د باميانو ۴۰ زده کوونکې مسمومې شوي

- Author, مصطفی سالک
- دنده, کابل
- د خپرېدو وخت
د افغانستان د مرکزي ولايت باميانو ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د پنجاب ولسوالۍ د نجونو په ليسه کې شاوخوا ۴۰ نجونې مسمومې شوې دي.
دوی وايي چې د دغه مسموميت لامل تر دې مهاله روښانه نه دي، خو يو روغتيايي پلاوى يې څيړي.
چارواکي وايي کومې نجونې چې د بې هوښۍ له کبله سيمه ييز روغتون ته رسول شوي درملنه يې شوې او بيرته خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.
د دوی په خبره په لومړۍ ورځ د شاوخوا لسو نجونو پر روغتيا ناوړه اغيز شوى و خو وروسته دا شميره شاوخوا ۴۰ نجونو ته ورسيده.
دوی وايي په چټکۍ سره د دغې شمېرې لوړېدو له سيمه ييزو چارواکو او د پنجاب ولسوالۍ د ليسې د نجونو له کورنيو سره ژورې انديښنې پيدا کړې.
د باميانو والۍ حبيبې سرابي بي بي سي ته وويل چې تر دې مهاله د دغې روغتيايي ستونزې ريښتونى لامل نه دى په ډاگه شوى، خو وايي د ځينو راپورونو له مخه دغه نجونې مسمومې شوې دي.
د باميانو د سيمه ييزو چارواکو په وينا ځينې مسمومې شوې نجونې د بې هوښۍ په حالت کې د پنجاب ولسوالۍ روغتون ته رسول شوي چې تر درملنې وروسته ښې شوي او خپلو کورونو ته تللي دي.
چارواکي وايي چې د باميانو روغتيايي پلاوى او د ولايتي بيا رغاونې ډلې پر دې بوختې دي چې د دغه مسموميت لامل او علت بيامومي.
تير کال هم د افغانستان په پلازمينه کابل او او ځينو نورو ولايتونو کې هم د نجونو د ليسو نجونې مسمومې شوې وې.
هغه مهال د افغانستان روغتيايي چارواکو ويلي وو چې ددغې مسمومتيا د لاملونو په اړه پلټنې کوي، خو د دغو پلټنو پايلو تر اوسه رسنيو ته لاره ونه کړه.


















