د اوسکار جایزو د وېش پر مهال د څپېړې ګوزار؛ پر وېل سمېت د لسو کالو لپاره بندیز ولګېد

د عکس سرچینه، Reuters
له هغه وروسته چې ممثل وېل سمېت په اوسکار اکاډیمۍ جایزو مراسمو کې کمیډین کرېس راک پر مخ په څپېړه وواهه، اوسکار اکاډیمۍ د لسو کالو لپاره پر نوموړي بندیز لګولی، چې د اکاډیمۍ په مراسمو کې به برخه نه اخلي.
اوسکار اکاډیمۍ منتظمینو په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي:
''د اوسکار جایزې پر مراسمو د ښاغلي سمېت هغې ځورونکې او د نه منلو وړ رویې سیوری غوړولی و، چې په دریځ یې څرګنده کړه. ''
د یادونې ده، چې ښاغلي سمېت د خپلې مېرمن په هکله د ښاغلي راک له یوې ټوکې وروسته چې د یوې ناروغۍ له کبله یې د هغې بې وېښتو سر پورې وکړه، دریځ ته وخوت او ښاغلي راک ته یې پر مخ څپېړه ورکړه.
نوموړي ته نژدې نیم ساعت وروسته په همدې مراسمو کې د یوه فلم 'کینګ ریچارډ ' نومي فلم کې د غوره تمثیل له کبله اوسکار جایزه ورکړل شوه.
نوموړي په دې فلم کې د ټېنس لوبغاړو سرینا او وینس ویلیمز د پلار رول لوبولی و.
د هنرونو او ساینس موشن پکچرز اکاډیمۍ چې اوسکار مراسمو تنظیموي د دې پېښې په هکله د غبرګون او انظباطي فعالیت لپاره د جمعې پر ورځ انلان غونډه وکړه.
دوی له غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې وویل، په مراسمو کې یې د مېلمنو او هنرمندانو خوندیتوب او دغه راز پر اکاډیمۍ د 'باور دوام ' لپاره دا پرېکړه کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي، دوی د پېښې پر مهال داسې وضعیت رامنځته کېدو ته چمتو نه و، چې له کبله یې بښنه غواړي او له ښاغلي راک یې هم مننه کړي، چې په غیر عادي وضعیت کې یې له زغمه کار واخیست.
بل لور ښاغلي سمېت په خپل استعفا لیک کې د خپل عمل له کبله بښنه غوښتې او په وینا یې د خپلې دې کړنې له کبله یې زړه مات شوی دی.
د نوموړي استعفا مانا دا ده، چې راتلونکي کې به د اوسکار جایزو لړ کې رایه نه شي ورکولای.



















