مصر کې د ابو الهول خندانه مجسمه کشف شوې، ښايي د کلاودیوس امپراتور وي

An archaeological worker unearthing a Sphynx statue during in Egypt

د عکس سرچینه، EPA

    • Author, ايميلي ماكريفي
    • دنده, بي بي سي نيوز
  • د خپرېدو وخت

د مصر د لرغونو اثارو وزارت یوه مجسمه موندلې ده چې د ابو الهول له مجسمې سره ورته والی لري.‌ دا مجسمه او یو لرغونی معبد د سوېلي قنا ښار په لرغوني معبد کې کشف شوي‌ دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، ویل شوي د عین شمس پوهنتون څېړنډلې د معبد ختیځ "دندره" سیمې لرغونو اثارو د کیندنو په ځای کې- چې هلته د لرغونو مصریانو یو خدای حورس و، دغه اثار موندلي.

حتحور معبد ته څېرمه ددغو اثارو موندل په مصر کې د ساتل شویو لرغونو سیمو د ننه یوه بله کشفونه ګڼل شوې.‌

اټکل کېږي چې د ابو الهول مجسمه له چونې جوړه شوې چې "خندان مخ او غاښونه" یې له ورایه ښکاري چې دا د رومي امپراتور کودیوس استازیتوب کولی شي.

کشف شوې مجسمه د جیزې په مشهورو اهرامونو کې د ابو الهول له مجسمې - چې لوړوالی یې ۲۰ متره (۶۶ ګامه دی) ډېره زیاته کوچنۍ ده.

A Sphynx statue unearthed during excavation work at the eastern side of Dendara Temple in Qena governorate, Egypt

د عکس سرچینه، EPA

د مصر د لرغونو اثارو د عالي شورا عمومي منشي مصطفی وزیري په وینا "په کشف شوو شیانو کې یو دریځ هم دی چې له ځمکې سره هوار ښکاري، یو پکې د اوبو ساتلو ذخیره ده چې د بیزنټاین له پېر سره تړاو لري".

وزیري د اوبو د حوض پاکولو د کار پرمهال وویل له چونې جوړې د ابو الهول د مجسمې کشفېدل د رومي امپراتوریانو استازیتوب کوي چې پر سر یې د کوبرا مار مجسمه ده.

غالب ګومان دا دی چې دا مجسمه به د رومي امپراتور کلاودیوس وي چې تر خپل مقتول ورور کلیګولا وروسته یې په ۴۱ میلادي کال واکمني کړې ده.

Area of excavation work where a Sphynx statue was unearthed at the eastern side of Dendara Temple in Qena governorate, Egypt.

د عکس سرچینه، EPA

امپراتور کلاودیوس خپله رومي واکمني تر میلاد وروسته د ۴۱ او ۵۴ کلونو منځ کې د افریقا شمال ته هم وغځوله.

وزارت وايي، لرغونپوهان پر یوه ډبرینه دړه نښې څېړي چې د مجسمې د هویت په اړه لا نور معلومات تر لاسه کړي.

په غوره توګه د توږل شوي ابو الهول څنګ ته لرغونپوهانو د رومي پېر یو ډبرلیک هم موندلی چې ګیروګلیفي او دیموتیکي نقشونه پرې کښل شوي.

ځینې پوهان پر دې اند دي چې دا کشفونې د لا نورو سیلانیانو د جذبولو لپاره د مصري حکومت د هڅو یوه وسیله ده چې په دې هېواد کې د ناوړه اقتصادي حالت د ښه والي څرخ پرې وچلوي.