تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اسرائیل: د لبنان سویل کې هوايي بریدونو دوام مومي، بیروت کې پکې ۶ کسان وژل شوي

اد اسرائیل پوځ د لبنان د سویلي سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې پر دغو سیمو هوايي بریدونه دوام کوي او بې‌ځایه شوي خلک دې نه ورستنېږي.‌ دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه بیروت کې د اسرائیل هوايي بریدونو کې ۶ کسان ووژل شول.‌

لنډیز

  • ایران د جي۷ هېوادونه د اسرائیلو په پلوۍ تورن کړي
  • د خلیج همکاریو شورا غړو له لبنان سره ملاتړ اعلان کړ
  • تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لبنان کې ۴۶ کسان وژل شوي
  • د اسرائیل پوځ وايي د لبنان په سویلي سیمو کې هوايي بریدونو ته دوام ورکوي
  • دوی له دغو سیمو بې‌ځایه شویو خلکو ته خبرداری ورکړی چې ورستانه نه شي
  • تېره شپه د پلازمېنې بیروت د سویل ضاحیه سیمې کې هوايي بریدونو ۶ کسان ووژل
  • په لبنان کې اته اسرائیلي سرتېري وژل شوي دي
  • د اسرائیل دفاعي ځواکونه وايي، له دفاعي او یرغلیز دواړو اړخونو د بشپړ تیارسي په حال کې دي
  • بېلابېلو خبري اژانسونو د امریکايي چارواکو په حواله ویلي ایران نږدې وخت کې پر اسرائیل راکټي برید ته چمتووالی نیسي.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, سپاه پاسداران: اسرائیل کې مو "لسګونو پوځي اهداف" په نښه کړي, سپاه پاسداران: اسرائیل کې مو "لسګونو پوځي اهداف" په نښه کړي

    ایران هم تائید کړه چې د اسرائیل پر لور یې توغندي توغولي دي.

    سپاه پاسداران وايي، اسرائیل کې یې د لسګونو "پوځي اهدافو" پر لور لسګونه توغندي توغولي دي.

    دغو ځواکونو په خپله لومړني غبرګون کې ګواښ کړی، چې که اسرائیل ځواب ورکړي نو بیا به پرې برید وکړي.

    بلخوا ایراني رسنیو ویلي، د دغه هېواد توغندي اسرائیل کې په نښه شویو اهدافو د لګېدو په حال کې دي.

    د ایران تلویزیون ادعا کړې چې د دوی توغندي د اسرائیل د اوسپنیزې ګونبزې په نوم له دفاعي سیستم تېر شوي دي.

    د ایران تلویزیون وايي، هممهاله د لبنان حزب‌الله غورځنګ هم پر اسرائیل د توغنديو بریدونه پیل کړي.

    له اسرائیل رپوټونه وايي، ددغه هېواد لروبر د خطر زنګ وهل شوی دی.

  2. له ایران توغول شوي توغندي د اسرائیلو خاورې ته رسېدلي دي

    بي بي سي ته داسې ویډیوګانې رسیدلي چې ښيي ایراني توغندي اسرائیلو ته رسېدلي دي.

    د اسرائیلو پوځ هم وايي، پر دغه هېواد د ایران توغندیز بریدونه دوام لري.

    اسراییلو د دفاعي ځواکونو (ای ډي اېف) په یوه کې له خپلو خلکو غوښتيي چې په خوندي ځایونو کې پاتې شي، "له تاسو څخه غوښتنه کیږي چې تر بلې خبرتیا په خوندي ځای کې پاتې شئ. هغه چاودنې چې تاسو یې اورئ د مداخلې یا راغورځول شویو توغندیو دي."

  3. وروستی, ایران د اسرائیل پر لور توغندي وتوغول, ایران د اسرائیل پر لور توغندي وتوغول

    ایران د اسرائیل پر لور توغندي توغولي دي. یوې اسرائیلۍ رسنۍ ویلي، د ایران لخوا شاوخوا ۱۰۰ توغندي توغول شوي دي.

    هممهاله عیني شاهدانو بي‌بي‌سي ته ویلي د اردن د پلازمېنې عمان په فضا کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، چې ظاهرآ د ایران لخوا د اسرائیل پر لور روان توغندي به وي.

    تر اوسه مالومه نه ده چې ایران به کوم ځایونه په نښه کړي وي.

