خدا ګواه: د امېتاب بچن هغه فلم چې افغانستان کې مجاهدینو ورته جګړه درولې وه

د خپرېدو وخت

د ۱۹۹۰ کلونو خبره ده. افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتو وروسته کورنۍ جګړه وه.

د افغانستان د هغه وخت ولسمشر نجیب الله لور له خپل پلاره غوښتي وو چې له مجاهدینو سره د یوې ورځ لپاره جګړه ودروي. د هغې هیله دا وه چې کله د هندي سینما یو وتلی ستوری افغانستان ته راځي نو جګړه دې نه وي چې دی وکولی شي په ارامه فضا کې کابل کې وګرځي او عام خلک یې هم ولیدلی شي.

د دغه هندي ستوري نوم امېتاب بچن وو او دی د خپل فلم خداګواه د عکاسۍ لپاره افغانستان ته راغلی وو. خداګواه فلم د می په اتمه ۱۹۹۲ کال کې نندارې ته وړاندې شوی وو او د فلم ډېری صحنې په کابل او مزارشریف کې ثبت شوې وې.

خداګواه فلم چې له نن نه نژدې ۳۰ کاله وړاندې جوړ شوی وو د هند یو له مشهورو فلمونو ګڼل کېږي او کیسه یې هم په زړه پورې ده.

فلم جوړوونکي منوج دېسايي بي بي سي ته ویلي وو چې هغه وخت افغانستان کې کورنۍ جګړه روانه وه.

"د خداګواه فلم د جوړوونکې ډلې خوندیتوب لپاره پنځه ټانکونه ترې وړاندې او د پنځو ټانکونو کاروان به ورپسې وو. خو په افغانستان کې امېتاب بچن دومره مشهور وو چې د خوندیتوب لپاره ګامونو ته اړتیا هم محسوس نه شوه."

په دې مانا چې د کورنۍ جګړې ښکار یوه هېواد کې د هغه وخت حکومت، مجاهدین او نورې ډلې سره یو لاس شوې وې.

هغه مهال امېتاب بچن د هند له لومړي وزیر راجیو ګاندي سره ښه ملګرتیا لرله.

منوج دېسایي وايي چې د راجیو ګاندي له برکته افغانستان کې د ډاکټر نجیب حکومت د خدا ګواه فلم پر کاري ډلې ډېر پام کاوه.

لیکوال رشید قدايي په خپل یوه کتاب "د هند په سیاست کې د بالیوډ فلم ستورو اغېز" کې لیکلي:"دېلي کې د خداګواه فلم لپاره یوه ننداره جوړه شوې وه، هلته امېتاب بچن د خپل نژدې ملګري راجیو ګاندي د یاد پر مهال وژړل چې څه ډول هغه افغانستان کې د خداګواه فلم ثبت کې مهم رول لوبولی وو او د افغانستان له ولسمشر یې د خوندیتوب په اړه ضمانت غوښتی وو."

د افغانستان په اړه امېتاب بچن هم ویلي وو، چې ولسمشر ډاکټر نجیب د هندي فلمونو مینه وال وو او په شاهي بڼه یې زموږ خدمت وکړ.

"موږ ته اجازه نه وه چې هوټل کې واوسو. یوې کورنۍ زموږ لپاره خپل کور خالي کړ او په خپله یوه کوچني کور ته ولاړل. زموږ کاري ډلې ته یوه ځايي مشر مېلمستیا کړې وه، زه چورلکه کې ولاړم چې د خوندیتوب لپاره یې شاوخوا پنځه چورلکې نورې هم وې. له بره د افغانستان د غرونو ښکلا زړه راښکونکې وه."

امېتاب بچن زیاتوي:"چې کله ورسېدو نو ځایي مشر مو تود هرکلی وکړ او دننه یې بوتلو… کابل کې بې شمېره ډالۍ راکړل شوې. هماغه شپه د ولسمشر ډاکټر نجیب کاکا زموږ لپاره یوه سندره هم وویله."

ځینې افغان ملګرو مې راته ویلي و چې کله امېتاب بچن په خپل انداز کې د فلم دغه ډایلاګ ووایه نو ټولې چکچکې وکړئ: "د هندوستان ښاورې ته سلام، زما نوم بادشا خان دی. عشق مې مذهب، مینه مې ایمان دی. د همدغې مینې لپاره د کابل یو پټهان د هندوستان ښاورې ته د خپلې مینې د خیرات غوښتو لپاره راغلی."

په دغو دریو لسیزو کې افغانستان چېرته ورسېد؟

د خداګواه فلم له خپرېدو دېرش کاله وروسته حالت که وګورو نو افغانستان له ډېرو لوړو ژورو تېر شوی خو بېرته هماغه حالت ته رسېدلی چې پخوا وو، طالبانو پر ټلویزیون د سېریالانو پر خپرېدو بندیز لګولی.

هندي فلمونه افغانستان کې اوس هم هغومره مشهور دي او ډېر مینه وال لري.

له خداګواه وړاندې ۱۹۷۵ کې فېروز خان د خپل فلم درماتما چې ډینې او هېمامالني ورسره وو په افغانستان کې عکاسي کړی وو.

فیروز خان په خپلې یوې مرکه کې ویلي وو:"زه د فلم صحنې د ثبت ځای لیدو ته افغانستان ته ورغلم. هغه وخت ظاهر شاه پاچا وو. موږ ته یې اجازه راکړه. کله چې موږ د فلم ثبت لپاره هلته ورسېدو نو پر ده کودتا شوې وه خو د افغانستان نوي حکومت هم زموږ ډېر درناوی وکړ او له کومې ستونزې سره مخ نه شو. "

افغانستان کې د شېر خان کرېکټر هم مشهور دی

ټولنیزو رسنیو کې په پراخ ډول خپاره شوي یوه ویډیويي کلېپ کې لیدلی شئ چې څه ډول افغانستان کې د فېروز خان او هېمامال ته هرکلی کېږي.

تر دې وړاندې په ۱۹۶۵ کې کابلي والا فلم کابل او دېلي سره نژدې کړي وو.

۹۰ کلونو کې د طالبانو د حکومت پر مهال داسې وخت راغی چې افغانستان کې پر فلمونو او عکاسۍ بندیز لګېدلی وو.

کلونو وروسته بیا فلم جوړوونکي کبیر خان د خپل فلم کابل اېکسپرېس شوټېنګ یا ثبت کابل کې کړی وو چې په ۲۰۰۶ کې نندارې ته وړاندې شو.

کله چې کبیر خان افغانستان ته د خپل فلم د ثبت لپاره ورغلی وو نو طالبان واک کې نه وو خو ویره یې اوس هم وه.

ورو ورو حالات په ښه کېدو وو، مېرمنې هم د فلم جوړولو صنعت ته راغلې.‌ خو اوس یو وار بیا افغانستان کې طالبانو واکمن دي او فلمي صنعت له خطر سره مخ دی.

اوس دا انګېرل چې درماتما او خداکواه په څېر فلمونه یو وخت افغانستان کې ثبت شوي وو خوب ته ورته ښکاري.

خداه ګواه فلم کې چې کوم ځای کې د حبیب الله کرېکټر صحنې ثبتې شوي څلور کاله وروسته هماغه ځای کې افغان ولسمشر نجیب الله په دار ځړول شوی وو.

خداه ګواه فلم دېرش کلن شو او د امېتاب بچن مینه وال نن هم افغانستان کې پرېمانه دي. دا فلم افغانستان کې د ګڼو کورنیو برخه ده چې له یوه نسل بل ته لېږدي.