هیلۍ، ګلابي زړه او خوځنده سر د احساساتو او مرستې لپاره نوي ایموجي

د عکس سرچینه، AFP
خوځېدونکی سر، په نویو رنګونو زړونه او هیلۍ د احساساتو ښودلو هغه نوې نښې (ایموجي) دي چې د خواله رسنیو کارن یې سږ کال کارولی شي.
په پام کې ده چې د یونیکوډ کانسرټیوم ټولنې- چې د ایموجي جوړولو کوډ جوړوي- نوملړ کې ۳۱ نوي ایموجي ورزیات کړل شي.
په دې سره به د خواله رسنیو کارن د لیکلو پرځای ژر خپل احساس بیانولی شي.
خو سږ کال د تېر کال د نویو ایموجي شمېر کم دی، تېر کال ۱۱۲ نوي ایموجي جوړ شوي وو، چې د میندوارو مېرمنو، همسا او لږ چارج لرونکې بېټرۍ ایموجوګان پکې شامل وو.
پر خواله رسنیو نویو ایموجي ته خلکو تود هرکلی ویلی دی.
په پام کې ده چې تر رسمي اعلانېدو مخکې په سپتمبر کې د دغو نویو ایموجي پر نهايي کېدو هوکړه وشي.
د ایموجي پېډیا په نامه وېبپاڼې چې د تعبیر او احساس بیانولو ځانګړې نښې جوړوي، ویلي، دا چې پر ځینو ایموجي له اوسنیو شکلونو سره موافقه نه ده شوې او باید بدل کړل شي، یا به ومنل شي او یا به رد شي، خو ډېری دغه نښې تر دې پړاوه رارسېدلې دي.
د ځیرکو ټیلیفونونو (اپل، ګوګل او سمسنګ) شرکتونه باید پخپلو پروګرامونو کې دغو نویو ایموجي ګانو ته ځای ورکړي.

د عکس سرچینه، Emojipedia
زلزله که ټکان؟
د یموجپېډیا جوړوونکو مشر کیت بروني ویلي، سږ کال د لږ شمېر ایموجي جوړولو پرېکړه "په لوی لاس" شوې ده.
دی زیاتوي: "د یونیکوډ کمېټه غواړي نور وخت ورکړل شي چې پر کیبورډ د ایموجي لپاره خپل کار بشپړ کړي".
دی وايي، خلک ډېر لېوال وو چې د ګلابي زړه نښه وویني، خو د خوځېدونکي سر ایموجي هم مهم دی.
نوموړی زیاتوي د خوځانده سر نښه د بدن د اصلي خوځېدو په مانا ده، خو لا ډېره منطقي دا کېدای شي چې پوه شو یو څوک د زلزلې په اړه موږ خبروي.


