  4. وروستی, امریکايي چارواکي: پر اسرائیل د ایران برید ښايي د اپرېل میاشتې د برید په کچه پراخ وي

    امریکايي چارواکو د بي‌بي‌سي امریکایي شریک سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي، پر اسرائیل د ایران احتمالي برید ښايي د تېرې اپرېل میاشتې د ۱۳مې د برید په کچه او یا ان تر هغه هم ستر وي.

    ایران د اګست میاشتې لومړیو کې په تهران کې د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته د "سخت غچ" ګواښ کړی دی.

    اوس ویل شوي چې دغه هېواد د خبرداري په ورکولو پسې ډېر ژر برید ته چمتووالی نیولی.

    د یادونې ده چې ایران اپریل کې پر اسرائیل د توغندو او چاودېدونکو ډرونونو پراخ برید کړی و.

    خو شاوخوا ۹۹ سلنه توغندي او ډرنونه یې د اسرائیل او همدا راز د امریکا او برېتانیا په ګډون د دغه هېواد د نړیوالو متحدانو لخوا شنډ شوي وو.

  5. حزب‌الله: تل ابیب ته نږدې مو د اسرائیل پر یوه پوځي اډه توغندي توغولي

    د لبنان حزب‌الله غورځنګ وايي د اسرائیل پر یوه هوايي اډه یې د توغندیو برید کړی دی.

    دې ډلې د ټېلېګرام په یوه پیغام کې لیکلي، چې په دغه برید کې یې د تل ابیب په څنډو کې سدې دوف هوايي اډه په نښه کړې ده.

    اسرائیل تر اوسه د دغه برید پخلی نه دی کړی.

  6. وروستی, امریکا وايي، ایران پر اسرائیل د توغندیو برید ته چمتووالی نیسي, امریکا وايي، ایران پر اسرائیل د توغندیو برید ته چمتووالی نیسي

    بېلابېلو خبري اژانسونو رپوټ ورکړی چې د امریکا متحدو ایالتونو ته داسې نښې نښانې په لاس ورغلي چې ښيي ایران په نږدې وخت کې پر اسرائیل برید ته چمتووالی نیسي.

    اې‌اېف‌پي خبري اژانس دا خبره د یوه امریکايي چارواکي او رویټرز او اکسیوس بیا په جلا ډول د سپینې ماڼۍ د یوه جګپوړي چارواکي په حواله کړې ده.

    هغه امریکايي چارواکي چې اې‌اېف‌پي سره یې خبرې کړي ویلي دي، پر اسرائیل برید به ایران لپاره جدي پایلې ولري.

  7. وروستی, اسرائیلي ځواکونه: په لبنان کې تر اوسه مخامخ جګړې سره نه یو مخ شوي

    د اسرائيلو دفاعي ځواکونو 'ای‌ډي‌اېف' ویاند ډانیل هګاري په لبنان کې د ځمکني یرغل په اړه وايي، تر اوسه په دغه هېواد کې د حزب الله له جنګیالو سره "په مخامخ جګړه کې نه دي ښکیل شوي."

    خو نوموړی ويلي، چې جدي یې ګڼي او ځواکونه یې چمتو دي‌ چې د حزب‌الله له غړو سره وجنګېږي.

    هغه زیاتوي، اسرائیلي‌ ځواکونه پلان نه لري،‌ چې بیروت او یا هم د لبنان په سویل کې نورو ښارونو ته ورشي.

    اسرائیلو له تېرو څو اوونیو راهیسې په کمساري ډول به بیروت او د دغه هېواد په جنوب کې بمبارۍ روانې ساتلې دي.

    د اسرائیلي ځواکونو دغه ویاند وايي، د دوی ځانګړي ځواکونه په تېرو څو میاشتو کې لبنان کې د حزب الله "لسګونو ځایونو" ته ننوتي دي.

    هغه ادعا کوي چې "ایران جوړې پرمختللې" وسلې یې هم له منځه وړې دي.

  8. وروستی, د اسرائیل-حزب‌الله نښتې: لبنانۍ ښځې له خپل هېواده د تېښتې کیسه کوي

    په داسې حال چې د لبنان پر سویل د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له کبله بې ځایه شوې کورنۍ د دغه هېواد په نورو نسبتآ خوندي سیمو کې د پناه اخیستلو ته اړوتې، ګڼ شمېر نور لبنانیان چې امکانات یې لري، له دغه هېواده وځي.

    له دې ډلې درېیو ښځو چې ایټالیا، ترکیې او اسپانیا ته تللې، خپله کیسه راته کړې.

