تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اسرائیل: د لبنان سویل کې هوايي بریدونو دوام مومي، بیروت کې پکې ۶ کسان وژل شوي

اد اسرائیل پوځ د لبنان د سویلي سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې پر دغو سیمو هوايي بریدونه دوام کوي او بې‌ځایه شوي خلک دې نه ورستنېږي.‌ دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه بیروت کې د اسرائیل هوايي بریدونو کې ۶ کسان ووژل شول.‌

لنډیز

  • ایران د جي۷ هېوادونه د اسرائیلو په پلوۍ تورن کړي
  • د خلیج همکاریو شورا غړو له لبنان سره ملاتړ اعلان کړ
  • تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لبنان کې ۴۶ کسان وژل شوي
  • د اسرائیل پوځ وايي د لبنان په سویلي سیمو کې هوايي بریدونو ته دوام ورکوي
  • دوی له دغو سیمو بې‌ځایه شویو خلکو ته خبرداری ورکړی چې ورستانه نه شي
  • تېره شپه د پلازمېنې بیروت د سویل ضاحیه سیمې کې هوايي بریدونو ۶ کسان ووژل
  • په لبنان کې اته اسرائیلي سرتېري وژل شوي دي
  • د اسرائیل دفاعي ځواکونه وايي، له دفاعي او یرغلیز دواړو اړخونو د بشپړ تیارسي په حال کې دي
  • بېلابېلو خبري اژانسونو د امریکايي چارواکو په حواله ویلي ایران نږدې وخت کې پر اسرائیل راکټي برید ته چمتووالی نیسي.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, "د حسن نصرالله جسد موندل شوی او 'ظاهري ټپ' نه لري"

    یوې طبي او امنیتي سرچینې د یکشنبې په ورځ رویټرز ته وویل چې د لبنان د حزب‌الله د عمومي منشي حسن نصرالله جسد د بیروت په جنوبي څنډه کې د اسرائیلو د هوايي برید ځای کې "موندل" شوی او جسد یې "سالم" دی.

    د شنبې په ورځ یوه بیان کې حزب‌الله چې د نصرالله وژل کېدل یې تایید کړي وو، د هغه د وژل کېدو څرنګوالی او د جنازې وخت نه دی مشخص کړی،‌ خو دوو سرچینو ویلي، چې د هغه جسد "کې څرګند ټپونه نه ښکاري او ښکاري چې د چاودنې سخت شدت به یې د مړینې لامل شوی وي."

  2. وروستی, د لبنان لومړی وزیر وايي، ''له دیپلوماتک حل پرته د کړکېچ پای ته رسولو لپاره بله هېڅ لار نه شته''

    د لبنان لومړي وزیر په خپله نننۍ خبري غونډه کې وویل، دوی به د یوه اوربند ''هرکلی'' وکړي. له دې مخکې د لبنان یوه وزیر هم ویلي و، چې د اوربند په هکله اوس هم دیپلوماتیکې هڅې روانې دي. بل لور د لبنان لومړي وزیر نجیب میکاتي په خپلو خبرو کې وویل، که داسې کوم پرمختګ وشي، دا به د غزې او لبنان دواړو لپاره وي.

    ښاغلی میکاتي وايي، د یوه اوربند معنی به دا وي، چې د ملګرو ملتونو ۱۷۰۱ شمېره پرېکړه لیک به پلی کېږي - چې په ۲۰۰۶ کال کې د لبنان او اسرائیل تر منځ د جګړې پای ته رسولو لپاره تصویب شوی و، خو هېڅکله په بشپړه توګه عملي نه شو - او په وینا یې ټول یرغمل اسرائیلیان به بېرته کورونو ته ستنېږي.

  3. د لبنان لومړی وزیر وايي، کېدای شي تر یو میلیون پورې خلک بې ځایه شوي وي

    د لبنان لومړي وزیر نجیب میکاتي څو شېبې مخکې یوې خبري غونډې ته وویل، له اسرائیلي بمباریو وروسته ښايي لبنان کې د بل هر وخت پرتله ډېر خلک له خپلو مېنو او مېشت ځایونو وتلو ته اړ شوي دي.

    نوموړي د کابینې له یوې بېړنۍ غونډې وروسته خبریالانو سره مرکه کې زیاته کړه: ''د هغو خلکو شمېر چې بې ځایه شوي... کېدای شي یو میلیون کسانو ته ورسېږي.''

    ښاغلي میکاتي وویل، د خلکو ''خورا لویې ډلې'' د لبنان له سویلي سیمو او په ختیځ کې له بیکا درې سیمې تښتي او په وینا یې ډېری بې ځایه شوي خلک لبنانیان نه دي.

