل کېدو په اړه رپوټونو ته اشاره نه ده شوې، خو پکې راغلي چې اسرائیلي ځواکونه په پای کې "تر هغه ډېر ډېر کوچني دي چې ګنې د لبنان حزبالله ډلې ته ټینګ جوړښت ته دې لوی زیان ورسوي. د سیمې د مقاومت ټول ځواکونه د حزبالله ترڅنګ ولاړ دي او ملا یې تړي."
د ایران مشهر ویلي "پر ټولو مسمانانو فرض ده چې پخپلو امکاناتو د لبنان له خلکو او حزبالله ترڅنګ ودرېږي."