د ایران بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته تللی؛ په امنیت او نورو موضوعاتو غږېږي

ایران

د عکس سرچینه، @MOFAPAKISTAN

د خپرېدو وخت

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان پاکستان کې له جګپوړو چارواکو سره په لیدنو بوخت دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي چې ښاغلي عبداللهیان لومړی د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته تللی او د پاکستاني سیال لخوا یې تود هرکلی شوی دی.

ویل شوي د دغه سفر په ترڅ کې به د خبرو اترو تمرکز "د دواړو خواوو ترمنځ پر سوداګرۍ، صنعت، علمي او اکاډمیکو چارو، امنیت او د انرژۍ په برخو کې د همکاریو په پیاوړتیا" وي.

د تهران او اسلام اباد اړیکې وروسته تېره اوونۍ له هغې وروسته ترینګلې شوې چې ایران د پاکستان په بلوچستان ایالت کې توغندیز بریدونه وکړل او پاکستان یې د ایران په سیستان بلوچستان کې ځواب ووایه.

پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پر مهال دواړو هېوادونو اعلان وکړ چې د یو بل د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي. د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له یو بل سره تر لیدنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون هم کړی دی.

درې ورځې وړاندې د دواړو هېوادونو سفیران بېرته خپلو دندو ته ستانه شول او د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ته هم پاکستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړل شوې ده.

ټاکل شوې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د سفر پر مهال د پاکستان له سرپرست لومړي وزیر او د پاکستان د پوځ له مشر سره هم وګوري.

د ښاغلي عبداللهیان له دغه سفر سره هممهاله ایراني پوله ساتي وايي، چې له پاکستان سره پر ګډه پوله پرتې سیمې "جکیګور" کې یې له یوې "ترهګرې ډلې" سره وسله واله نښته شوې ده.

د ایران د پوله ساتو پولیسو قوماندان احمد علي ګودرزي رسنیو ته ویلي، په جکیګور سرحدي سیمه کې د سرحدي ساتونکو او د یوې ترهګرې ډلې د غړو ترمنځ د "وروستي وسله والې نښتې" په پایله کې د دغې ډلې یو غړی وژل شوی او دوه نور په ټپي حالت کې په تېښته بریالي شوي.

ایراني چارواکو د دغې ډلې نوم نه دی په ډاګه کړی خو وایې چې وسلې او مهمات یې ځای پر ځای کړي وو.

تر دې پېښې یوه ورځ ورمخکې (د جنورۍ ۲۷مه) په یوه بله پېښه کې ناپېژانده وسله والو د ایران د سوېل ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان سیمه کې نهه پاکستاني کارګران وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي وو.

وروستیو اونیو کې د ایران او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې امنیتي پېښې ډېرې شوې.

او دا له دغو پېښو وروسته پاکستان ته د یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي لومړی سفر دی.