'خپه څېره': د ۲۰۱۷ کال تر ټولو بد ایموجي انیمېشن فلم

د عکس سرچینه، Sony
د تېر ۲۰۱۷ کال تر ټولو بد فلم. ايموجي انيمېشن فلم د هاليووډ "رېزي" جایزو کې تر ټولو بد فلم وپېژندل شو.
د دغه فلم تصویرونه، لارښوونه او لاښود متن تر ټولو کمزوري بلل شوي.
ټام کروز هم په دې مامي فلم کې تر ټولو بد فلمي لوبغاړی بلل شوی.
کره کتونکو دغه فلم ټول "بې مطلبه" بللی.
د ایموجي انیمېشن دغه فلم کې جیمز کورډن او پاټریک سټیوارټ لوبدېلي دي.
د فلم انځورونه، ډایرکټري او سکرین پلې تر ټولو ناوړه بلل شوي.
پر فلم ډېرې نیوکې هم شوې دي.
په "رولېنګ سټون" کې پیټر ټراورز لیکلي: "کروز باید په مامي کې لوبېدلی وای - ځکه چې پر مینه وال یې خوږ نه لګېږي."
تر ټولو بده اکټره کیم بسینګر وه، چې په "فیفي شېډز ډارکر" کې بولېدلې وه.
ټایلر پیري هم تر ټولو بد اکټر جایزه ترلاسه کړه. هغه په بو ۲ فلم کې د بوډۍ جامې اغوستې دي.
تېر کال هم هغه همدې جایزې ته نومول شوې وه.
د رېزي جایزې هر کال د امریکا لاس انجلېس کې ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images



