  4. د تصویر په ژبه؛ د بیروت په سویلي څنډو کې ورانې، ویجاړې ودانۍ

    په داسې حال کې چې موږ د اسرائیل او حزب الله تر منځ د جګړې تازه حال خپروو، دلته ځینې تازه تصویرونه رااخلو چې له بیروته رارسېدلي دي. په دې تصویرونو کې د لبنان پلازمېنې په سویلي څنډو کې له اسرائیلي بمباریو وروسته د ویجاړو شویو ودانیو خاورې، خځلې او پاتې شوني لیدل کېږي.

  5. د ملګرو ملتونو خوړو نړیوال پروګرام په لبنان کې د خوړو رسولو بېړنیز پروګرام پیل کړی دی

    د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) په لبنان کې د نژدې یو میلیون کسانو لپاره په بېړنۍ توګه د خوړو رسولو یو عملیاتي پلان پیل کړی دی. د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي: ''د اونۍ په پای کې د تاوتریخوالي ډېرېدو له کبله د بشري مرست سملاسي اړتیا پوره کولو ته غبرګون ښوول شوی.''

    د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو چارو ادارې په وینا تر پرون پورې په لبنان کې نژدې ۲۰۰ زره کسان له خپلو مېشت ځایونو بې ځایه شوي دي.

    د خوړو نړیوال سازمان مسوولینو په وینا دوی تر اوسه پورې نژدې ۶۶ زره کسانو ته خواړه رسولي دي او له دې وروسته به هم د لبنان په بېلابېلو سیمو کې بې ځایه شویو کسانو ته تیار خواړه وروسوي.

    د دې هېواد لپاره د ډبلیو ایف پي استازی ماتهیو هولینګورت وايي، دوی ''نژدې یو ملیون کسانو ته د خوړو او نقدي مرستې په بڼه'' د ملاتړ رسولو لپاره چمتوالی کوي.

  6. وروستی, د ایران بهرنیو چارو وزیر: د حسن نصرالله وژل کېدو سره به مقاومت کې هیڅ تشه نه رامنځته کېږي 'امریکا سمه دې جنایت کې شریکه ده', د ایران بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د حسن نصرالله "وینه به د لا یو موټي کېدو او پیاوړتیا سبب شي."

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیلو لخوا د حسن نصرالله د وژل کېدو په غبرګون ویلي "اسرائیل به د ارامۍ مخ ونه ویني او له دې سره یې خپل زوال لا چټک کړ."

    عباس عراقچي د ایران له رسمي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، دامریکا رسمي دریځ او ټوېټونو ته په کتو "امریکا په دې جنایت کې سمه شریکه ده."

    ښاغلي عراقچي د حسن نصرالله وژل کېدل "لویه ضایع" بللې خو ټینګار یې وکړ چې "په مقاومت کې به هیڅ تشه رامنځته نشي." هغه همدا راز ټینګا وکړ چې د حسن نصرالله "وینه به د لا یو موټي کېدو او پیاوړتیا سبب شي."

    ایرن د اسرئیلو دولت په رسمیت نه پېژني له همدې کبله یې په خبرو کې د "صهیونیستي رژیم" په نوم یادوي.

  7. تر دې دمه د خبرونو لنډیز

    • حزب الله د شنبې په ورځ تائید کړه چې د دوی مشر حسن نصرالله د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسرائیلو په یوه برید کې وژل شوی دی.
    • د لبنان د روغتیا وزارت ویلي د اسرائيلو په بريدونو کې تر دې مهاله ۷۰۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی. د ياد وزارت په وینا یوازې د شنبې ورځې په بریدونو کې ۳۳ کسان وژل شوي او له ۱۹۵ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
    • د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر ویلي، لږ تر لږه ۲۰۰ زره کسان په لبنان کې دننه بې ځایه شوي او له ۵۰ زرو زیات سوریې ته تښتېدلي دي.
    • په ورته وخت کې امریکا، فرانسې او بریتانیا یو ځل بیا د لبنان او اسرائیلو ترمنځ پر پوله د اوربند غوښتنه کړې ده.
    • په همدې حال کې ایران ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو او د حسن نصرالله د وژل کېدو په اړه د څېړنو لپاره د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.
  8. ایران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډې رابللو غوښتنه کړې

    په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د لبنان د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امنیت شورا دوره یي مشر ته په یوه لیک کې د بېړنۍ غونډې د رابللو غوښتنه کړې ده.

