اورنګزېب؛ هغه مغول پاچا چې ۳۰۰ کاله وروسته هم پرې بحث کېږي

Portrait of Mughal Emperor Aurangzeb known as Alamgir I (1618-1707), ruler of India from 1658 to 1707, 18th century Indian miniature.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مغول پاچا اورنګزېب
    • Author, ګیتا پانډي
    • دنده, بي بي سي نیوز، ډیلي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

مغول پاچا اورنګزېب چې له نن نه څه باندې درې سوه کاله وړاندې مړ شوی، په دې وروستیو کې هند کې د تود بحث موضوع ګرځېدلې.

اورنګزېب له ۱۶۵۸ تر ۱۷۰۷ نژدې پنځوس کاله پر هند پاچاهي کړې او د "مغول سلطنت وروستی اغېزناک" پاچا ګڼل کېږي، خودی هېڅکله هم د تاریخپوهانو د سترګو تور نه و.

ښایي لامل یې دا وي چې دی پاچاهۍ ته وروسته له هغې ورسېد چې خپل پلار یې بندي کړ او د مشر ورور په وژلو کې یې لاس درلود.

د نورو مغل پاچاهانو پرتله ده د عامو خلکو تر منځ ډېر محبوبیت نه درلود.

د ده پلار شاه جهان مینه ناک انسان و او د خپلې مینې لپاره د تاج محل په جوړولو مشهور و، نیکه یې جهانګیر له معمارۍ او هنر سره مینه درلوده او غور نیکه یې اکبر د یوه هوښیار سېکولر پاچا په توګه پېژندل کېږي.

خو شپږم مغول پاچا اورنګزېب مذهب پالی مسلمان و او تر ډېره د یوه سخت دریځي په توګه پېژندل کېده چې تل یې د خپل سلطنت په پراخوالي فکر کاوه.

ده سخت شرعي قانون پلی کړ او جزیه یې هم بېرته دود کړه چې هندو مذهبو به د خوندیتوب په بدل کې پرې کوله.‌

ده له موسیقۍ او ښکلو هنرونو کرکه لرله او د ګڼو مندرونو د ورانولو امر یې کړی وو.

دا هر څه سلګونه کلونه پخوا شوي خو ان نن هم چې له ده سره خلک څومره کرکه لري - بې سارې ده.

بحثونه هغه وخت راوپارېدل چې د هندوانو په سپېڅلي واراناسي ښار کې د ګیانواپي جومات په اړه لانجه پیدا شوه.

دا جومات په ۱۷مه پېړۍ کې د لرغوني ویشوانات مندر پر ځای اباد شوی و.‌

اورنګزېب په ۱۶۶۹ کې د ویشوانات مندر د ورانولو امر کړی و. د دغې لانجې د بیا رابره کېدو له امله د اورنګزېب نوم هم په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو تر منځ ډېر یادېږي.

تېر کال دسمبر کې د هند لومړي وزیر واراناسي ښار کې د یوې وینا پر مهال د "اورنګزېب د ظلمونو او ترهې" یادونه وکړه. ده وویل: "ده هڅه کړې وه چې د تورې پر مټ ارزښتونه واړوي او د ظلم له لارې کلتورونه بدل کړي."

ښاغلي مودي تېره میاشت هم د یوه سېک مشر ټېګ بهادر د ۴۰۰م تلین پر مهال د اورنګزېب یادونه وکړه.

ټېګ بهادر اسلام دین ته دنه اوښتو له امله وژل شوی وو.‌ ښاغلي مودي ویلي وو: "که څه هم اورنګزېب د ډېرو سرونه پرې کړل خو زموږ ایمان یې کمزوری نه شو کړای."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

یوه کاناډایي امریکايي خبریال ډیوېډ فرم د مودي پر څرګندونو حیرانتیا ښوولې وه او پر خپله ټوېتر پاڼه یې لیکلي وو چې ولې د هندلومړی وزیر یوه اوږده وینا کې پر داسې یو مغل پاچا لفظي بریدونه کوي چې څه باندې ۳۰۰ کاله وړاندې مړ شوی؟

تاریخپوهې اودرې ټروشک یې ځواب کې پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي، هندو ملت پالي باور لري چې "مسلمانانو سلګونه کلونه پر هندوانو ظلمونه کړي نو د تېر غچ اخيستو لپاره مناسبه ده چې نن هم پر مسلمانانو ظلم وشي."

