
ستاسې غږ پروگرام هره پنجشنبه زموږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي
په دې وروستيو کې يو ځل بيا د افغانستان په بيلا بيلو برخو کې پر ښوونځيو بريدونه زيات شوي.
افغان چارواکي وايي چې امنيت له امله په دغه هېواد کې تر پنځو سوو ډېر ښوونځي تړلي پاتې دي، چې ډېرى يې په سوېلي او نورو نا ارامو ولايتونو کې دي.
ويل کېږي د دغسې پېښو له کبله سلگونه زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې کيږي. چارواکو تل په مخالفينو غږ کړى چې د ښوونځيو د تړلو پر ځاى دې په افغانستان کې ښوونې او روزنې ته وده ورکړي.
د دې اووني ستاسې غږ پروگرام کې په دې موضوع غږيږو چې ولي لا تر اوسه هم ښوونځي په نښه کيږي؟
خپلې تجربې او نظریې راسره شریکې کړﺉ او د پروګرام د خپریدو پرمهال ما شير آغا کريمي ته مخامخ تيليفون وکړﺉ.
د ټېلېفون شمېره موده: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱
برېښنالیک په دې پته راولېږﺉ: Pashto@bbc.co.uk
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي












