امریکا د لرغوني مصر 'زرغون تابوت' قاهرې ته وسپاره

د ویډیو تشریح، مصر ته د زرغون تابوت ستنېدل
د خپرېدو وخت

له مصر نه یو لوټل شوی لرغونی تابوت چې د امریکا یوه موزیم کې نندارې ته وړاندې شوی و، مصر ته راستون شو.

دا ۲٬۹ متره اوږده "زرغون تابوت" تاریخ د مصري فرغونانو د واکمنۍ وروستي پېر ته رسېږي، چې له میلاد ۶۶۴ کاله وړاندې پیل تر میلاد مخکې ۳۳۲ کال پورې یې دوام وکړ. غالب ګومان دا دی چې دا تابوت به د فرغوني کاهن (عَنخ ان ماعت) نومي وي.

دا تابوت د مصر شمال له ابو صیر هدیرې نه یوې نړیوالې مسلکي لوټمارې شبکې لوټلی و او په ۲۰۰۸ کال یې د جرمني (المان) له لارې امریکا ته قاچاق کړی.

د تابوت اخیستونکي په ۲۰۱۳ کال د هیوسټن د طبیعي علومو موزیم ته د یوڅه وخت لپاره ورکړی و.

The looted "Green Coffin" on display in Cairo following its return by the US (2 January 2023)

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، غالب ګومان دا دی چې دا تابوت به د فرغوني کاهن (عَنخ ان ماعت) نومي وي.

دا تابوت مصر ته له څو کلونو څېړنو او لټون او بالاخره موندل کېدو وروسته راستون شو او د دوشنبې په ورځ په قاهره کې د امریکا رسمي دیپلوماتیکې ډلې مصر ته وسپاره. د سپارلو دې مراسمو ته د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري او د سیاحت او لرغونو اثارو وزیر احمد عیسی هم ورغلي وو.

په مصر کې د امریکا شارژدافېر ډانیال روبنسټاین وویل: "نني مراسم د امریکا او مصر ترمنځ د اثارو په ساتنه او د کلتوري میراث حفاظت کې د ګډې همکارۍ د اوږده تاریخ یوه نښه ده".

ښاغلي عیسی وویل، د تابوت بېرته ستنېدل د مصر د لوټل شویو لرغونو اثارو د ستنولو برخه کې د هڅو پایله ده.

Secretary-General of the Egyptian Supreme Council of Antiquities Mostafa Waziri takes a close look at the ancient Egyptian Green Coffin, after it was returned by the US (2 January 2023)

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د تاریخي اثارو د عالي شورا مصطفی وزیري دا لرغونی تابوت ګوري

په تېره سپتمبر میاشت کې د منهاټن څارنوال الوین براګ وویل، دا زرغون تابوت چې ارزښت یې تر یو میلیون ډالرو (۸۳۰ زره سټرلینګ پونډه) اوړي، په ناقانونه توګه له مصر نه د لرغونو اثارو د ګڼ جنسیتي قاچاقبرې شبکې په لاس قاچاق شوی و.

دا شبکه د (زرین تابوت) د قاچاق مسؤله هم وه چې په ۲۰۱۹ کال مصر ته بېرته ستون شو.

Stele of Pa-di-Sena هم د فرعوني کورنۍ د وروستي پېر اړوند اثر و چې په ۲۰۲۰ کال کې مصر ته وسپارل شو، او د نیویارک د هنر میټروپولیټن موزیم څخه تېر کال پنځه نورې لرغونې ټوټې هم وسپارل شوې.

د ویډیو تشریح، مصر ته د ژمن پاچا توت عنخ امون د قبر کشفېدو سل کاله

امریکا هغه یوازېنی هېواد نه دی چې په وروستیو کې یې د دغه هېواد لوټل شوي لرغوني اثار بېرته وروسپارل.

په ۲۰۲۱ کې، اسراییلو تر ۹۵ ډېر هغه اثار هم وسپارل چې دغه هېواد ته قاچاق شوي یا په قدس کې خرڅلاو ته وړاندې شوي وو.

تېره میاشت، په ایرلنډ جمهوریت کې یوه پوهنتون وویل، هوډ لري چې یو ډبرین تابوت او د انسانانو مومیا شوې د بدن ټوټې او کنوپیک لوښي (چې لرغوني مصر کې د تدفین لپاره کارول کېدل) وسپاري.