تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اسرائیل: د لبنان سویل کې هوايي بریدونو دوام مومي، بیروت کې پکې ۶ کسان وژل شوي

اد اسرائیل پوځ د لبنان د سویلي سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې پر دغو سیمو هوايي بریدونه دوام کوي او بې‌ځایه شوي خلک دې نه ورستنېږي.‌ دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه بیروت کې د اسرائیل هوايي بریدونو کې ۶ کسان ووژل شول.‌

لنډیز

  • ایران د جي۷ هېوادونه د اسرائیلو په پلوۍ تورن کړي
  • د خلیج همکاریو شورا غړو له لبنان سره ملاتړ اعلان کړ
  • تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لبنان کې ۴۶ کسان وژل شوي
  • د اسرائیل پوځ وايي د لبنان په سویلي سیمو کې هوايي بریدونو ته دوام ورکوي
  • دوی له دغو سیمو بې‌ځایه شویو خلکو ته خبرداری ورکړی چې ورستانه نه شي
  • تېره شپه د پلازمېنې بیروت د سویل ضاحیه سیمې کې هوايي بریدونو ۶ کسان ووژل
  • په لبنان کې اته اسرائیلي سرتېري وژل شوي دي
  • د اسرائیل دفاعي ځواکونه وايي، له دفاعي او یرغلیز دواړو اړخونو د بشپړ تیارسي په حال کې دي
  • بېلابېلو خبري اژانسونو د امریکايي چارواکو په حواله ویلي ایران نږدې وخت کې پر اسرائیل راکټي برید ته چمتووالی نیسي.

ژوندی پوښښ

  1. د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د لبنان سویلي کلیو اوسېدونکو ته د وتلو نوی خبرداری ورکړی

    د اسراییلو دفاعي ځواکونو د لبنان په شاوخوا ۲۵ کلیو کې خلکو ته نوی خبرداری ورکړی چې له سیمې ووځي.

    پرون هم د یو شمېر سیمو خلکو ته ورته پیغامونه خپاره شوي وو. په وروستي پیغام کې شاوخوا پنځه کلي د پرون په خبرداري کې شامل دي.

    د اسرائیلو دفاعي ځواکونو عربي ویاند اوېچای ادرايي لخوا دا خبرداری، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، د لبنان په سوېل کې دننه د جګړو تر پوټونو وروسته خپور شوی دی.

    د اسرائیلو پوځ د لبنان اغېزمنو وګړو ته په خطاب کې ویلي، اسرائیلي پوځ دوی ته د زیان رسولو اراده نه لري او دوی باید سمدستي د اوالي سیند شمال ته، چې د اسرائیلو له پولې شاوخوا ۵۰ کیلومتره لېرې دی، د خپل ژوند د ژغورلو لپاره ووځي."

    بل پلو نن سهار د اسرائیلو په شمال کې د توغندیو غږونو تر اورېدو وروسته د خبرداري زنګونه (سایرونه) اورېدل شوي دي.

    د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د اسرائیل او لبنان پولې ته نژدې د حیفا او لویدیځ ګیلیل شاوخوا اوسېدونکو ته د خوندیتوب خبرداری ورکړ.

    اسرائیلي رسنیو د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو له قوله خبر ورکړی، چې له نن سهار راهیسې د اسرائیلو پر شمالي سیمو څه باندې ۱۰۰ توغندي توغول شوي دي.

  2. د امريکا د دفاع وزير وايي له اسرائيلي سيال سره په نژدې اړيکه کې دی

    د امريکا د دفاع وزير لوېډ اسټن وايي، د اسرائيلو د دفاع له وزير يوف ګالانټ سره يې د ايران د بېګاني توغنديز بريد په تړاو ټيليفوني خبرې کړې دي.

    ښاغلي اسټن د سپينې ماڼۍ د وياند د څرګندونو په تائيد سره ویلي چې امریکایي ځواکونو د ايران د توغنديز بريد په مخنيوي کې له اسرائيلو سره مرسته کړې او د سپاه پاسداران يو شمېر بالستيک توغندي يې شنډ او په نښه کړي دي.

    ښاغلي اسټن د اسرائيلو د دفاع له وزير سره د خبرو په اړه پر اېکس يوه پوسټ کې ليکلي، "ما او ښاغلي وزير دواړو د ایران له خوا د نژدې ۲۰۰ بالستيک توغنديو پر وړاندې د اسرائيلو له دفاع د ګډې همکارۍ ستاينه وګړه او ژمنه مو وکړه چې په نژدې اړيکه کې به وو."

