غزني کې د موټر سایکل د بندېدو په غبرګون کې ښوونځي تړل شوي

- Author, اسدالله جلالزی
- دنده, غزنی
- د خپرېدو وخت
د غزني ولایت په ځینو ولسواليو كې د زده كوونكو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړل شوې دي.
د غزني ځايي چارواکي وايي، دا ښوونځي څو ورځې وړاندې د طالبانو له خوا مدیرانو د ښوونځيو د بندولو تر خبرداري وروسته بند شوي دي.
د غزني د ولايتي شورا غړي امان الله كامراني رسنیو ته وویل ''له څو ورځو راهيسې د غزني په اندړ، ګيرو، ده يك ، زنخان او واغظ ولسواليو او ان د غزني ښار په ځينو اړوندو سيمو كې د وسله والو طالبانو له خوا د ښوونځيو مديرانو ته ويل شوي چې تر دویم ځل خبرېدو پورې دې د ښوونځيو دروازې له دې امله وتړي چې حكومت د موټرسايكل ګرځېدو ته اجازه وركړي.''
امان الله زیاتوي چې له څو ورځو راهیسې د غزني په بېلابېلو سیمو کې تر پنځوسو ډېر ښوونځي تړلي پاتې دي:
''زما د معلوماتو له مخې، اوس مهال له نژدې څلورو ورځو راهيسې د يادو ولسواليو تر ۵۰ ډېر ښوونځي تړل شوي او زرګونه زده كوونكي له ښوونځيو څخه منع شوي.''
په عين حال كې د غزني ښار د يوشمېر ښوونځيو ښوونكو ددغې ستونزې د هواري په مقصد له حكومتي چارواكو سره کتلي دي.
دوی ویلي چې څو ورځې وړاندې په موټر سایکل سپرو د ښوونځيو د تړلو ګواښ وکړ.
د غزني ښار د پوهنې مدير محمدحنيف عشرتي وویل:''وسله والو طالبانو د غزني ښار ټولو ښوونځيو ته ګواښ کړى، او مدیرانو ته یې ویلي چې ښوونځي دې وتړل شي.''
د هغه په وينا، تر اوسه په غزني ښار کې ٢٠ ښوونځي تړل شوي او نورو ته يې هم ګواښونه شوي دي.
هغه وایي وسله والو طالبانو ويلي، که چېرې دولت په موټرسايکلونو د ګرځېدو اجازه ورنه کړي، په غزني کې به ټول ښوونځي وتړل شي.
د مرګ ګواښ
نوموړی زیاتوي، وسله والو طالبانو ځينو ښوونكو ته د مرګ ګواښونه هم کړي دي.
خو د غزني ځايي چارواكي بيا د موټرسايكلونو او ښوونځيو ستونزې له يوې او بلې څخه بېلې بولې.
د غزني والي موسی خان اكبرزاده هم مني چې اوس په غزني كې د ښونځيو پروړاندې ستونزې شته، خو دا ستونزې دومره جدي هم نه بولي:
''هېڅکله به هم چا ته اجازه ورنه کړي، چې بې پلېټه موټرسايکل وګرځوي. او له کله راهيسې چې موږ موټرسايکلونه بند کړي، نو امنيت هم ډېر ورسره ښه شوی دى.''
د يادولو ده چې د غزني په ډيرو ولسواليو كې د ښوونځيو د تړل كېدو راپورونه شته، خو لاهم په رسمي توګه طالبانو د ښوونځيو د تړل كېدو مسؤوليت پرغاړه نه دى اخيستى او نه يې هم لا تر دې دمه په دې اړه رسنيو ته څه ويلي دي.


















