مشهور افغان سندرغاړی ایوب استاد وفات شو

د عکس سرچینه، Rta
- Author, ذبیح الله رحیمزی
- دنده, ننګرهار
- د خپرېدو وخت
نوم یادی سندرغاړی ايوب استاد چې له نژدې یوې لسيزې راهيسې ناروغ و، نن سې شنبه یې په جلال اباد کې د ۹۵ کالو په عمر د ژوند پور پرې کړ.
افغان حکومت او خواخوږ يې مړینه لویه ضايع بللې ده. د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بې جوړې او د ځانګړي سبک سندرغاړی بللی دی.
ایوب استاد په ۱۹۲۶ لمريز کال د سره رود ولسوالۍ کې زېږدلی و او همدلته اوسېدلی و، له دیارلس کلنۍ یې هنر ته مخه کړې وه او سلګونه سندرې په ځانګړي سبک وويلې.
ايوب چې پوخ ځوان شو، د مشرانو سندرغاړو ډلې ته ننوت او سندرې يې بللې، بيا ولسي شاعر ملنګ جان راډیو افغانستان کابل ته وباله چې خپلې سندرې هلته ثبت کړي.
تر دې چې ده په موسيقۍ کې د استادۍ نوم وکاټه او د ايوب پر ځای "ايوب استاد" ياد شو.
دا چې ټولټال یې څومره سندرې ویلې دي، کره شمېر يې نه دی مالوم، خو له شاوخوا شپېتو کلونو راهیسې يې ګڼې سندرې مشهورې شوې دي چې تر اوسه مینه وال لري او ځينې يې یو شمېر سندرغاړو بېرته په بیا بيا ویلي دي.
ایوب استاد د ژوند په وروستیو کلونو کې د اورېدو حس کمزوری او فکري توازن بایللی و چې له کبله یې د موسیقۍ هنر ونشو پاللی.

د عکس سرچینه، Rta
کورنۍ يې تر دې وړاندې ويلي و چې د درملنې وس نه لري او حکومت یې څنګه چې په کار ده پام نه دی ورته کړی، خو اوس یې مینه وال له حکومته غواړي چې په مړینه یې هغه ارمان پوره شي چې ده درلود.
ننګرهار کې د هنرمندانو ټولنې مشر او ایوب استاد نژدې ملګری کمين ګل بي بي سي ته وويل: ''هغه سره خو زموږ ټولې ژوند خاطرې دی. هغه زموږ سره لکه د کورنۍ يو غړی و، زما پلار او کاکا سره و. غوښته مو داده چې د هغه وصيت و چې د خپل استاد ملنګ جان سره څنګ په څنګ خښ شي، نو له حکومت او کلتور وزارته مو غوښتنه ده چې وصيت يې پوره او د ملنګ جان سره خوا کې یې خښ کړي، که شوني وي د اولمير قبر هم دلته را انتقال کړي. ''




