    په دغه لیک کې چې یوه کاپي یې بي بي سي ترلاسه کړې، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي او سفیر امیر سعید ايرواني امریکا د اسرائيلو د بريدونو پر وړاندې د امنیت شورا په فلج کولو تورنه کړې او له امنیت شورا یې غوښتي چې په پرېکنده او قاطع اقدام سره د اسرائيلو مخه ونيسي او سيمه په پراخه کچه له کړکېچه وژغوري.

    د دغه لیک په بله برخه کې راغلي. "ایران په خپلو دیپلوماتیکو ځایونو او استازو د هر ډول برید پر وړاندې په کلکه خبرداری ورکوي. هر هغه برید چې د ډیپلوماتیکو او کونسلي ځایونو د خونديتوب له اصولو څخه سرغړونه کوي د زغملو وړ نه دي. د ایران اسلامي جمهوریت به د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د خپلو مهمو ملي او امنیتي ګټو د دفاع لپاره له هېڅ ډول اقدام څخه ډډه ونه کړي."

  9. پر لبنان تازه بريدونه؛ امريکا او بريتانيا پر سملاسي اوربند ټينګار کړی

    په داسې حال کې چې پر لبنان د اسرائيلو بريدونه دوام لري د لبنان د روغتيا وزارت په دغو بريدونو کې تر دې مهاله د ۷۰۰ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

    د ياد وزارت په وينا يوازې د شنبې په ورځ ۳۳ تنه وژل شوي او له ۱۹۵ ډېر ټپیان دي.

    د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر ويلي، لږ تر لږه ۲۰۰ زره کسان په لبنان کې دننه بېځايه شوي او له ۵۰ زرو زيات سوريې ته تښتېدلي دي.

    په همدې حال امریکا، بريتانيا او فرانسې يو ځل بيا د لبنان او اسرائيلو تر منځ پر پوله د اوربند غوښتنه کړې ده.

    د حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته د شنبې په ورځ د يوې پوښتنې په ځواب کې د امریکا ولسمشر وويل، اوس د اوربند وخت دی.

    د بريتانيا د بهرنیو چارو وزیر ډېویډ لیمي هم د لبنان له لومړي وزير نجیب میقاتی سره په خبرو کې د سملاسي اوربند او د وینو د توېدو په مخنيوي ټینګار کړی دی.

    نوموړي پر اېکس پاڼه يو پوسټ کې لیکلي، د لبنان او اسرائيلو د وګړو لپاره د امنيت او ثبات يوازينۍ لاره ډيپلوماټيک حل دی.

  10. "د ایران مشر خوندي سیمې ته لېږدول شوی"

    رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنه يي په بیروت باندې د اسرائیلو له بریدونو او د حزب الله د مشر حسن نصرالله له وژل کیدو وروسته د امنیتي اندېښنو له زیاتېدو سره خوندي سیمې ته تللی دی.

    دا په داسې حال کې ده چې پر لبنان د اسرائیلو بريدونه دوام لري.

    دوو سیمه ییزو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ایران له حزب الله سره په اړيکه کې دی چې د حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته د راتلونکو ګامونو په اړه پرېکړه وکړي.

  11. عکسونه: د حسن نصرالله وژنې ته غبرګونونه

    د اسرائيلو له خوا د حزب الله د مشر حسن نصرالله وژل کېدو په سيمه او نړۍ کې ګڼ خلک حيران کړل.

    له هند نیولې تر ایران، سوریې او لبنان پورې د یو شمېر خلکو د غبرګون عکسونه وګورئ.

  12. نتنیاهو وايي، پر نصرالله برید "اړين" و

    د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو وايي، پر حسن نصرالله د بريد امر يې ځکه ورکړی، چې په دې وروستيو ورځو کې پر حزب الله د اسرائيلو د پوځ لګېدلي ګوزارونه "کافي نه" وو.

    نوموړي د نصرالله مړینه د اسرائیلو موخو ته د رسېدو لپاره یو "اړين شرط" وباله.

    د اسرائیلو لومړي وزیر حسن نصرالله "اصلي قاتل" بللی دی.

    د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي، هېواد یې هوډ لري چې پر خپلو دښمنانو بریدونو ته دوام ورکړي.

  13. ولسمشر بایډن وايي، د حسن نصرالله وژنه ''د انصاف معیار دی''

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، د حزب الله مشر حسن نصرالله وژل کېدل "د ده د ګڼ شمېر ښکار شویو کسانو لپاره د انصاف معیار دی."

    نوموړی زیاتوي په دې کسانو کې "زرګونه امریکایان، اسرائیلیان او ملکي لبنانیان شامل دي."

