فکرلارې: افغانستان کې د درسي نصاب ستونزې
د خپرېدو وخت
د کار بازار ته د ورګډېدلو لپاره باید ځوانان د زدکړو تکړه بنسټ ولري، خو په وروستيو کې په افغانستان کې د محصلينو لوى شکایت دا و چې د لوړو زدکړو نصاب زوړ دی او له همدې امله د پوهنتونونو ډېر فارغ شوي دنده نه لري.
د لوړو زدکړو افغان چارواکي وايي، نصاب یې بدل کړی او ټول هغه ټکي یې په پام کې نیولي چې نړیواله اړتیا پوره کوي او ځوانان د کاري ژوند لپاره چمتو کولى شي.
د فکر لارې خپرونه همدا موضوع څېړي.
مېلمانه مو په کابل کې مصطفی ارين، چې په لندن کې يې د امنيت په برخه کې ماسټري کړې، د کابل پوهنتون محصله ثنا ستانکزۍ او د لندن په سټوډيو کې محصل محمد جاويد سليمي دي.