د یوازیتوب احساس

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اسدالله غضنفر
- دنده, لیکوال او کره کتونکی
- د خپرېدو وخت
ابن بطوطه چې د ځینو په قول د منځنیو پیړیو تر ټولو لوی سیلاني دی، ډېر اجتماعي کس و.
د اطلس سمندر د غاړې دغه بربر له نورو سره په رابطه جوړولو کې دومره کامیاب و چې په ډېرو پردو او نااشنا ملکونو کې به یې په لنډه موده کې له واکمنو، عالمانو او نورو خلکو سره نژدې تعلقات پیدا کړل، مثلا په هند کې قاضي القضات وټاکل شو او چین ته یې د هند د سلطان د سفیر په توګه سفر وکړ، خو د ټولنې د سین دغه بریمن لامبوزن په هند کې د یوې کوچینۍ جزیرې د ذکر په وخت وایي:
''یوه کوچیني ټاپو ته ورسېدم چې یوازې یو کور پکې و. په دې کور کې یو جولا له خپلې مېرمن او اولاد سره اوسېده. ده د کوپرۍ څو ونې او وړه کۍ بېړۍ لرله چې د هغې په ذریعه به یو ځای بل ځای ته ته او د کبانو ښکار یې کاوه. په دې ټاپو کې د کېلې څو ونې هم وې خو د وچې له الوتونکو مې، له دوو کارغانو پرته، چې ټاپو ته زموږ د رسېدو په وخت یې د بېړۍ چارچاپېره الوت کاوه، بل مرغه ونه لید.خدای شته چې د دغه سړي په حال مې رخه راغله او په زړه کې راتېره شوه چې دا ټاپو زما وای او د ژوند تر پایه پورې همدلته یوازې اوسېدلی. ''
د یوازیتوب ارزو یو هوس بللی شو چې کله کله د ابن بطوطه غوندې سړي ته هم ورپیدا کېږي مګر ځان یوازې احساسول، هوس نه دی، یو درد دی چې ګڼ کسان ورباندې مبتلا دي.
د یوازیتوب احساس د خپګان او نهیلۍ سبب کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغسې احساس خاوند داسې ګڼي چې په حالاتو او چاپېریال باندې یې اغېز نشته او په ټولنه کې نه خوندي دی او نه یې حمایت کېږي.
ځان یوازې ګڼل، له نورو د لېرې کېدو او پردي کېدو سبب ګرځي.
هغوی چې په ټولنه کې ظلم او جنایت کوي، یوه لویه وجه یې دا ده چې له ټولنې سره د خپلوي احساس یې ډېر کمزوری شوی دی.
د داسې کسانو شمېر کم نه دی چې له نورو سره یې په ظاهره ډېره پالي، مجلسونو ته ځي، په غم ښادي کې برخه اخلي او لمونځونه یې په جماعت وي، خو بیا هم ځان یوازې او له نورو بېل احساسوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دوی برعکس ځینې کسان له محدودو کسانو سره راشه - درشه کوي او چندان اجتماعي نه ښکاري، مګر ځان تنها نه ویني.
مطلب دا چې تر څومره رابطې د څنګه رابطې اهمیت زیات دی.
زموږ په لیکوالو کې دې موضوع ته د استاد الفت ښه پام شوي دي.
د هغه د غوره نثرونو په یوه لنډه لیکنه کې چې 'یوازې ' نومېږي، لولو:
''ماشومان،ځوانان، سپین ږیري د پسرلي مېلې ته روان وو. زه هم له دوی سره ولاړم او په ډېرو ګڼو خلکو کې ننوتم.
هلته د پښې اېښودو ځای نه و او بې حسابه مخلوق راغونډ وو.
نه پوهېږم چا له ما نه پوښتنه وکړه چې ته یوازې یې که څوک درسره شته؟
ما ورته وویل: زه یوازې یم.
همدغه وخت زه د یوازې په معنا پوه شوم او دا راته معلومه شوه چې په ډېرو ګڼو خلکو کې هم سړی ځانته یوازې ویلی شي. ''
که یو څوک له لږو کسانو سره رابطه لري خو رابطه یې ښه وي، دی شاید د انزوا روحي ستونزې احساس نه کړي او برعکس، په هر اتڼ کې شریک او هره غونډه کې حاضر ډېر کسان شته چې د یوازیتوب په رنځ کړېږي، ځکه رابطې یې برسېرنې او غیر واقعي وي.
