په ۳۷ ژبو د شکسپیر د ډرامو نړیوال فسټیوال پیل شو

د شکسپیر د نړیوالو ډرامو یو نندارتون د نړۍ په ۳۷ ژبو پیل شوی دی.
په دغو ژبو کې عربي او د اشارې ژبه هم راځي.
له "فیورنا څخه دوه مېرمنې" ډرامه د زیمبابوې په ژبه ترسره کېږي، خو د "د ضایع شوې مېنې رنځ" ډرامه بیا د اشارې په ژبه مینه والو ته وړاندې کېږي.
په لیتوانیا کې تر ټولو مشهور فلمي لوبغاړی "روک" د همدې ډرامې په نامه د هاملت رول لوبوي.
سږ کال د لندن د اولمپیک د سیالیو د کلتوري پروګرامونو په لړ کې ددې فسټیوال پرمهال د شکسپیر د ډرامو تر ۷۰ ډېرې نندارې وړاندې کېږي.
په روماني، کاتالاني او فنلنډي ژبو هم د شکسپیر ډرامې وړاندې کېږي.
همداراز، د جنوبي سودان دولت بیا د شکسپیر "سمبرلین" ډرامه وړاندې کوي.
خو د ارمینیا ډله بیا "جان پاچا" ډرامه وړاندې کوي.
په پام کې وه چې د اسراییلو یوه ډله هم د "کلاشینکوف سوداګر" ډرامه وړاندې کړي، خو ځينو لوبغاړو فلسطيني خاوره کې د اسراییلي ښکېلتیا پرضد احتجاج وکړ.
له عراق هم یوه ډله د "رومیو او جولییت" په نامه جوړه شوې ډرامه وړاندې کوي.



















