شرم، ګناه او جرم

محکوم

د عکس سرچینه، Mehr

    • Author, اسد الله غضنفر
    • دنده, لیکوال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

که په لاره کې د وچې ډوډۍ ټوټه پرته وي او پل ورباندې کېږدو، ځان به ګناه ګار وګڼو خو د شرم احساس شاید ونکړو او څرنګه چې په قانون کې په دې باره کې څه نشته، نو د قانون خلاف چاره یې طبعا نه بولو. ګناه یې ځکه بولو چې وچه ډوډۍ روزي ده، د روزي سپکاوی بده خبره ده.

موږ په ځینو ګناهونو شرمېږو ، په ځینو نه شرمېږو. ځینې ګناهونه د قانون په ذریعه هم منع کوو او ځینو نورو ته، که څه هم د خپلو مهمو ارزښتونو خلاف یې ګڼو، قانوني سزا په نظر کې نه نیسو. ځینې چارې په تېرو زمانو کې ګناه نه ګڼل کېدې خو په اوسنۍ زمانه کې یې تر سره کوونکی مجرم بلل کېږي، مثلا په تېرو زمانو کې د غلامانو او وینځو ساتل، رانیول او خرڅول ګناه نه ښکارېده خو اوس لوی جرم دی. د ګناه احساس تر ډېره حده له دیني عقیدې سره تعلق لري، البته، هره هغه چاره چې اخلاق یې اجازه نه راکوي او وجدان مو ځوروي، معمولا ګناه راښکاري.

په شرم، ګناه او د قانون خلاف چاره کې، چې په دې لیکنه کې یې له عامې اصطلاح سره سم جرم بولو، فرقونه دي او دغو فرقونو ته توجه مهمه ده.

زموږ په کلتور کې مېلمه ته ست نه کول د شرم خبره ده. دې کار کې نه ګناه شته او نه د قانون خلاف ورزي ده خو ست نه کوونکی شاید شرم او خجالت احساس کړي. د شرم او خجالت احساس ځوروونکی دی. دغسې کس ته ودې شي یو څوک پیغور ورکړي او لا زیات وځورېږي خو دا یو روحي او اخلاقي ځور دی.

انتقام اخیستل ډېر ځله د قانون خلاف او د ګناه عمل دی مګر په ځینو ټولنو کې د شرم څه چې د فخر سبب ګرځي. شرم له لویه سره د ټولنې د کلتور پیداواردی او اجتماعي احساس دی، یعنې شرم له بل بنیادمه کېږي. ګناه تر ډېره حده په دینداره ټولنه کې له منل شوي دین سره تعلق نیسي.

د شرم یا ګناه احساسول، د انسان روحي او ذهني مساله ده چې له شرم یا ګناه سره اړوندو چارو د کولو په وجه پیدا کېږي او دا ضرور نه ده چې د غلطو چارو تر سره کوونکي دې په یوه اندازه روحي عذاب احساس کړي. ځينې کسان ډېر حساس وي او ځينې نور پر بدو چارو رهی نه وهي.

د هغو کسانو د مخنیوي لپاره چې عملونه یې نورو انسانانو ته صدمه رسوي، جرم کوي او د ټولنې نظم ګډوډوي، قوانین جوړېږي. ګناه د اخلاقو او شریعت، شرم د کلتور او جرم د قانون په ذریعه پیژنو. له شرم او ګناه باید هر انسان پخپله ځان وساتي او خپل وجدان یې قاضي شي خو د جرم مخنیوی د حکومت دنده ده.

طبعا د شرم او ګناه د چارو یوه برخه جرمي اړخ لري، یعنې نورو ته صدمه پکې وي او قانون او حکومت یې باید مخه ونیسي. غلا او قتل جرمونه دي مګر د هغه سړي عمل ته جرم نه وایو چې له کبره اسمان ته ګوري او د چا سنت سلام ته علیکم نه وایي. د دغسې کبرجن عمل چې ټولنې ته خاصه صدمه نه رسوي، که څه هم په دیني او کلتوري لحاظ ډېر ناسم دی، مګر د حکومت د مداخلې پر موضوع نه بدلېږي.

حکومتونه ولې یوازې د جرمونو مخه نیسي او د جرمونو د مخنیوي لپاره قوانین جوړېږي؟

شاید وویل شي چې که حکومت د ټولو خطا او ناروا چارو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي، دا به لا بهتره وي او حکومتونه به د لازیات خیر سبب وګرځي.ایا دا نظر سم دی؟

د دې پوښتڼې د ځواب لپاره به یو بل سوال وکړو: غیبت لکه قتل او غلا کبیره ګناه ده او یو بل چا ته یو څه صدمه هم پکې شته خو هیڅ وخت هیڅ حکومت د هغې د مخنیوي دنده په غاړه وانه خیسته، ولې؟

ځواب دا دی چې کله کله د نامناسب عمل مخنیوی د لانامناسب عمل سبب ګرځي او ترخیر یې شر ډېرېږي. که غیبت جرم وګڼل شي نو اول خو د وګړیو په هر مجلس باندې د ویرې سیوری خپرېږي چې خلک په دوامداره وېره کې ساتل ټولنه له پښو اچوي.

