د بي بي سي انګلیسي څانګه ټولبندیز کې درسي مواد خپروي

Lockdown learning image
د خپرېدو وخت

په برتانیا کې د کورونا وبا له امله د ټولبندیز پرمهال بي بي سي له ښوونځیو سره مرسته کوي چې زدکوونکي په خپلو درسونو کې وروسته پاتې نه شي.

سر له ننه په برتانیا کې لومړنیو او منځنیو ښوونځيو ته یوازې د ګوتو په شمار ځینې استثنايي زدکوونکي ځي او نورو ته تړلي دي، نو بي بي سي له سره ننه پر څو ټلویزیوني چینلونو، آی پلېیر او آنلاین درسي مواد خپروي.

بي بي سي څه مرسته کوي؟

پر درسي نصاب ولاړې ټلویزیونې خپرونې به د هغو ښوونیزو پروګرامونو ترڅنګ چې پخوا هم خپرېدې د بي بي سي له خوا خپرېږي. دا خپرونې به پر کور ناستو له لومړي ټولګي تر نهمه پورې زدکوونکو ته د آنلاین شونتیا برابروي چې په دې کې د ځانګړو تخصصي مضمونو آزموینې ته د تیارۍ زدکړې هم راځي.

Boys working at table with TV in background

د عکس سرچینه، Getty Images

د بي بي سي پر سي بي بي سي ټلویزیوني چینل به د لومړني ښوونځي زدکوونکو ته درې ساعته خپرونه چلېږي، او دوه ساعته پروګرام به د منځني ښوونځي زدکوونکو ته پر بي بي سي ۲ خپرېږي.

دا ګام وروسته له هغه واخیستل شو چې د کوربندیزو پرمهال ډېرو کورنیو د انټرنټ او اړینې ټکنالوژۍ نه شتون او نا بلدتیا له امله اندېښنه وښوده چې ماشومان به یې د ښوونځیو له آنلاین خدماتو هغه زدکړه ونه کړای شي چې ښايي.

د بي بي سي عمومي مشر ټېم ډېوي وایي، په ټولې برتانیا کې د ماشومانو له پاره د هغه فرصت برابرول چې په مرسته یې وکړی شي د درسي نصاب بنسټیزې برخې زده کړي د بي بي سي له لومړیتوبونو دی.

ښاغلی ډېوي وايي "زدکړه بېخي حیاتي مسله ده- بي بي سي په دې برخه کې د خپلې ونډې کار ترسره کوي."

Kate Thistleton
د عکس تشریح، کېټ ټېسلټن د تنکي ځوانانو د پروګرامونو وړاندې کوونکې ده چې ډېر مینه وال لري.

په دغو پروګرامونو کې به درسونه په بېلابېلو ډولونو وړاندې کېږي. د لوستونو یوه برخه به د یوه درسي مضمون پر موضوع ویډیو وي. د عامو کسانو ترڅنګ چې درس به ورکوي له ځینو مشهورو څېرو هم غوښتل کېږي چې د پروګرامونو په وړاندې کولو کې برخه واخلي چې د زدکوونکو پام درس ته واړوي.

درسي مواد به بیا پر خواله رسنۍ خپرېږي، خو د زدکوونکو د عمر له په پام کې نیولو سره، لکه تنکي ځوانان زدکوونکي انسټاګرام او ټېک ټاک ډېر کاروي نو د دوی اړوند مواد به پرې خپرېږي.