  9. امریکا وايي،‌ لبنان کې د اسرائیلو عملیات به تر څو ورځو محدود وي‌, امریکا وايي،‌ لبنان کې د اسرائیلو عملیات به تر څو ورځو محدود وي‌

    این بي‌ سي‌ تلویزیون د ځینو امریکايي‌ سرچینو له خولې ویلي، تمه ده چې په لبنان کې د حزب الله پر ضد د اسرائیلو ځمکني پوځي عملیات څو ورځې دوام وکړي، نه اوونۍ.‌

    پرون د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند هم دغه عملیات "محدود" بللي وو. خو دغه ځمکني یرغل چې د اسرائیلو ویاند نن په خبري کنفرانس کې "اوږدې چاپې" وګڼلې، له وړاندې یو میلیون خلک بې ځایه کړي او سلګونه ولسي وګړي‌ په کې وژل شوي‌ دي.

    تېره شپه د عملیاتو د پیل پرمهال اسرائیلو ځواکونو دغه برید "محدود،‌ سیمه ییز او هدفي" بللی. امریکا او ‌ فرانسې په ګډون ګڼو هېوادونو د سملاسي اوربند غوښتنه کړې خو داسې نه ښکاري چې د اسرائیلو لومړی وزیر دې ورته غوږ ونیسي.

  10. طالبانو پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن د اسرائیل هوايي بریدونه په "کلکه غندلي" دي

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن د اسرائیل هوايي بریدونه په "کلکه غندلي" دي.

    دغه وزارت په یوه اعلامیه کې دا بریدونه "د ټولو منل شویو اصولو او اخلاقي موازینو خلاف د بشریت ضد عمل" بللی دی.

    په دې اعلامیه کې پر نړیوالې ټولنې هم له دې کبله نیوکه شوې چې ګواکې د دغو بریدونو مخنیوي لپاره یې جدي اقدام نه دی کړی.

    اعلامیه وايي، اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) "په فلسطین کې د روانې نسل وژنې په دوام، پر لبنان او د سیمې پر نورو هېوادونو د صهیونیستي رژیم د پراخېدونکو بریدونو پر وړاندې د نړۍ د هېوادونو جدي اقدام نه کول د توجیې وړ نه بولي، له ټولو نړیوالو او سیمه ییزو مسوولو لوریو جدي غوښتنه کوي، چې په ګډه د صهیونیستي رژیم د یرغل مخه ونیول شي او د مشکل د اساسي حل لپاره قاطع تصمیم ونیسي."

    د یادونې ده چې د طالبانو حکومت تېره اونۍ (د سپتمبر ۲۴مه) هم په یوه اعلامیه کې پر لبنان د اسرائیل بریدونه غندلي وو.

    په هغې اعلامیه کې هم ټینګار شوی و، چې نړیواله ټولنه باید "عاجل مسوولانه ګامونه" پورته کړي او په لبنان او فلسطین کې د ملکي وګړو خوندیتوب تضمین کړي.

  11. حزب الله ادعا کوي، اسرائیلي ځواکونه لبنان ته نه دي ننوتي

    د لبنان حزب الله ډلې الجزیرې تلویزیون ته په یوه بیان کې د اسرائیلو هغه ادعاوې چې ګواکې لبنان ته یې ځواکونه ننوتي، دروغ بللې دي.

    دا ډله دا هم وايي، د دوی د جنګیالیو او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ مخامخ نښته نه ده شوې، خو زیاتوي دوی "مخامخ مقابلې ته چمتو دي."

    نن سهار یوه جګپوړي امنیتي چارواکي بي بي سي ته وویل، د اسرائیلو ځمکني ځواکونه لبنان ته یوازې "ډېر نژدې واټن" ته تللي دي.

    سرچينې دا هم ویلي، تر اوسه "کومه نښته" نه ده شوې.

    یو بل خبر وايي، اسرائیلو د لبنان په سوېل کې د ۲۵ کلیو خلکو ته ویلي، چې له سیمې ووځي.

    په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې، د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو عربي ویاند اوېچای اداريي د شاوخوا ۲۵ اغېزمن کلیو نوملړ یاد کړی دی.

    هغه وايي، اسرائیلي پوځ نه غواړي دوی ته زیان ورسوي او خلکو ته یې ویلي: "تاسو د خپل خوندیتوب لپاره باید ژر تر ژره خپل کورونه پرېږدئ."

  12. د لبنان لومړی وزیر وايي، هېواد یې د تاریخ له یوه "تر ټولو خطرناک پړاو" سره مخ دی

    د لبنان لومړی وزیر نجیب میقاتي وايي، هېواد یې د خپل تاریخ له یوه "تر ټولو خطرناک پړاو" سره مخ دی.

