مشهور افغان سندرغاړی عبدالله مقری د زړه حملې له امله وفات شو
د افغانستان د موسیقۍ وتلې څېره سندغاړی عبدالله مقری چې له څو ورځو راهیسې په روغتون کې بستر و، نن وفات شوی دی.
د عبدالله مقري زوی میرخان د خپل پلار د مړینې خبر پر فیسبوک پاڼه خپور کړ او هغه یې د افغانستان د موسیقۍ او د خلکو د دردونو غږ یاد کړ.
میرخان بي بي سي ته وویل، پلار یې د زړه ناروغي لرله او له ۱۷ ورځو راهیسې یې روغتیایي حالت ښه نه و، خو لس ورځې کېدې چې کابل کې یو شخصي روغتون کې بستر و او نن سهار یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
میرخان وایي، پلار یې د هېواد د حماسي سندرو، ملي ترانو، فولکلور او هېواد پالنې د سرلاري او ملي شخصیت مقام خپل کړی وو، تګ یې لویه ضایعه ده.
د هېواد ددغه حماسي سندرغاړي په مرګ پر خواله رسنیو ډېرو خواشیني ښودلې او د هغه مړینه یې د افغانستان د موسیقۍ په برخه کې یوه لویه ضایعه بللې.
د حکومت د رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال پر خپله فیسبوک پاڼه د عبدالله مقري پر مرګ خواشیني ښودلې هغه یې ستایلې او یو هېواد دوست انسان یې بللی دی .

د عکس سرچینه، @Mir Khan
د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال هارون حکیمي هم پر فیسبوک لیکلي، عبد الله مقری زموږ د ریښتینولۍ، ملي غرور او ارزښتونو استازی هنرمند و. د جګړې، ظلم، جهالت او افراطیت پر وړاندې واضح دریځ او د بې وزلو وطن پالو او مسافرو د دردونو ژباړن انسان و.
څو ورځې وړاندې هم پر خواله رسنیود عبدالله مقري د مرګ خبرونه لاس په لاس کېدل خو زوی یې میر خان دغه خبرونه رد کړل او ویې ویل چې د پلار د روغتیا لپاره یې لاسونه لپه کړي تر څو روغ شي.
په وروستیو کې په افغانستان کې د کورونا ویروس پېښو ډېرېدو له امله د مړینې په کچه کې هم ډېروالی راغلی او هر ورځ په لسګونو کسان خپله ژوند له لاسه ورکوي.






