    د امریکا د دفاع وزیر په تل ابیب کې د سې شنبې په ماښام خونړي برید ته، چې د ایران د توغندیو له بريد لږ مخکې وشو په اشاره ويلي، "زه همدا ډول په اسرائيلو کې د وحشتناک او وژونکي ترهګريز بريد قربانيانو او کورنيو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم. "

  3. پر اسرائيلو د ايران له بريد وروسته په تهران کې لمانځنې

    تېره شپه پر اسرائیلو د ایران له توغندیز بریدونو وروسته د تهران په واټونو کې د شپې تر ناوخته يو شمېر خلک راټول شوي او لمانځنې يې کوي.

    په دې لمانځنو کې ډېری کسانو د ايران او حزب الله ډلې بيرغونه او د حسن نصرالله عکسونه چې د تېرې جمعې په ورځ په لبنان کې د اسرائيلو په هوايي بريد کې ووژل له ځانه سره لېږدول.

  4. د امريکا مرستيالې ولسمشرې او په ټاکنو کې د ډيموکرات ګوند نوماندې کملا هرېس د دې بريد له غندې سربېره ايران په منځني ختيځ کې "يو بې ثباته کوونکی ځواک" بللی او وايي د ښاغلي بايډن د هغې پرېکړې ملاتړ کوي چې د ايران د توغنديو په شنډولو کې يې د امريکا د سمندري ځواک له بېړيو سره مرسته کړې ده.

    نوموړې زياتوي چې اوس مهال ارزونې روانې دي خو وايي داسې ښکاري چې اسرائيل په دې توانېدلي چې د دغه بريد پر وړاندې دفاع وکړي.

  5. وروستی, اسرائيلو پر بيروت تازه هوايي بريدونه کړي

    پر اسرائیلو د ایران له پراخ توغندیز برید څو ساعته وروسته، اسرائیلو تائید کړې چې د بیروت په جنوب کې یې پر موخو برید کړی دی. د اسرائیلو پوځ ويلي د حزب الله مرکزونه چې "ترهګريزې موخې" يې بللې په نښه کړې دي.

    اسرائیلو څه موده مخکې د سیمې اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی و.

  6. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوريل وايي دا اداره پر اسرائيلو د ايران بريد په کلکو ټکو غندي. نوموړي پر اېکس يوه پوسټ کې ليکلي، "د بريدونو او غچ اخيستنې خطرناکه لړۍ له کنټرولهد وتلو په حال کې ده، موږ په ټوله سيمه کې سملاسي اوربند ته اړتيا لرو. "

  7. لبنان وايي، د سې شنبې په ورځ د اسرائیلو بریدونو کې له ۵۵ ډېر کسان وژل شوي

    د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې د سې شنبې په ورځ۵۵ تنه وژل شوي او ۱۵۶ نور ټپیان دي.

    دغه شمېره په داسې حال کې اعلانېږي چې په لبنان کې د اسرائیلو د ځمکنیو عملیاتو لړۍ روانه ده، دغه عملیات تېره شپه د اسرائیلو د توپچي او هوايي ځواکونو په ملاتړ پیل شوي دي.

    اسرائیل وايي د دوی ځمکني عملیات به "محدود، هدفي او سیمه ییز" وي چې د حزب الله د بریدونو بنسټیز تاسیسات به په کې په نښه شي.

    په ورته وخت کې لبناني چارواکي وايي، په تېرو دوو اوونیو کې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د جګړې د زیاتېدو له امله په لبنان کې تر زرو ډېر کسان وژل شوي او په عین وخت کې یو میلیون کسان بې کوره شوي هم دي.

  8. نتنیاهو وايي، "ایران لویه تېروتنه کړې او بيه به یې پرې کړي"

    د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، ایران "نن شپه لویه تېروتنه وکړه، او بيه به یې پرې کړي."

    ده وويل ایران نه پوهېږي چې اسرئيل له خپلو دښمنانو د غچ اخيستلو څه ډول "عزم" لري.

    نوموړي وويل، "دوی به پوه شي. موږ خپلو اصولو ته چې ټاکلي مو دی ژمن يوو: هر څوک چې پر موږ بريد وکړي- موږ به پر هغوی بريد کوو."

  9. د بريتانيا لومړي وزير کېير سټارمر پر اسرائيلو د ايران بريد غندلی دی

    د بريتانيا لومړي وزير کېير سټارمر له خپل اسرائيلي سيال بنیامين نتنياهو سره د ټيليفوني خبرو په ترڅ کې پر اسرائیلو د ايران بريد په سختو ټکو غندلی دی.

