پلار خپل زوی ته ځیرک 'جاینماز' جوړ کړی

یوه سوداګر یو داسې جاینماز جوړ کړی چې خپل زوی ته یې په سمه توګه د لمانځه ادا کول ورښيي.
دا جای نماز په منځني ختیځ کې ډېر دود شوی. د نیوپورټ اوسېدونکي کمال علي په وینا - چې دا جای نماز یې خپل زوی ته جوړ کړی - په وېلز کې باید شرکتونه دا ډول بل نوښت هم وکړي.
کمال علي وايي، کله چې پوه شو زوی یې لمانځه زدکولو کې ستونزه لري، نو دغه ډول جای نماز جوړولو ته یې مخه کړه.
د وايي، اوس یې دغه جای نماز په سعودي او کویت کې هم ډېر مینه وال لري.
د وېلز حکومت له سیمه ییزو شرکتونو غوښتي چې خپل صادرات ډېر کړي، خو ځینې وايي له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتل د اداري اجراتو ورو کېدو لامل شول.
په ۲۰۲۱ کال د وېلز د صادراتو ارزښت ۱۵٫۲ میلیارده سټرلېنګ پونډه و.
په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو کې د بریتانیا د صادراتو کچه په سلو کې ۸٫۹ راټیټه شوې ده.
د کمال علي دغه جای نماز چې تفاعلي جای نماز یې بولي، ماشومانو ته په سمه توګه لمونځ ورښيي.
دغه مخکېني ښوونکي دا جای نماز په نیوپورټ کې ډیزاین کړی چې بازار ته تر راوتلو وروسته اوس په نړیواله کچه مینه وال لري.
دغه سوداګر وايي: "دا تولید مې په ټوله نړۍ کې وړاندې کړ. لومړی څه چې وایم دا دي: زه د نیوپورټ وېلز کمال یم، دا خبره ټول خلک هک پک کوي".
"هېڅوک نه مني چې ګنې لومړی تفاعلي جای نماز له سعودي پرته بل ځای کې یوه چا اختراع او جوړ کړی".

"تقاضا په ډېرېدو ده"
ددغه جای نماز تقاضا تر ډېره په اسلامي هېوادونو کې په ډېرېدو ده.
دی وايي: "زموږ نېکبختي ده چې تولید مو په منځني ختیځ کې ډېر دود شوی، تقاضاوې ډېرې شوې، موږ اماراتو، سعودي او کویت ته زرګونه نور تولیدا ته هم کوو".
خو اروپايي ټولنې ته له برېګزیټ وروسته د علي دغه تولید رسول ګران دي، لکه نور شرکتونه چې هم له ورته ستونزو سره مخامخ دي.





