    ښاغلي بایډن په ټینګار سره ویلي، امریکا "په بشپړ ډول" د اسرائیل د هغه حق دفاع کوي، چې د حزب الله، حماس، حوثیانو او "د هرې هغې ترهګرې ډلې پر وړاندې چې ایران یې ملاتړ کوي" له ځانه دفاع کوي.

    د امریکا ولسمشر وايي، د خپل هېواد دفاع وزارت ته یې امر لارښوونه کړې، چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو لا پیاوړتیا لپاره اقدامات وکړي، چې د هر ډول "یرغلګرۍ مخه ونیول شي."

  14. د ایران مذهبي مشر د حسن نصرالله له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړه

    د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د حزب الله مشر حسن نصرالله وژل کېدو له کبله پنځه ورځنی رسمي ویر اعلان کړی دی. نوموړی وايي، د حزب الله مشر وینه به "بې غچه پاتې نه شي.''

    د ایران مذهبي مشر وايي، که څه هم د مقاومت جبهې یو ''مخکښ رهبر او لبنان یو بې ساری مشر'' له لاسه ورکړی، خو حزب الله به لا پیاوړی شي.

    خامنايي دغه راز د حسن نصرالله کورنۍ، مقاومت جبهې او ټولو مسلمانانو ته د حسن نصرالله وژل کېدو په مناسبت خپله خواخوږي څرګنده کړه.

  15. په بیروت کې څه تېریږي؟

    بېګا بيروت کې يوه اوږده شپه وه، داسې حال کې چې بريدونه هم د شپې او هم د ورځې روان وو. د بي بي سي منځني ختيځ خبريال هيوګو بچېګا سيمه کې دی، او نور حال راکوي.

  16. وروستی, د ایران قضائیه قوې یوه چارواکي بیروت کې د سپاه پاسداران د مرستیال وژل کېدو خبر ورکړی

    ایراني رسنیو د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ایران د سپاه پاسداران مرستیال عباس نیلفروشان د جمعې په ورځ په بیروت کې د اسرائیلو په برید کې وژل شوی دی.‌

    بله خوا،‌ د ایران یوه جګپوړي قضائي چارواکي هم د جګړن نیلفروشان د وژل کېدو خبره کړې ده.‌

    په ایران کې د قضائیه قوې له لوري د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو د قضايي سازمان مشر احمد رضا پورخاقان ویلي، چې نیلفروشان "د لبنان د خلکو مېلمه و چې پر لبنان د اسرائیلو برید کې شهید شوی دی."

    هغه وویل چې د ایران د دغه لوړ رتبه پوځي قومندان د وینې تویېدو د بیې غوښتنه د نړیوالو حقوقي کنوانسیونونو له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت حق ګڼل کېږي.

  17. د حسن نصرالله وژل کېدو څه ډول اندېښنې راپورته کړې؟

    داسې وېره او اندېښنه شته چې د حزب الله د مشر حسن نصرالله وژنه ښايي په سیمه کې يوه بشپړه او پراخه جګړه وپاروي. د بي بي سي امنیتي چارو خبریال، فرنک ګارډنر پر دې خبرې کوي چې د ښاغلي نصر الله وژنه ایران او نورې سیمې ته په څه مانا ده؟

  18. وروستی, حزب الله د حسن نصرالله وژل کېدل تائید کړل

    په یوه اعلامیه کې چې حزب الله همدا څو شېبې مخکې خپره کړه، حزب الله وايي، د دې ډلې مشر حسن نصرالله وژل شوی دی. له دې مخکې اسرائیلي پوځ ویلي و، چې د جمعې پر ورځ یې د لبنان پلازمېنه بیروت کې د ایران پلوه حزب الله ملېشې حزب الله مشر وژلی دی. په دې هکله به نور جزیات لږ وروسته خپاره شي...

  19. وروستی, اروپايي ټولنه: د لبنان او اسرائیلو پر هوايي حریم الوتنې مه کوئ

    اروپايي ټولنې هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د لبنان او اسرائیل له فضايي حریم تېرېدو ډډه وکړي.

    د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتابه ادارې په یوه رسمي سپارښتنه کړې ویلي چې موقتا د اکتوبر تر ۳۱مې پورې "د لبنان او اسرائیلو په فضا کې الوتنې ونه کړي."

    دغې ادارې ویلي، هلته به وضعیت له نژدې وڅاري، چې وارزوي ایا د ګواښ د ډېرېدا په پایله کې د اروپايي ټولنې اړوندې الوتکو مدیریت ته خطر شته او که نه.‌

  20. وروستی, د اسرائیلو پوځ: زموږ الوتکو د حسن نصرالله وژلو کې ۸۵ ټنه بمونه غورځولي