    ميقاتي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو په يوه غونډه کې تر هغه څو ساعته وروسته وکړې چې اسرائيلي پوځيان جنوبي لبنان ته ننوتل.

    په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، یوازې ۲۴ ساعته مخکې، زما مخې ته کروندې له لسګونو ټانکونو ډکې وې، چې اوس، د دې جګړه ییز ځواک ډېره برخه تللې ده او نور یې د تګ لپاره چمتو کېږي. اسرائیلو دا یو "محدود او هدفي" یرغل بللی دی.

    خو د ځمکنیو ځواکونو لېږل، ان د پولې په اوږدو لږ واټن کې، د دوی لپاره د پام وړ خطرونه لري. په دغه سیمه کې حزب الله له کلونو راهیسې د اسرائیلي سرتېرو د ورتګ لپاره چمتووالی نیسي.

    بل پلو په د اسرائیلو په پلازمینې تل ابیب کې د هوایي برید د خبرداري غږونه اورېدل شوي او د رپوټونو له مخې لږ تر لږه درې توغندي شنډ شوي دي.

    په لبنان کې د حزب الله ډله وايي، د اسرائیلو پر شمالي سیمو یې د توپونو ډزې کړې دي. حزب الله ویلي، اوس یې د اسرائیلو په یوه بله برخه کې پوځیان په نښه کړي دي.

  13. د بريتانيا او امریکا د بهرنيو چارو وزيران په منځني ختيځ کې د کړکېچ په اړه غږېدلي

    د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن او د هغه بريتانوي سيالي ډېوېډ لمې تېره شپه په ټيليفوني خبرو کې د اسرائيلو او حزب الله تر منځ د جګړې په وروستيو پرمختياو غږېدلي او دواړو د لنډمهالي اوربند پر اړتيا ټينګار کړی دی.

    دواړو سيالانو په منځني ختيځ کې د تاوتریخوالي کمولو او د سيمې نورو برخو ته د جګړې د خپرېدو د مخنيوي لپاره ډيپلوماتیکې هڅې اړينې بللې دي.

    ښاغلی بلېنکن او ښاغلی لمې همدا ډول په غزه کې د اوربند رامنځ ته کولو او دلته د جګړې د پايته رسولو لپاره چې راتلونکې اوونۍ يې يو کال پوره کېږي هم خبرې کړې دي.

    له دې ټيليفوني خبرو وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياند متيو مېلر ويلي وو چې هېواد يې لا هم د اسرائيلو او حزب الله تر منځ د ۲۱ ورځني اوربند د وړانديز ملاتړ کوي.

    دا هغه طرحه ده چې تېره اوونۍ امريکا او فرانسې د څو لوېديځو او عرب هېوادونو په ملاتړ اسرائيلو ته وړاندې کړه خو اوس د لبنان پر جنوبي سيمو د اسرائیلو د ځمکنيو بريدونو له پيل سره داسې ښکاري چې د بنيامين نتنياهو حکومت د امريکا او د ملګرو دغې طرحې ته څه ځانګړی پام نه دی کړی.

  14. پر لبنان د اسرائيلو تازه بريدونو کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۷۲ تنه ټپيان دي

    د لبنان د روغتيا وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ پر لبنان د اسرائيلو هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۹۵ کسان وژل شوي او ۱۷۲ نور ټپيان دي.

    چارواکي وايي، په تېرو دوو اوونيو کې په لبنان کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر يو ميليون زيات بې ځايه شوي دي.

    په همدې حال د اسرائيلو پوځ په لبنان کې "محدود او هدفي" ځمکني علميات هم پيل کړي او ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې يې د اسرائيلو پولې ته څېرمه د حزب الله مرکزونه په نښه کړي دي.

  15. وګورئ: لبنان ته د اسرائيلي ځواکونو له ننوتلو وروسته په سرحدي سیمه کې چاودنه

    د اسرائيلو پوځ وايي د لبنان په جنوب کې يې محدود ځمکني عمليات پيل کړي چې د توپخانې او هوايي ځواک ملاتړ هم ورسره دی.

  16. فلسطيني چارواکي وايي، د اسرائيلو په هوايي بريد کې د کډوالو کمپ په نښه شوی دی

    یوه فلسطیني چارواکي ویلي، د عین الحلوه د کډوالو کمپ د اسرائیلو په هوايي برید کې په نښه شوی دی.

    عین الحلوه په لبنان کې د کډوالو تر ټولو لوی کمپ دی.