    د لومړي وزير د دفتر وياند وايي، کېير سټارمر له نتنياهو سره په خبرو کې د اسرائيلو امنيت او د ملکي وګړو خونديتابه ته د بريتانيا ثابته ژمنتيا څرګنده کړې ده.

    ښاغلي سټارمر په لبنان کې د اوربند د اهميت او د غزې د وضيعت په اړه هم خبرې کړې دي.

    په همدې مهال ښاغلي سټارمر د اردن له باچا عبدالله دويم سره هم غږېدلی دی او دوی دواړو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې چې په وينا يې د بشري وضعيت د خبرابېدو مخه ونيول شي.

  10. بايډن: د ايران بريد ناکام شو

    د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اسرائیلو د ایران د برید په اړه ويلي چې د امریکا پوځ "د هغه په ​​امر له اسرائیلو په فعاله توګه دفاع کړې" او وايي امریکا د برید د اغېزو ارزونه کوي.

    ښاغلي بایډن زياته کړه، "د هغه څه پر بنسټ چې موږ اوس پوهېږو، داسې ښکاري چې برید ناکام او بې اغېزې و." نوموړي وويل دا ځکه چې د داسې بريد لپاره امریکا او اسرائيلو جدي پلان او همکاري لرله.

    ښاغلي بايډن ټینګار وکړ چې له اسرائیلو سره د امريکا بشپړ ملاتړ موجود دی.

  11. امریکا وايي، ایران پر اسرائیلو ۲۰۰ بالستیک توغندي توغولي

    د امريکا سپینه ماڼۍ وايي، د ایران د توغندیو له برید وروسته په اسرائیلو کې د چا د وژل کېدو په اړه معلومات نه لري، خو وايي معلومات او شمېرې کېدای شي هر وخت بدلې شي.

    د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د کمیټې ویاند جک سلېوان د سې شنبې ماښام په یوه خبري کنفرانس کې پر اسرائیلو د ایران توغنديز برید په سیمه کې د کړکېچ د "جدي زیاتوالي" لامل وباله او ویې ویل داسې ښکاري چې دا برید "بې پايلې او ناکام شوی" دی.

    نوموړي خبریالانو ته وویل، ایران د دغه برید په ترڅ کې پر اسرائیلو ۲۰۰ بالستیک توغندي وتوغول چې د امریکا سمندري ځواک له اسرائیلو سره په شنډولو کې مرسته وکړه.

    د اسرائیلو پوځ تر دې مخکې د ایران له خوا د توغول شویو توغندیو شمېر ۱۸۰ ښودلی و.

    ښاغلي سلېوان وویل چې امریکا به د راتلونکي ګامونو په اړه له اسرائیلو سره په مشوره پرېکړه کوي او واشنګټن به په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پر ساتنې تمرکز کوي.

    هغه دا هم روښانه کړه چې امريکا تر اوسه د خپلو اتباعو لپاره د "سملاسي وتلو" امر نه دی صادر کړی.

  12. وګورئ: په تل ابیب کې يوه پلورنځی ته څېرمه د توغنديو بريد

    پر اسرائيلو د ايران له خوا د توغنديزو بريدونو تازه ويډيوګانې او عکسونه ترلاسه شوي.

    په لانديني ويډيو کې چې د يوه اسرائيلي وګړي له خوا ثبت شوې پلورنځي ته څېرمه د توغنديو بريدونه ښکاري.

  13. تل ابیت کې وسله وال برید؛ "۶ کسان وژل شوي ۷ ټپيان دي"

    د ایران د توغندیو له برید ورهاخوا د اسرائیل په تل ابیب ښار کې د سې‌شنبې پر ورځ د ډزو په یوه پېښه کې مرګژوبله اوښتې ده.

    د پولیسو په وینا وسله والو سړیو د ښار پر یوه سړک په عامو خلکو ډزې کړې دي.

    اسرائیلي رسنیو ویلي، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل او ۷ نور ټپيان دي.

    د ځینو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.

    پر ټولنیزو پاڼو خپرو شویو تصویرونو کې وسله وال سړي ښکاري چې پر لارویانو ډزې کوي.

    پولیسو ویلي، دا برید د ترهګریزې انګېزې له مخې شوی.

    دوی د دوو بریدګرو د لمنځه تللو خبر هم ورکړی دی.

  14. حماس پر اسرائیل د ایران برید وستایه

    د فلسطین حماس غورځنګ د ایران لخوا پر اسرائیل د توغندیو برید ستایلی دی.

    حماس، چې غزه کې د اسرائیل پر وړاندې جنګېږي، په یوه اعلامیه کې ویلي: د ایران سپاه پاسداران ځواکونو لخوا "زموږ د پراخو اشغال شویو سیمو" خلاف د راکټي بریدونو مبارکي وایو.

