د پښتو لومړنۍ ریکارډ شوې سندره او هغه سندرغاړې چې د سړیو کالیو کې يې سندرې ویلې

    • Author, عزیزالله خان
    • دنده, بي بي سي پېښور
  • د خپرېدو وخت

د پښتو ژبې لومړنۍ سندره په ۱۹۰۲ کال کې افغان سندرغاړې ګوهرجان په برتانیا کې ثبت کړه. د دې سندرې د ثبت لپاره د موسیقۍ شرکت دغه سندرغاړې له سازندوو(سازغږوونکو) سره یو ځای برتانیا ته بوولې وه.

له هماغه راهیسې د پښتو سندرو ثبت پيل شو خو د هغو وختونو ریکارډ شوې سندرې اوس اسانه نه موندل کېږي.

د پښتو موسیقۍ مینه وال نن هم د پخوانیو سندرو په لټه دي او ځینې يې دعوه کوي چې ګڼې داسې سندرې شته چې تر اوسه نه دي عام شوې.

سازپوهان یا د موسیقۍ ماهران پښتو موسیقي پر دوو لویو برخو ويشي.

په لومړنۍ برخه کې ټولې هغه سندرې دي چې تر ۱۹۶۰ کلونو مخکې ثبت شوې دي. د دغو سندرو ریکارډ یا ثبت شوې بڼه که کوم چا ساتلې وي ښه، کنه نو په ګرانه موندل کېږي.

په دویمه برخه کې يې تر ۱۹۶۰ وروسته ثبت او ویل شوې سندرې راځي چې هم يې کيسټې یا پیتې شته او هم اوس په ډيجيټل بڼه هم خوندي شوې دي.

په ۱۹۰۲ کې د افغان سندرغاړې ګوهرجان تر لومړنۍ سندرې بیا تر ۱۹۶۰ پورې څومره سندرې ثبت شوې دي، کره شمېر يې چا ته نه دی مالوم. خو د پښتو ځینې سازپوهان ادعا کوي چې ښايي ۱۲ زرو ته ورسېږي.

په پېښور کې حاجي اسلم خان د راډيو ویاند او د پښتو پخوانیو سندرو ټولوونکی دی. دی له تېرو نږدې شپاړسو کلونو راهیسې د همدغو سندرو د پيدا کولو په لټه دی.

ښاغلی خان وايي، تر اوسه يې د نږدې څلورنیم زره تیت او پرک سندرو ثبت شوې بڼې موندلې دي.

حاجي اسلم خان د پښتو پر پخوانیو سندرو د 'تېرهېر اوازونه' په نوم یو کتاب هم لیکلی دی.

د پېښور په شل کيلومټرۍ کې په پبو کلي کې اسلم خان په خپل کور کې يوه کوټه خپل همدغه شوق ته بېله کړې ده.

په دې خونه کې د موسیقۍ بېلا بېلې الې، ګڼې کېسټې یا پيتې او نور څيزونه ايښي دي.

یو چا د خپلې نیا پخوانی صندق راووړ، له پیتو ډک و

اسلم خان بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې له تره سره يې ګراموفون او د موسیقۍ نورې الې وې. هماغه و چې د ده هم موسیقۍ ته پام واوښت او یو وخت راغی چې په پېښور کې يې له پاکستان راډيو سره ویاندي پېل کړه.

دی وايي، په ۲۰۰۰ کال کې يې په راډيو کې د 'تېرهېر اوازونه' په نوم د پښتو موسیقۍ خپرونه شروع کړه.

په خبره يې، هغه مهال د پاکستان راډيو په پېښور څانګه کې ایله ۱۵ پخوانۍ سندرې وې.

اسلم خان هماغلته په راډیو کې اعلان وکړ چې که له چا سره د پښتو پخوانۍ سندرې وي نو هلته دې وروړي، دوی به د داسې کسانو مننه وکړي او دا سندرې به يې له راډيو خپرې کړي.

دی وايي، تر اعلان وروسته خلکو د پخوانیو سندرو د کېسټونو وروړل پېل کړل.

حاجي اسلام خان یوه خاطره شریکوي او وايي، له چارسدې یو سړی له یوه پخواني صندق سره ورغی او ورته ويې ویل چې دا صندق يې د وفات شوې نیا دی:

'هغه بکس له ډېرو ښکلو پخوانیو سندرو ډک و، داسې خوندي ساتل شوې وې، تا به ویل د هیچا لاس هم نه دی پرې لګېدلی'.