    د فرانسې خبري اژانس او رویټرز دواړو د کمپ د چارواکو له خولې ویلي چې د بریدونو هدف ظاهرا د فلسطین وسله واله ډله فتح وه.

  17. وروستی, اسرائيل وايي د لبنان په جنوب کې يې محدود ځمکني عمليات پيل کړل

    اسرائیل وايي، د لبنان په خاوره کې يې د حزب الله پر ضد محدود ځمکني عمليات پيل کړي دي.

    د اسرائیلو پوځ وايي، دا ځمکني بریدونه چې د حزب الله پر مرکزونو ترسره شوي، "محدود، سیمه ییز او هدفي" دي.

    د اسرائيلو پوځ پر اېکس خپاره کړي يوه بيان کې ويلي چې بريدونه د اسرائيلو پولې ته څېرمه په موخو ترسره شوي چې په وينا يې په سيمه کې "د اسرائیلي اوسېدونکو پر وړاندې د سملاسي ګواښ" په توګه ارزول شوي وو.

    په بيانيه کې راغلي چې هوايي ځواکونه او د دغه هېواد توپخانه د "ځمکنيو ځواکونو ملاتړ او په پر پوځي موخو کره بريدونه کوي."

    دغه عملیات وروسته له هغه پیل شوي، چې د اسرائیلو پوځ د لبنان جنوب کې د دریو سیمو خلکو ته خبرداری ورکړ، چې له سيمې ووځي.

  18. د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امریکايي ځواکونو پر مرکز د توغندي برید شوی

    په داسې حال کې چې په لبنان کې حزب الله پر مرکزونو د اسرائيلي پوځ له خوا د ځمکني بريد شونتيا مخ په ډېرېدو ده له عراق څخه خبر ورکړل شوی چی د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه چېرته چې امريکايي ځواکونه موجود دي د پوځ پر يوه مرکز لږ تر لږه دوه توغندي توغول شوي دي.

    عراقي او امريکايي ځواکونو د دغو راکټونو د ويشتل کېدو پخلی کړی دی.

    په يو بل خبر کې ويل شوي چې د عراق د ترهګرۍ ضد ځواکونو مرکز هم د توغنديو په بريد کې په نښه شوى خو تراوسه د اوښتي زيان او د ځاني زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.

  19. وروستی, د بي بي سي خبريالانو په بيروت کې د سترو چاودنو غږ اورېدلی

    د بي بي سي خبریالانو څو شېبې وړاندې د لبنان په پلازمینه بيروت کې د څو زورورو چاودنو غږ اورېدلی.

    دا چاودنې یوازې یو ساعت وروسته له هغه اورېدل کېږي چې اسرائیلي پوځ په عربي ژبه یو خبرداری خپور کړ چې د بیروت په جنوب کې لږ تر لږه د دریو سیمو له اوسیدونکو یې وغوښتل چې سملاسي د حزب الله اړوند ودانیو او ځایونو څخه لرې شي.

    په ورته وخت کې لبناني رسنیو د بیروت پر دریو سیمو د هوايي برید راپورونه خپاره کړي دي. د دغو رپوټونو له مخې د دغو حملو مرکز د بیروت په جنوب کې د ضاحيه سیمه ده چې په لبنان کې د حزب الله اصلی مرکز بلل کېږي.

  20. د اسرائیلو پوځ د بیروت په جنوب کې د دریو سیمو اوسېدونکو ته د وتلو خبرداری ورکړی

    د اسرائیلو پوځ، چې قوماندان یې د ځمکې، هوا او سمندر له لارې د بريدونو لپاره د تيارسئ امر وکړ د لبنان پلازمېنې بيروت په جنوب کې د دريو سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې له دغو سيمو سملاسي ووځي.

    د اسرائیلو پوځ دغه خبرداری په ټولنیزو شبکو په عربي ژبه خپور کړی او د اسرائیلي پوځ ویاند په عربي ژبه ویلي، "تاسو په هغو سیمو کې اوسېږئ چې د حزب الله ترهګرې ډلې اډو او مرکزونو ته څېرمه پرتې دي او د همدې لپاره د اسرائیلو پوځ هوډ لري چې د دوی پر وړاندې ځواک وکاروي."

    د خبرداري په دغه پیغام کې په يوه ​​نقشه کې ځینو ودانیو ته اشاره شوېچې وايي، "د خپل ځان او د خپلې کورنۍ د غړو د خونديتوب لپاره، له دې ودانیو ووځئ او لږ تر لږه ۵۰۰ متره لرې ترې پاتې شئ."