د پاخه عمر کسانو لپاره د ژوند ملګري موندلو وېبپاڼه

د هند سویلي حیدراباد ښار یوې مېرمنې د پاخه عمر هغو کسانو لپاره وېبپاڼه انلاین کړې، چې بې واده او د یوازیتوب ښکار دي. مېرمن راجیشورې د تهوډو ناډو نومې وېبپاڼې له لارې هغو ته د ژوند ملګری یا ملګرې لټوي، چې عمرونه یې له پنځوسو پورته وي.
دوی وايي له ۱۵۰ ډېرو جوړو د دوی پاڼې له لارې یو بل موندلي او ودونه یې کړي دي. د بي بي سي سنګیتم پربهاکر خپل رپوټ کې کاږي، له دغې وېبپاڼې سره مخالفتونه هم شوي او په ځانګړې توګه د ځینې هغو کسانو اولادونه یې مخالفت کوي، چې د دغې وېبپاڼې له لارې یې ودونه کړي دي.
۶۹ کلن ستناراین د همدې وېبپاڼې له لارې له ۶۵ کلنې اندرا سره واده کړی، نوموړي بي بي سي ته وویل، د ځوانۍ عمر پرتله په پاخه عمر کې د ژوند ملګري ته اړتیا ډېرېږي، ځکه یې د دغې پاڼې له لارې واده وکړ، چې اولادونو ته یې هم مور وروموندله.
دغه وېبپاڼه له ۲۰۱۰ راهیسې فعالیت کوي او بنسټګره یې راجېشورې وايي:
''موږ د هغو کسانو لپاره د ژوند ملګری یا ملګرې لټوو، چې اولادونو یوازې پرې ایښي دي. د هغو کسانو لپاره ژوند تېرول ډېر ګران شي، چې د یوازیتوب ښکار وي او عمر یې هم زیات شي. د ژور خفګان یا ډېپرېشن په څېر ناروغیو سره مخامخېدای شي. ''
راجېشورې وايي، یو شمېر خلک ورسره مخالفت کوي او ورته وايي، چې لږ تر لږه خپل عمر ته وګوري.

راجېشورې زیاتوي د یو شمېر جوړو اولادونه د مور، پلار له واده سره مخالفت کوي، خو نوموړې وايي دوی یې پوهوي، چې په پاخه عمر کې د عاطفي ملاتړ لپاره واده ته اړتیا وي.


















