یو کس څنګه دوه کاله د ډیلي په یوه پنځه ستوریز هوټل کې وړیا ژوند کړی؟

هند هوټل

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د هند پلازمینې نوي ډیلي کې یوه کس شاوخوا دوه کلونه په یوه پنځه ستوریز هوټل کې پرته له دې چې پیسې ورکړي ژوند کړی دی.

پولیسو د ډیلي هوایی ډګر ته نژدې د "روزیټ هاوس" هوټل له مدیر سره وروسته له هغې اړیکه ونیوله، چې په هوټل کې یې د دغه سړي د ۶۰۳ ورځو پاتې کیدو وروسته د درغلۍ ادعا ترلاسه کړه.

د راپورونو له مخې، دغه سړی له هوټله تر ۵۰ لکو روپیو ډېر پوروړی دی.

پر دغه سړي تور دی، چې له کارکوونکو سره یې د بېلونو په پټولو کې مرسته کړې وه. تر اوسه په دې قضیه کې څوک نه دي نیول شوي.

که څه هم د پولیسو راپور په می په میاشت کې ثبت شوی و، خو اوس یې جزییات په رسنیو کې خپاره شوي دي.

د انډین اېکسپرېس ورځپاڼې راپور ورکړی، دغه کس، چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې هوټل ته ورغلی و.

دغه سړي یوازې د یوې شپې لپاره کوټه نیولې وه خو بیا د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر ۲۲ پورې پکې پاتې شو.

که څه هم دغه سړي هېڅ د هوټل پیسې نه دي ورکړی، خو د هوټل یوه کارکوونکي یې د استوګنې موده غځولې.

د پولیسو د یوه لوړپوړي افسر په وینا، د هوټل د قوانینو له مخې، که چېرې یو مېلمه د هوټل بېل له پنځوس زرو روپیو ډیر وي، نو کارکوونکي یې باید مشرانو ته خبر ورکړي او پر مېلمه فشار راوړي چې پیسې ورکړي.