تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بالیووډ وتلی ستوری دلیپ کمار مړ شو
د هند فلمي نړۍ بالیووډ وتلی ستوری دلیپ کمار د چارشنبې په ورځ( د جولای ۷) په ۹۸ کلنۍ کې مړ شو.
د هندوجا روغتون ډاکټران او د بالیووډ وتلي ستوري دلیپ کمار ویاند فیصل فاروقي د دغه وتلي هنرمن او د "تراجیدۍ پاچا" مړینه تاییدوي.
فیصل فاروقي د دلیپ کمار ټوېټر له لارې پیغام کې لیکي: "ژورې خواشینۍ سره د دلیپ صاحب وفات تاییدوم، څو منټه مخکې مړ شو، موږ خدای پیدا کړي یو او خدای ته ورځو. "
تېره اونۍ فیصل فاروق ویلي وو، هغه د خپل عمر په دې شېبو کې د ځینو روغتیايي ستونزو له کبله د ممبيي په یوه ځايي روغتون کې بستر شوی.
د جون پر شپږمه دلیپ کمار شکایت کړی و چې په اسانه ساه نشي اخیستلی، له هماغه وروسته دی روغتون کې بستر کړای شو.
له څو ورځو راهیسې د هغه حالت ښه نه و او بیا بیا د ممبيي روغتونونو کې بستر شو.
دلیپ کمار ډاکټر جلیل پالکر بي بي سي ته وویل، هغه خپله وروستۍ سا د چارشنبې په ورځ اوه نیمې بجې واخیسته.
د ډاکټر جلیل په خبره، د دلیپ کمار د مړینې وجه هم د اوږدې ناروغۍ له امله ده.
افسانوي هنرمن
د هند لومړي وزیر نرېندر مودي د دلیپ کمار پر مړینه خواشیني ښودلې او د هنر نړۍ ته یې لوی تاوان بللی دی.
هغه خپل ټوېټ کې لیکلی: دلیپ کمار جي د سېنما نړۍ کې افسانوي کس بلل کېږي. هغه داسې وړتیا درلوده چې بل چا کې نه وه او نسلونه نسلونه یې مینوال و. د هغه مړینه د هنر نړۍ لپاره تاوان دی، کورنۍ، ملګرو او مینوالو سره یې خواشینی یم.
د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزیر فواد چوهدري د دلیپ کمار پر مړینه خواشیني ښيي او خپل ټوېټ کې زیاتوي:
"هند نیمه وچه او ټوله نړۍ کې لکونو خلک د دلیپ کمار مینوال و او دا اتل او د تراجیدۍ پاچا یاد به تل پاتې وي. "
د بالیووډ ستوری سنیل شیټي هم د دلیپ کمار پر مړینه خواشیني ښودلو سره زیاتوي: "نن یوه دوره ختمه شوه او موږ د هندۍ سینما تر ټولو ځلان ستوری له لاسه ور کړ. دلیپ صاحب ته به تل زموږ زړونو کې یې. "
د بالیووډ بل وتلی ستوری امیتاب بچن خپل ټوېټ کې وايي، اوس یوه اداره زموږ سره نشته. کله چې د هند فلمي صنعت تاریخ لیکل کېږي، نو تل به له دلیپ کمار مخکې او دلیپ کمار وروسته دوو دورو خبره کېږي.
له پېښور تر بالیووډ
دلیپ کمار بالیووډ کې د تراجیدۍ پاچا په نوم مشهور و او د مغل اعظم، دیوداس، نیا دور او رام او شام په څېر فلمونه یې ډېر مشهور دي.
دلیپ کمار له ۶۵ ډېرو فلمونو کې لوبېدلی دی.
نوموړی پنځه لسیزې فلمونو کې ولوبېد او وروستی ځل هم پر ۱۹۹۸ کال قلعه فلم کې ولیدل شو.
دلیپ کمار د پښتونخوا مرکز پېښور کې د ۱۹۲۲ کال ډیسمبر پر ۱۱ کې زېږېدلی او نوم یې یوسف خان و.
پر ۱۹۳۰ کال له خپلې کورنۍ سره هند ته لاړ او له هندي سینما سره تر یو ځایېدو وروسته سئ خپل نوم یوسف خان پر دلیپ کمار بدل کړ.
دلیپ کمار د بالیووډ له هنرمنې سایره بانو سره واده کړی، خو کوم اولاد نه لري.
د دلیپ کمار د پېښور کور
دلیپ کمار پېښور قصه خوانۍ کې کور لري او حکومت پر ۲۰۱۳ کال د هغه دا کور ملي شتمني حساب کړه.
د تېر جون پر دویمه حکومت پېښور کې د دلیپ کمار پر کور سربېره راج کپور جایدادونو ملکیت خپل کړ او هغه مهال یې وویل، چې دا ځایونه به خپل اصلي حالت سره ورغول شي.
پر ۱۹۸۸ کال دلیپ کمار پېښور کې خپل دغه پلرني کورته راغلی او له رسنوالو سره یې دې کور کې د خپل ماشومتوب یادونه شریک کړل.
پر ۱۹۹۷ کال دلیپ کمار ته د پاکستان تر ټولو لوی ملي نښان 'نشان امتیاز' ور کړل شو.
هغه مهال هم دلیپ کمار پېښور کې د خپل کور لیدل غوښتل، خو د خلکو د ډېر تود هرکلي له امله یې کور ونه لید.
هند او نړې کې غبرګونونه
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه ټویټر پیغام کې د دلیپ کومار مړینه د خپل هېواد کلتور لپاره یو زیان بللی دی. نوموړي د دلیپ کومار له کورنۍ، خپلوانو او بې شمېره مینه والو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د دلیپ کومار پر مړینه خواشیني څرګنده کړې. نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:
''زموږ د وخت افسانوي شخصیت دلیپ کومار نور له موږ سره نه شته. له الله تعالی ته مې دعا ده، چې جنت الفردوس کې ځای ورکړي. میلیونونو کسانو له دلیپ صاحب سره مینه درلوده. له بېګم سایره بانو، ټولې کورنۍ او مینه والو سره یې د زړه له تله خواخوږي څرګندوم. ''
د هندي فلمونو وتلي ممثل امیتاب بچن د دلیپ کومار مړینه د زدکړې یوې ادارې له منځه تګ په معنا بولي. نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې وویل:
''د هندي سینما تاریخ چې کله هم ولیکل شي، 'له دلیپ کومار مخکې او دلیپ کومار وروسته زمانې ' به سره وېشل کېږي. ''
نوموړی وايي، دعا کوم چې د دلیپ کومار کورنۍ د دې درانه غم ګاللو ته توان ومومي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په یوه ټویټر پیغام کې د دلیپ کومار پر مړینه خواشیني څرګنده کړې. ښاغلي خان په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''د شوکت خانم روغتون د ودانیزو چارو پیل پر مهال یې دومره په سخاوت سره وخت راکړ، چې هېڅکله مې نه هېږېږي. ''
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر او د پاکستان پارلمان غړي محسن دوړ هم د دلیپ کومار پر مړینه غمرازي څرګنده کړې او د نوموړي مړینه یې نه جبرانیدونکی زیان بللی دی.
نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''هېڅ توري د پېښور دې بې ساري شخصیت ته د درناوي لپاره کافي نه دي. دی د هر تعریف له مخې افسانوي شخصیت و او میراث به یې تلپاتي وي. ''