مادهوري ډېکشت: د بالیووډ یوه تر ټولو بریالۍ فلمي لوبغاړې

    • Author, پرادیپ سردنا
    • دنده, خبريال
  • د خپرېدو وخت

"دا زموږ د فلم ابود لوبغاړې مادهوري ډېکشت ده" - له نن نه نژدې ۳۸ کاله وړاندې د راج شري پروډکشن مشهور فلم جوړوونکي سېټ تاراچند برجاتیا په لومړي ځل دغه ډول مادهوري راوپېژندله.

زه ممبئ ته د سېټ تاراچند لیدو ته ورغلی وم او مادهوري دفتر کې ورسره ناسته وه.

ډېره غلې ښکارېده، ما له ځانه سره ویل چې دا څه ډول لوبغاړې یې د فلم لپاره ټاکلې، وچه کلکه، دې کې خو د فلمي لوبغاړې هېڅ هم نشته.

خو، هماغه مادهوري وه چې پنځه کاله وروسته یې د "دل" فلم له لارې سلګونه زره مینه وال وموندل او په اړه یې زما نظر غلط ثابت شو.

د مادهوري ساده انداز ته په کتو داسې نه ښکارېده چې دغه نجلۍ به د خپل هنر، نڅا او ښکلا له کبله تر لسیزو میلیونونه مینه وال ولري.

د مادهوري فلمي سفر

که څه هم مادهوري له ۳۸ کلونو د هند فلمي صنعت کې فعاله ده او ۵۵ کاله عمر لري خو شهرت او د مینه والو شمېر کې یې کمښت نه دی راغلی.

که څه هم نننۍ مادهوري په ډېرو کمو فلمونو کې راښکاره کېږي خو مینه وال یې اوس هم هغومره لېواله دي چې لسیزې پخوا وو.

مادهوري ډېکشت د می په ۱۵ په ۱۹۶۷ کال کې په یوې مراټه کورنۍ کې زيږېدلې. پلار یې انجینر او مور یې د کور ښځه وه. د مور یې کلاسیکې نڅا سره ډېره مینه وه او همدا لامل وو چې له کم عمرۍ یې مادهوري هم د کلاسیکې نڅا زده کړې ته هڅوله.

مادهوري څلور خویندې او وروڼه لري. خویندې یې روپا او بهارتي او ورور یې اجیت ترې لویان دي او دا تر ټولو کوچنۍ ده.

مادهوري درې کلنه وه چې د کتک نڅا زده کړه یې پیل کړه او ۱۱ کلنې کې په دې نڅا کې ماهره شوې وه.

که څه هم مادهوري له ښوونځي وروسته د پوهنتون زده کړې پیل کړې وې خو د فلمونو له امله یې زده کړې نیمایي کې پاتې شوې.

د مادهوري لومړني ناکام فلمونه

مادهوري ۱۷ کلنه وه چې فلم جوړوونکي تاراچند برجاتیا سره یې ولیدل او هغه ورته خپل فلم ابود کې د مرکزي رول وړاندیز وکړ.

د راج شري پروډکشن کمپنۍ لخوا جوړ شوی دغه فلم چې د مادعوري لومړی و ناکام شو.

د فلمي ژوند په لومړیو کې مې ماهدوري پوښتلې وه چې ایا له کوچینوالي یې غوښتل فلمي لوبغاړې شي؟ ځواب یې وو، نه. کوچنیوالي کې مې غوښتل ډاکټره شم خو په وینا یې فلم جوړوونکي ګووېند مونس سره یې کورنی تګ راتګ وو او د هغه هڅونې له کبله یې فلمي صنعت سره لېوالتیا پیدا شوه.

له ابود فلم وروسته مادهوري په اواره باپ، سواتي، حفاظت، اتردکشن او خطرو کې کېلاړي په څېر فلمونو کې مهم رولونه لرل خو له بده مرغه دغه ټول فلمونه د کاروبار له اړخه ناکام شول او ډېر لیدونکي یې ونه موندل.

