تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''پاکستان ته زما د استولو هڅه مه کوئ''
- Author, نصرت جهان
- دنده, بي بي سي لندن
- د خپرېدو وخت
د هند فلمي نړۍ (بالیووډ) کې هم د ټاکنو یا نورو مهمو پېښو په تړاو سیاسي فکر او نظر اوریدل کېږي او لیدل کېږي.
تېره اونۍ هند حکومت له خپل قانونه د ۳۷۰ مادې ایستلو اعلان وکړ، چې له مخې یې د هند تر کنترول لاندې کشمیر ته ځانګړی حیثیت ورکړل شوی و.
د خواله رسنیو ځینې کاروونکو هغو کسانو ستاینه کړې چې د هند دغه اقدام یې تایید کړی، خو پر هغو یې سختې نیوکې کړې چې له عام ډګره یې بېل نظر څرګند کړی دی.
دې لړ کې پاکستاني سندرغاړي عاطف اسلم حج ته له روانېدو مخکې په یوه ټویټر پیغام کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیریانو سره خواخوږي څرګنده کړه، خو ګڼو کسانو پرې سختې نیوکې وکړې.
عاطف چې پاکستانی دی، ښايي له همدې کبله پرې خواله رسنیو کاروونکو نیوکې کړې وي، خو بالیووډ ممثله هما قریشي او ورور یې ثاقب سلیم هم د هندي خواله رسنیو کاروونکو له غندنې خوندي پاتې نه شول.
هما قریشي لیکلي و، چې په دې حساسو شېبو کې باید له احتیاطه کار واخیستل شي. نوموړې لیکلي:
''تاسې د کشمیري مسلمانانو یا کشمیري پنډتانو د ژوند یا مرګژوبلې اندازه نه شئ کولای، ځکه نو لطفاً بې مسوولیته خبرې مه کوئ، او مسایلو ته د هغو خلکو له نظره وګورئ. ''
د هما قریشي له دې ټویټر پیغامه وروسته نه یوازې خپله پر دې نیوکې وشوې، بلکې ورور ته یې د پاکستان تګ مشوره ورکړل شوه. ښاغلي ثاقب په ځواب کې لیکلي:
''پر ما خپل وطن ګران دی او که چېرې څه ناسم کېږي، زه به یې پوښتنه کوم. که تاسې له دې کبله کومه ستونزه وینئ، نو دا ستاسې مشکل دی. تاسې پاکستان ته زما د لېږلو هڅې مه کوئ، زه همدلته ښه یم. ''
بل لور ته د مشهور ممثل انوپم کهیر په ګډون ځینې هنرمندانو د لومړي وزیر نرېندرا مودي ډېره ستاینه وکړه او د هغه حکومت اقدام یې تاریخي بللی.
د هندي حکومت د دغه اقدام د غندلو او تایید د بحث تر څنګ په بالیووډ کې د ۳۷۰ مادې د نامه ثبت لپاره هم سیالي روانه ده او ګڼ شمېر فلم جوړونکي پکې شامل دي.