    حماس د لبنان د حزب الله، د یمن د حوثي او په عراق کې مقاومت ملېشې په څېر د ایران له ملاتړه برخمن دی.

    د 'عراق مقاومت' وسله والو ګواښ کړی چې که امریکا مداخله وکړي یا اسرائیل د عراق فضا پر ایران برید لپاره وکاروي، نو دوی به په دغه هېواد کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.

  15. وروستی, ملګرو ملتونو کې د ایران استازولي: دا ځل امریکا ته له برید مخکې خبر نه و ورکړل شوی

    په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازولۍ دفتر بي‌بي‌سي ته ویلي، دا ځل پر اسرائیل له برید مخکې امریکا ته خبر نه و ورکړ شوی، او له برید وروسته "جدي خبرداری" ورکړل شوی دی.

    دا په داسې حال کې ده چې څو معتبرو خبري اژانسونو د ایران له برید مخکې د څو امریکایي چارواکو په حواله ویلي و، چې ایران په نږدې وخت کې برید ته چمتووالی نیولی دی.

    امریکايي چارواکو د بي‌بي‌سي امریکایي شریک سي‌بي‌اېس نیوز ته دا هم ویلي وو، چې پر اسرائیل د ایران برید به ښايي د تېرې اپرېل میاشتې د ۱۳مې د برید په کچه او یا ان تر هغه ستر وي.

  16. وروستی, پزشکیان: نتنیاهو دې وپوهېږي چې ایران جګړه نه غواړي، خو د هر ګواښ پر وړاندې درېږي

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر اسرائیل د دغه هېواد د توغندیو برید ته په خپل لومړي غبرګون کې ویلي، "د صهیونیستي رژیم تېریو ته د مشروع حقوقو پر بنسټ او په ایران او سیمه کې د سولې او امنیت د ټیګښت په هدف پریکنده ځواب وویل شو."

    هغه د خواله رسنیو یوه پیغام کې لیکلي: "دا ګام د ایران د ګټو او وګړو په دفاع کې اخیستل شوی. نتنیاهو دې وپوهېږي چې ایران جنګ غوښتونکی نه دی، خو د هر ګواښ پر وړاندې په پریکنده ډول درېږي. دا زموږ د ځواک یوازې یوه برخه وه. له ایران سره جګړه کې مخ ښکېلېږي."

  17. وروستی, د اسرائیل دفاعي ځواکونه: د ایران لخوا پرې نږدې ۱۸۰ توغندي توغول شوي

    د اسرائیل دفاعي ځواکونه 'ای‌ډي‌اېف' وايي، د ایران لخوا پرې نږدې ۱۸۰ توغندي توغول شوي.

    د اسرائیل امنیتي چارواکو ویلي، چې ددغو توغندیو لویه برخه د دوی د هوايي ځواک او د امریکا پوځ د امریکايي قوماندانۍ په مرسته شنډ شوي دي.

    خو ځینې ځایونه لګېدلي او چارواکي وايي، اوښتې زیانونه یې اورزول کېږي.

  18. وروستی, اسرائیل: له دفاعي او یرغلیز دواړو اړخونو د بشپړ تیارسي په حال کې یو

    د اسرائیل د دفاعي ځواکونو ویاند دانیل هاګاري پر دغه هېواد د ایران د توغندیو له برید وروسته ويلي، چې دوی بشپړ چمتووالی لري.

    نوموړی وايي "موږ هم له دفاعي او هم له یرغلیز اړخه د بشپړ تیارسي په حال کې یو. موږ به د اسرائیل د خلکو دفاع وکړو. دغه برید به پایلې ولري. موږ پروګرامونه لرو او دغه عملیات به پر خپل وخت او ځای کې ترسره کړو."

    ښاغلي هګاري زیاته کړې "د مرګژوبلې راپور نه لرو؛ چې د ستاسې د مسؤولانه چلند د لطف له مخې وه."

  19. وروستی, توغندي د تل ابیب فضا ته رسېدلي دي

    بي‌بي‌سي ځینې داسې تصویرونه ترلاسه کړي چې د اسرائیل د تل ابیب فضا کې د ایران لخوا توغول شوي توغندي پکې ښکاري.

  20. وروستی, ایران پر اسرائیل توغندي وتوغول

    د ایران له خوا پر اسرائیلو د توغول شویو توغندیو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې توغندي تل ابیب ته رسېدلي دي. په اسرائیلو کې چارواکو له خپلو خلکو غوښتي چې خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوي.‌ ایران هم تائید کړې چې توغندي یې پر اسرائیلو توغولي دي.