په غزني کې یو ښوونځی سوځول شوی

- Author, اسدالله جلالزی
- دنده, غزنی
- د خپرېدو وخت
تېره شپه د غزني د جغتو ولسوالۍ په قياق سيمه كې د ناپېژاندو كسانو له لوري د هلكانو يو ښوونځى سوځول شوى او د نجونو د يوه ښوونځي ورونه، كړكۍ او هيندارې ماتې شوي .
كه څه هم تر اوسه ددې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو په غزني كې د پوهنې ریيس حسني مبارك عزيزي وايي چې كېداى شي دغه ښوونځی په سيمه كې د كوچيانو او ځايي خلكو د لانجې په ترڅ كې سوځول شوى وي .
هغه په ډاګه نه كړه او نه يې هم پړه پر وسله والو چوله .
د يادونې وړ ده چې دا لومړى ځل دى چې په ياده ولسوالۍ كې ښوونځي له داسې ګواښ سره مخ كېږي .
په غزني كې څه د پاسه ۶۰۰ ښوونځي فعال دي چې په كې دري نيم سوه زره زده كوونكي نجونې او هلكان په زده كړو بوخت دي .
د خلكو په وينا چې ډېری دا ښوونځي له گڼو ستونزو په تېره بيا له امنيتي ستونزو سره مخامخ دي .
جغتو ولسوالۍ د غزني له مركز څخه په ۳۰ كيلومترۍ كې پرته ده چې ډېر لږ ترې د جګړې او دې ته ورته پېښو خبرونه تر لاسه كېږي .