هغه یوازې کس چې الفت صاحب یې انځوروي، ممکن په دې خاطر نه وي یوازې شوی چې په اصل کې یې نورو ته زړه نه ورګډېږي او تش په ظاهره اجتماعي کس دی، بلکې دا هم ممکنه ده چې د ژورو فکرونو او عالي ارزوګانو څښتن وي او د ټولنې په منل شویو فکرونو او رواجونو کې کمزورۍ ورښکاري.

د عکس سرچینه، Getty Images
که په یوه هېواد کې خلک یا حکومت دې ته تیار نه وي چې د نویو او بېلو فکرونو خاوندان وزغمي، هلته د فکرڅښتنان څنډې ته کېږي او ټولنه په فکري لحاظ خواره او بې ابتکاره پاتېږي.
د یوازیتوب درد وګړي او ټولنې دواړو ته صدمه رسوي. ښه ټولنه هغه ده چې وګړي پکې ځان ازاد او خوندي وویني.
په پخوانۍ ټولنه کې خپلوي او ګاونډیتوب د اجتماعي رابطو ډیرې مهمې ساحې وې خو په اوسنۍ زمانه کې خپلوي کمزورې شوې او په کابل کې داسې ګاونډي کم نه دي چې یو بل سره نه پېژني.
پخوا به ان ډېرو لېرې عزیزانو له یو بل سره رابطه ساتله، خو نن د یوه نیکه اولادونه شاید یو بل سم و نه پېژني.
په اوسني تمدن کې د خپلوۍ او ګاونډیتوب په اساس د رابطې ځای تر څه حده پورې صنفي اتحادیې، فکري رابطې، شغلي تعلقاتو، اجتماعي سازمانونو او ډول ډول انجمنونو نیولی دی چې دغسې رابطې بیا له قانوني خوندیتابه او ولس ته له واک ورکولو سره غوړېږي او په پښو درېږي.
په هغو ټولنو کې چې جګړه، بې قانوني، ناامني او د انسان کرامت ته بې احترامي وي، هلته له ټولنې تېښته زیاتېږي او وګړي غواړي چې تر ځان د یوازیتوب قلعه راچاپېره کړي، خو په دې کلا کې روحي ناکراري نوره هم شدت پیدا کوي ځکه انسان ټولنې ته اړ دی، لکه کب اوبو ته.
د یوازیتوب ناروغي شاید په هره ټولنه کې یو څه بېل عوامل ولري.
زموږ صوفیانه کلچر تنهایي ته په ښه سترګه ګوري او دا تصور موجود و چې که څوک یوازې اوسي، هغه ممکن د حال او کرامت څښتن وي.
عنقا مرغه، چې په صوفیانه ادب کې د کمال د حالت یو مهم سیمبول دی، په کوه قاف کې یوازې اوسي.
په عرفاني ادب کې استدلال شوی دی چې له عزلت او ګوښه ګیري څخه اصلي منظور له مادیاتو ګوښه کېدل دي، مګر په عمل کې وینو چې له ټولنې بېلېدل هم پکې راځي او عنقا چې د ملنګانو غوندې مجرد اوسي، له ټولنې ډېر لېرې په غره کې دېره دی.
خوشحال خټک چې پیاوړې اجتماعي روحیه لرله، فرمایي:
په وخت د ښو ګلونو په خلوت دننه ناست یې
راووځه ننداره کړه ناسوتي شېخه بدبخته
د یوازیتوب د درد په خپرولو کې له تصوفه رانیولې تر سیاسي استبداد، ناامني او انټرنېټه پورې ډېر څه لاس لرلی شي.
تر انټرنېټ له مخه به ځوانانو قطعه بازي، شطرنج، کرمبول او داسې نورې لوبې کولې او سره ناست به وو، خو اوس اکثره ځوانان په ساعتونو - ساعتونو په موبایل کې لوبې کوي چې افراط پکې په نورو تاوانونو سربېره د اجتماعي تنهایي احساس هم پیاوړی کولی شي.
پخوانو متل کړی دی چې یوازې یو خدای (ج) ښه دی.




