نوموړې وايي، د اورنګزېب نوم یوازې "خلکو ته د دې ویلو لپاره یادېږي چې ننني عصر کې له مسلمانانو کرکه او پر وړاندې یې تاوتریخوالی مناسب کار دی."

ټولنیزو رسنیو کې د اورنګزېب په اړه توودو بحثونو کې دی ځینو د "قصاب" په توګه یاد کړی.

Gyanvapi Mosque

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا جومات په ۱۷مه پېړۍ کې د لرغوني ویشوانات مندر پر ځای اباد شوی و.‌ اورنګزېب په ۱۶۶۹ کې د ویشوانات مندر د ورانولو امر کړی و.

د هند د اګرې ښاروال ویلي د اورنګزېب ټولې نښې نښانې باید له عامه ځایونو لرې شي.

ځینو هندیانو ویلي چې اورنګزېب غوښتل هندوان له منځه یوسي او وړاندیز یې کړی چې ټولې هغه ودانۍ چې پېړۍ وړاندې د هندوانو پر مذهبي ځایونو جوړې شوي باید ونړول شي.

تېره اونۍ د اورنګزېب زیارت وروسته له هغې د عامو خلکو پر وړاندې تړل شوی و چې یوه هندو سیاستوال یې د "شتوالي په اړه" پوښتنه راپورته کړه او ویلي یې و چې باید ونړول شي.

تاریخ پوه ندیم رضوي چې د هند په علي ګړ اسلامي پوهنتون کې پروفیسور دی وايي، ساده کار دی چې د اورنګزېب نوم هند کې د لږکیو مسلمانانو ځپلو لپاره وکارول شي چې له کلونو راهیسې د هندو ملت پالو لخوا د تاوتریخوالي ښکار دي.

پروفیسور رضاوي مني چې اورنګزېب ځینې مندرونه ویجاړ کړي وو او پر هندوانو یې جزیه هم لګولې وه خو په وینا یې اورنګزېب یو پېچلی شخصیت درلود او دا چې ټول کارونه یې ناوړه هم نه وو.

په مهاراشټر ایالت کې د اورنګزېب مزار د ولس پر مخ تړل شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په مهاراشټر ایالت کې د اورنګزېب مزار د ولس پر مخ تړل شوی دی.

"ده هند کې د مندرونو د ساتنې لپاره تر ټولو ډېرې پیسې ورکولې، دی په خپله هم نیمه هندو وو ځکه غور نیکه یې اکبر یوې راجپوت ښځې سره واده کړی و. د اورنګزېب پاچاهۍ پر مهال تر هر کله ډېر راجپوت لوړو دریځونو کې وو. "

پروفیسور رضوي وايي، د خلکو د عامه نظر برخلاف اورنګزېب خپل شخصي ژوند کې بنسټ پالی نه و، "له شرابو یې خوند اخېستی او د وینا په نوم د موسیقۍ آله یې غږوله. د ده په وخت کې چې څومره د موسیقۍ کتابونه لیکل شوي وو د هېڅ مغول پاچاهۍ کې نه وو لیکل شوي. "

دی زیاتوي: "اورنګزېب سخت شرعي نظام د دې لپاره پلی کاوه چې خپلې سیاسي ناکامۍ پرې پټې کړي لکه هند کې د نن زمانې مشران. پوښتنه دا ده که اورنګزېب ظالم، نسل پرست او جابر انسان وو چې د هندوانو مندرونه یې ویجاړول نو ایا نن بایدموږ د هغه کړنې تکرار کړو؟"

پروفیسور رضوي زیاتوي: "هغه یو ظالم پاچا و چې څه باندې درې سوه کاله وړاندې ژوندی و. هغه وخت اوسنۍ زمانې ته ورته ډیموکراسي نه وه او نه هم اساسي قانون و چې ده ترې الهام اخیستی وای. خو نن موږ په هند کې اساسي قانون لرو، د پارلمان له لوري منل شي نور قوانین مو په ټولنه کې پلي کېږي نو څنګه کولی شئ هغه کړنې بیا تکرار کړئ چې په ۱۶مه او ۱۷مه پېړۍکې شوي."

دی زیاتوي: "که یو څوک د ۱۷مې پېړۍ له سیاسته الهام اخلي نو دغه کس له هغه ډېر لوی جرم کوي چې په ۱۷مه پېړۍ کې اورنګزېب کړی وو. "