د بریالیتوب په لور سفر

د پرله پسې فلمونو د ناکامۍ په اړه راته مادهوري وویل: "کور کې به مې ډېر ژړل خو مور او خویندو مې ډېره هڅولم. مور به مې تل راته ویل خپه کېږه مه، یوه روځ به ضرور بریالۍ کېږې."

د مور خبره یې سمه وه او ۱۹۸۸ کال کې د مادهوري نوی فلم تېزاب نندارې ته وړاندې شو. دا فلم ډېر مشهور شو او د مادهوري د نڅا هنر وستایل شو.

دې فلم کې یوه سندره اېک، دو، تین چې مادوري پرې نڅا کړې وه نن هم خورا مشهوره ده او ډېره اورېدل کېږي. د دې فلم بریالیتوب له امله د مادخوري پر خپل ځان باور نور هم زیات شو.

له تېزاب وروسته یې هماغه کال د فلم جوړوونکي فېروز خان په یوه فلم کې کار وکړ چې هغه هم بریالی شو. دې سره مادهوري ورو ورو هندۍ سينما کې خپل ځانګړی ځای جوړ کړ.

له دې وروسته د سباش ګای فلم رام لکهن چې مادهوري په کې له انیل کپور او سنجې دت سره مهم رول لاره ډېر مشهور شو او تر اوسه د بالیووډ یو له غوره فلمونو ګڼل کېږي.

مادهوري په ۳۸ کلن فلمي ژوند کې له ۷۰ ډېرو فلمونو کې رولونه لوبولي. په دغه فلمونو کې د پرنده، دل، کل نایک، هم اپ کې هی کون، انجام، دل تو پاګل هی، پکار او دېوداس په څېر مشهور فلمونه شامل دي.

مادهوري ۷ ځله د هندي سېنما مشهوره "فلم فېير" جایزه ګټلې او ۱۷ ځله دغې جایزې لپاره نومول شوې ده. ۲۰۰۸ کال کې د هند حکومت نوموړې ته د پادما شري جایزه هم ورکړه.

واده، تقاعد او فلمونو ته بیا ستنېدا

مادهوري د ۱۹۹۹ کال په اکتوبر میاشت کې امریکایي هندي ډاکټر سري رام مادهو نېنې سره واده وکړ او ژوند یې یو نوي پړاو ته ننوت. د مادهوري پر واده هند کې ډېر خلک حیران شول ځکه ډېرو ښايي داسې فکر نه کاوه چې نوموړې به د خپل فلمي ژوند په اوج کې د واده پرېکړه وکړي.

مادهوري امریکا کې له واده وروسته هند ته ستنه شوه او ممبئ کې یې د خپل واده مېلمستیا وکړه چې امېتاب بچن، دلېپ کمار، سايره بانو، شري دېوي او بوني کپور په څېر مشهورو فلمي لوبغاړو په کې ګډون کړی وو.

له واده وروسته مادهوري تر یو څه مودې هند کې وه چې خپل نیمګړي فلمونه بشپړ کړي - له دې وروسته مادهوري له فلمونو لاس واخېست او خپل مېړه سره امریکا ته ستنه شوه. مادهوري دوه زامن لري، ریان ۲۰۰۳ او ایرن ۲۰۰۵ کې زېږېدلی.

له ۷ کلنې وقفې وروسته مادهوري یو وار بیا فلمي صنعت ته د ستنېدو پرېکړه وکړه. د یش چوپړا په اجا نچلې فلم کې یې کار وکړ خو فلم ناکام شو او نوموړې یو وار بيا له فلمونو لېرې شوه خو په بېلا بېلو ټلویزیوني پروګرامونو کې څرګندېږي.

مادهوري که څه هم نن سبا نویو فلمونو کې نه راښکاري خو د فلمونو هندي مینه وال یې اوس هم خورا زیات دي او زرګونه هندۍ نجونې چې فلمي صنعت سره یې مینه ده غواړي د مادهوري په څېر شي.