تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان وايي د امریکا استخباراتو خپل کلني رپوټ کې د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کړی
د طالبانو حکومت د افغانستان په اړه د امریکا د استخباراتي ټولنې د ارزونو وروستی کلنی رپوټ رد کړی او هغه یې خلکو ته د اندېښنو اچولو هڅه بللې ده.
طالبان وايي له داسې رپوټونو سره هڅه کېږي چې نړیوالو ته د افغانستان ناسم تصویر وړاندې شي.
د امریکا د استخبارتي ټولنې په کلني راپور کې چې په دې وروستیو کې خپور شوی ویل شوي وو، چې طالبان د خپل مذهبي حکومت د پیاوړتیا، د مخالفینو د ځپلو او پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګولو په حال کې دي.
راپور زیاته کړې وه چې د سیمې ځواکمن هېوادونه به په افغانستان کې د ستونزو پر کمولو تمرکز ته دوام ورکړي او د طالبانو د رسمیت پېژندلو غوښتنې په اړه به په احتیاط ګام واخلي.
د امریکا د استخباراتو په رپوټ کې دا هم ویل شوي وو چې په افغانستان او پاکستان کې "القاعده" شبکه خپل "عملیاتي" توان ته رسېدلې او دا چې د داعش خراسان څانګه هڅه کوي چې په افغانستان کې د بریدونو په ترسره کولو سره د طالبانو حکومت کمزوری کړي.
خو د طالبان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې ده.
د امریکا د استخباراتي ټولنې په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د مخالفو ځواکونو له خوا په لنډه موده کې د طالبانو حکومت ته د ګواښ احتمال کمزوری دی ځکه دغه ډلې قوي مشرتابه او بهرنی ملاتړ نه لري.
د افغانستان د مخکیني ولسمشر مرستیال او د ملي مقاومت جبهې یوه مشر امرالله صالح هم د امریکا د استخباراتي ټولنې دغه رپوټ ته غبرګون ښودلی دی.
هغه د اېکس (پځوانيټویټر) په یوه پيغام کې لیکلي "د متحدو ایالتونو د استخباراتي ټولنې او د بایډن ادارې د منطق له مخې اسامه بن لادن او ملا هیبت الله د نیلسن منډیلا او مهاتما ګاندي پرتله پیاوړي مشران دي ځکه دوی کولی شي د کمرې مخ ته له ملکي خلکو سرونه پرې کړي او ویره رامنځته کړي."
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت یوې بلې مخالفې ډلې چې ځان د افغانستان د خپلواکۍ جبهه بولي، د مارچ پر ۱۱مه ویلي و چې د روژې میاشتې تر پایه د طالبانو پر ضد خپل بریدونه ځنډوي.
تېره اونۍ ملګرو ملتونو په په یوه رپوټ کې ویلي وو چې د ازادۍ جبهې د ۲۰۲۳ کال له نومبر نه د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر لسمې نېټې پورې د طالبانو پر ضد ۲۴ بریدونه کړي چې تر ډېره په ښارونو کې وو.
خو د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې په هېواد کې د داعش او دوو نورو ډلو چې یو یې ځان د افغانستان د ازادۍ جبهه او بل یې د افغانستان د ملي مقاومت جبهه بولي، فعالیتونه یوازې د خبرو په حد کې دي او ننګوونکي نه دي.