انسان اجتماعي حیوان دی، خواله ، خبرو او د زړه تشولو ته ضرورت لري.دی له مجلسه هغه وخت خوند اخلي چې ځان ازاد احساس کړي خو که د غږېډلو په حال کې وېره ورسره وي چې خبره به یې له قانون سره سمه وي، که به نه وي، ژوند یې تریخېږي.

.

له بلې خوا د غیبت په څېر د ګناه چاره تر ډېره حده له نیت سره تعلق نیسي،یعنې که د چا شکایت کوو او نیت مو د غیبت نه وي، بیا خو غیبت نه شو، خو قانون تر ډېره حده له نیت او باطن سره نه بلکې له عمل او نتیجې سره تعلق پیدا کوي. یو څوک ممکن د خواخوږۍ له مخې ووایي چې پلانی سم کار نه کوي خو که د غیبت د مخنیوي چاره قانون او حکومت په غاړه واخلي، نو څرنګه چې د زړونو مالک خدای دی او د نیت معلومول سخته دي، دغه سړی دا نه شي ثابتولای چې د خواخوږۍ له مخې یې شکایت کړی دی، که یې نیت د غیبت و. څومره چې د جرم په پېژندلو کې د ابهام امکان زیات وي، هغومره له خلکو سره د ظلم امکان زیاتېږي او عدالت تر پښو لاندې کېږي.

قوانین له لویه سره دوه اصلي مقصدونه لري: په ټولنه کې نظم راوستل او په ټولنه کې د عدالت ټینګول. کله چې حکومت او قانون د یوه شي مخه نیول غواړي خو د دغه شي د سمې پېژندنې وس نلري، ظلم او بې عدالتي ته پخپله لاره اوارېږي.

لوی مفکر ایمانویل کانت ټینګار کوي چې د اخلاقو (چې سرغړاوی ترې د شرم او ګناه احساس راپیدا کوي) او حقوقو(چې د قانون په جامه کې راڅرګندېږي) توپیر لازم دی. اخلاق زموږ له باورونو او انسانیت سره تړاو لري او زما یو کار صرف هغه وخت اخلاقي اهمیت مومي چې په خپله خوښه مې کړی وي. یعنې انسان که په خپلو کړنو کې ازاد نه وي، بیا دا نه شو ویلی چې دی د اخلاقو رعایت کوي. د غني خان خبره:

چې دې وس د بدو نه وي څه به ته، بد به دې څه وي

توبه هله له شرابو چې شراب درته پراته وي

یو ښه عمل هم هغه وخت د اخلاقي عمل درجه پیدا کوي چې د بل بنده له وېرې نه بلکې د خپل ایمان او وجدان په حکم یې تر سره کړو. که زه خپل وږي ګاوندي ته په خپله خوښه ډودۍ ورکړم، نیکي مې وکړه خو که وږي ګاوندي به زور رانه ډودۍ یووړه، نیکي مې ونه کړه، بلکې شاید مظلوم واقع شوی یم. کانت د وګړي د اخلاقو ماڼۍ د ارادې د ازادۍ پر ستنو ولاړه ویني.

قانون دې ته نه ګوري چې زه پر یوه عمل باور لرم که یې نلرم او په خپله خوښه یې کوم که یې د ټولنې یا بل بنده له وېرې کوم، قانون صرف دې ته ګوري چې عمل مې د ده له غوښتنې سره سم وي.

قانون له لویه سره د بشر د اخلاقو او باورونو زوزاد دی. ټولنې دې ته تیارې نه دي چې د خپلو اخلاقو، ارزښتونو او عقیدو خلاف شی قانون وګرځوي،ځکه خو قوانین، که هغه د جرم د مخنیوي یا بلې هرې چارې د تنظیم لپاره وي، معمولا په پارلمان کې د ملت د منتخبو استازو تصویب ته اړتیا لري.

د یوه هیواد قوانین په خپل منخ کې او خصوصا له اساسي قانون سره په ټکر کې نه وي او د سبک په لحاظ یې مطالب تر وسه وسه واضح او دقیق وي چې د مختلفو تعبیرونو امکان د ټولنې چارې ټکنۍ کوي او ګډوډي راولي. په اوسني افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو په مخ کې یو لوی خنډ دا دی چې د قوانینو ماهیت او ضرورت ته لازمه توجه نه کېږي. چې قانون حاکم نه وي، که نیتونه ان سم هم وي، فیصلې مشکلې کېږي او په سلګونو ورځو کې د میلیونونو انسانانو برخلیک نه معلومېږي.