له طالبانو د شپږو بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو غوښتنه؛ مېرمنو ته حقونه او بنسټیزې ازادۍ ورکړئ

د عکس سرچینه، MFA Mongolia
د نړۍ د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په منګولیا کې په یوه غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې خپلې هغه تګلارې او اقدامات بېرته واخلي چې ښځې او نجونې یې له بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو بې برخې کړې دي.
د منګولیا بهرنیو چارو وزارت پر پاڼه د دغې غونډې په وروستۍ ویناپاڼه کې له دولتونو او بنسټونو هم غوښتل شوي چې پر طالبانو خپل نفوذ وکاروي چې په ښوونه او روزنه، کار، تګ راتګ او عامه ژوند کې د ښځو بشپړ مساوي او معنی لرونکي ګډون ته اجازه ورکړي.
د فرانسې، جرمني، اندونیزیا، لیختن اشتاین، منګولیا او سوېلي افریقا د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو د خپل ډول له دې ځانګړې غونډې وروسته د منګولیا پلازمېنه اولانباتور کې په یوه خبري غونډه کې په نړیوالو غونډو او اجنډاوو کې هم د ښځو د ستونزو او مسئلو په اړه د غږ پورته کولو او ورته د پام غوښتنه وکړه او په دې تړاو یې هلو ځلو ته د ژمنتیا هوډ وښود.
له دې سره هممهاله د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د نړۍ په کچه نږدې ۱۳۰ میلیون نجونې ښوونځيو ته لاسرسی نه لري چې له نیمايي ډېرې یې په بحران ځپلو هېوادونو کې دي.
هغه ویلي، ښوونځيو ته د نجونو نه لاسرسی دا نجونې په کم عمر کې د واده، تاوتريخوالي او ناوړه کارونې له ګواښونو سره مخامخوي.
هغه د نجونو پر زده کړو او بشري حقونو پانګونه پر راتلونکې پانګونه بللې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له دې وړاندې ټینګار کړی چې دوی د ښځو له حقونو منکر نه دي خو د شرایطو پر برابرولو ورته کار کوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو شپږو بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو دې غوښتنې ته په غبرګون کې طلوع نیوز شبکې ته ویلي چې دوی د ښځو له دغو حقونو منکر نه دي او هڅه کوي چې داسې حل لاره ومومي چې هم اسلامي اصول په پام کې نیول شوي وي او هم د ښځو د زدکړو ستونزه حل شوې وي چې د ده په وینا افغانستان ورته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو له دې وړاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو زدکړې د نړیوالې ټولنې مهم لومړیتوب بللی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د روان کال د مې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په تړاو په دوحه کې یوې دوې ورځنۍ ځانګړې ناستې ته هم په وینا کې د افغانستان اوسنی وضعیت "په نړۍ کې تر ټولو ستر بشري کړکېچ" بللی و.
هغه په ټینګار ویلي وو چې په زغرده وايي چې د ښځو او نجونو پر حقونو د دوامداره سیستماتیکو بریدونو په تړاو غلي نه پاتې کېږي.





















