طالبان وايي د امریکا استخباراتو خپل کلني رپوټ کې د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کړی

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت د افغانستان په اړه د امریکا د استخباراتي ټولنې د ارزونو وروستی کلنی رپوټ رد کړی او هغه یې خلکو ته د اندېښنو اچولو هڅه بللې ده.

طالبان وايي له داسې رپوټونو سره هڅه کېږي چې نړیوالو ته د افغانستان ناسم تصویر وړاندې شي.

د امریکا د استخبارتي ټولنې په کلني راپور کې چې په دې وروستیو کې خپور شوی ویل شوي وو، چې طالبان د خپل مذهبي حکومت د پیاوړتیا، د مخالفینو د ځپلو او پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګولو په حال کې دي.

راپور زیاته کړې وه چې د سیمې ځواکمن هېوادونه به په افغانستان کې د ستونزو پر کمولو تمرکز ته دوام ورکړي او د طالبانو د رسمیت پېژندلو غوښتنې په اړه به په احتیاط ګام واخلي.

د امریکا د استخباراتو په رپوټ کې دا هم ویل شوي وو چې په افغانستان او پاکستان کې "القاعده" شبکه خپل "عملیاتي" توان ته رسېدلې او دا چې د داعش خراسان څانګه هڅه کوي چې په افغانستان کې د بریدونو په ترسره کولو سره د طالبانو حکومت کمزوری کړي.

خو د طالبان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې ده.

امریکا

د عکس سرچینه، ODNI USA

د امریکا د استخباراتي ټولنې په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د مخالفو ځواکونو له خوا په لنډه موده کې د طالبانو حکومت ته د ګواښ احتمال کمزوری دی ځکه دغه ډلې قوي مشرتابه او بهرنی ملاتړ نه لري.

د افغانستان د مخکیني ولسمشر مرستیال او د ملي مقاومت جبهې یوه مشر امرالله صالح هم د امریکا د استخباراتي ټولنې دغه رپوټ ته غبرګون ښودلی دی.‌

هغه د اېکس (پځواني‌ټویټر) په یوه پيغام کې لیکلي "د متحدو ایالتونو د استخباراتي ټولنې او د بایډن ادارې د منطق له مخې اسامه بن لادن او ملا هیبت الله د نیلسن منډیلا او مهاتما ګاندي پرتله پیاوړي مشران دي ځکه دوی کولی شي د کمرې مخ ته له ملکي خلکو سرونه پرې کړي او ویره رامنځته کړي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت یوې بلې مخالفې ډلې چې ځان د افغانستان د خپلواکۍ جبهه بولي، د مارچ پر ۱۱مه ویلي و چې د روژې میاشتې تر پایه د طالبانو پر ضد خپل بریدونه ځنډوي.

تېره اونۍ ملګرو ملتونو په په یوه رپوټ کې ویلي وو‌ چې د ازادۍ جبهې د ۲۰۲۳ کال له نومبر نه د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر لسمې نېټې پورې د طالبانو پر ضد ۲۴ بریدونه کړي چې تر ډېره په ښارونو کې وو.

خو د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې په هېواد کې د داعش او دوو نورو ډلو چې یو یې ځان د افغانستان د ازادۍ جبهه او بل یې د افغانستان د ملي مقاومت جبهه بولي، فعالیتونه یوازې د خبرو په حد کې دي او ننګوونکي نه دي.