دی وايي، د خلکو په مرسته يې تر اوسه څلورنیم زره پخوانۍ سندرې راټولې کړې دي چې اوس مهال د پاکستان راډيو په ارشیف کې د ده په شخصي کلیکسون کې خوندي دي.

ګوهرجان او د پښتو موسیقۍ لومړنۍ ثبت شوې سندره

اسلم خان وايي، هغه مهال همدا اندېښنه ور ولوېده چې د پښتو ژبې لومړنۍ سندره به کله او چا ریکارډ یا ثبت کړې وي؟

ده په دې اړه پلټنه پېل کړه او ورته مالومه شوه چې لومړنۍ سندره یوې افغان ښځينه سندرغاړې ګوهرجان په لندن کې ریکارډ کړې وه.

د اسلم خان د څېړنې له مخې، ګوهرجان په اصل کې نڅاګره وه: 'کله چې دا سندره ثبت او بیا افغانستان او هندوستان ته ورسېده نو سم قیامت يې وکړ، خلکو ډېره ډېره خوښه کړه'.

دی وايي، هغه مهال انګرېزانو ځينو سیمو ته ګراموفون وړی و چې تر ډېره به یوازې د شتمنو خلکو په حجرو او بېټکونو کې و. خلک به ورتلل او له سندرو به يې خوند اخیسته.

په ۱۹۰۲ کې د هند نیمه وچې په ډېرو سیمو کې برېښنا نه وه نو ځکه هغه مهال دغو ګراموفونونو ته کيلي ورکول کېده، ياني کیلي به تاوول کېدله او سندره به غږېدله.

د اسلم خان په خبره، تر هغه وروسته د سندرو د ثبت لړۍ پېل شوه او ګڼې پښتو سندرې ریکارډ شوې چې د ثبت لپاره به سندرغاړي له خپلو سازندوو یا سازغږوونکو سره یو ځای برتانیا ته وړل کېدل.

وروسته په ډيلي او کلکته کې هم د سندرو د ثبت کمپنۍ یا سټوډيوګانې جوړې شوې چې بیا به سندرغاړي هلته د ثبت لپاره تلل او تر پېښوره به يې هم سندرې رسېدې.

دلبرجان بلیلۍ څوک وه؟

اسلم خان وايي، په مردان کې يوه ښځه وه چې اصلي نوم يې دلبر جان و خو په 'بلیلۍ' مشهوره وه.

'د دلبرجان مشره خور خانم جان نڅاګره او ډېره ښکلې وه. د مردان یو خان پر هغې مین شوی و او واده يې ورسره وکړ. خو واده يې ډېر دوام ونه کړ، ځکه چې خان ته خلکو پېغورونه ورکول او دی يې پرېښودو ته اړ شو'.

'خانم جان او دلبرجان پنځه خوېندې وې. په بلیلۍ مشهورې شوې دلبرجان سندرې بلل پېل کړل ځکه چې غږ يې ډېر ښکلی و. ځينې روایتونه شته چې هغې به د سړیو په کالیو کې په محفلونو کې سندرې ویلې او خلکو د هغې دغه کار ډېر خوښاوه'.

د حاجي اسلم خان د مالوماتو له مخې، د کولمبیا په نوم د موسیقۍ یوه شرکت د دلبرجان ګڼې سندرې ثبت کړې چې ډېرې عام شوې او خلکو يې هر کلی وکړ:

'کولمبیا کمپني په اصل کې د دلبرجان په سندرو پېژندل کېدله او په سټوډیوګانو کې يې د هغې ګڼ عکسونه راځونډ وو'.

اسلم خان وايي، د پښتو پر پخوانیو سندرو او سندرغاړو د څېړنې لپاره يې له ګڼو خلکو، د دوی د کورنۍ له غړو او خپلوانو سره ولیدل او اوږده سفرونه يې وکړل.

که کوم هنرمن به ژوندی و نو پخپله يې خبرې ورسره کولې او که مړ به و نو له خپلوانو سره به يې غږېده او مالومات به یې ترې ټولول.

دی وايي، هسې خو د پښتنو هنرمنانو شمېر ډېر دی خو ده پر هغو تحقیق کړی چې مشهور شوي وو.

حاجی اسلم خان په خپل کتاب کې د همداسې ۱۲۰ هنرمندانو یادونه کړې چې په ډله کې يې د چارسدې استاد میراحمد، صوبت، سبزعلي خان، مظفر خان، چشتي چمن جان، مهرالنسا، صبرالنسا، عبدالله جان، ارباب دلبر، ولي او د وخت د ځینو نورو مشهورو سندرغاړو نومونه یادېدلی شي.