امریکا وايي، اسرائيلو ورته ویلي چې په لبنان کې د محدود ځمکني بريد پلان لري
یو امریکایی چارواکی وایی اسرائیلو امریکا ته په لبنان کې د محدودو ځمکنیو عملیاتو د پلان په اړه خبر ورکړی چې په وينا يې ښايي د دوشنبې په ورځ پیل شی.
بل پلو د امریکا پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د يوې خبرې غونډې پر مهال د امريکا له ولسمشر جوبايډن پوښتنه وشوه چې ايا په لبنان کې د اسرائيلو د محدود ځمکني يرغل له پلانه خبر دی؟ ښاغلي بايډن په ځواب کې وويل، "زه ستاسو پرتله ډېر خبر یم او زه به يې په درولو راحت شم. موږ سملاسي اوربند ته اړتيا لرو."
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند متيو مېلر ويلي چې امریکا د ترهګرۍ په وړاندې د اسرائیلو د دفاع له حق ملاتړ کوي خو وايي د منځني ختيځ کړکېچ "ډيپلوماتيک حل" غواړي.
متيو مېلر هم په لبنان کې د اسرئيلو د محدودو ځمکنيو عملياتو په اړه وپوښتل شو، نوموړي وويل، په دې اړه له اسرائيلو سره "خبرې اترې" روانې دي. ده تائيد کړه چې اسرائيلو د لبنان پولې ته څېرمه د "محدودو عملياتو" په اړه امریکا ته خبر ورکړی و.
په همدې حال د حزب الله د پوځي برخې مرستیال وايي، د اسرائیلو ځمکنیو عملیاتو ته چمتو دي. بل پلو په يمن کې حوثي ياغيان وايي د اسرائيلو د بريدونو پر وړاندې به پوځي عمليات ډېر کړي.
په لبنان کې چارواکي وايي، په تېرو دوو اوونیو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او نژدې یو میلیون بې کوره شوي دي.