د طب پوهنځي محصله: "په لومړي ځل مې پخپل جنسیت پښېمانه یم"

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, تور پیکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د زدکړو له حقه محرومې په لسګونه زره محصلانې لا هم د هغې پرېکړې بدلون ته سترګې پر لار دي، چې افغانستان کې یې د طالبانو حکومت "لنډمهالې" بولي.

اوس ۶۰۰ ورځې وشوې، چې له شپږم پورته ټولګیو نجونې زدکوونکې له ښوونځيو او شاوخوا څلور میاشتې کېږي چې پوهنتوني نجونې له زدکړو راګرځول شوې دي.

بي بي سی ځینو دغو محصلینو سره غږېدلې چې یادو بندیزونو پرې څومره اغېز کړی او آیا تمه لري چې یوه ورځ به بېرته خپلو زدکړو ته ستنې شي که نه؟

دلته یې د خوندیتابه لپاره بي بي سي نومونه مستعار یاد کړي دي.

"کله چې طالبان راغلل او د نجونو پر مخ یې ښوونځي وتړل، زړونه مو لړزېدل. پوهنتون کې زمونږ نجونو تر منځ تل بحث دا و، چې داسې نه سبا زمونږ پر مخ هم پوهنتونونه وتړي، په ډار ډار مو یو کال تېر کړ،‌ آخر هم هماغسې وشول له څه مو چې وېره وه، هر څه یې راباندې بند کړل او په کورونو یې کېنولو."

دا د فاطمې په نامه د افغانستان په ختیځ کې د طب پوهنځي د هغې محصلې خبرې دي، چې د څلورم ټولګي وروستۍ آزموینه ترې پاتې شوه او د "امر ثاني" په نامه د طالبانو پرېکړې یې برخلیک داسې بدل کړ چې په وینا یې " فکر یې نه کاوه."

وروسته له هغې چې د ۲۰۲۲ کال نومبر پر ۲۰مه، طالبانو پوهنتوني نجونې له زدکړو راوګرځولې، یو شمېر نجونو انلاین درسونه پیل کړي او هڅه کوي چې له دې لارې خپل درسونه تعقیب کړي.

خو ځینې دغې پرېکړې دومره نهیلي کړي چې په خبره یې" له کتاب لوستو زړه توري شوي."

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

لېمه یوه بله له همدغه محصلینو ده چې فارغه نه شوه، خو پر مخ یې پوهنتون وتړل شو. لېمه د اقتصاد پوهنځي درېیم کال محصله وه وايي: "کوشش کوم ځان سره درس ووایم خو چې وګورم راتلونکی مې هېڅ نه دی مالوم، خپه شم او ځان سره وایم چې که درس ووایم او مطالعه وکړم نو څه ګټه به راته وکړي، زما هغه هیله چې غوښتل مې زدکړې مې بشپړې کړم او خلکو ته مې خدمت وکړم، کله به هم حقیقت شي‌ که نه"

مروه چې بي بي سي يښتو سره یې د خبرو پر مهال ستونی راډک شو، وايي: "مونږ له خپلو حقونو محرومې کړل شوي یوو، پر مونږ د طالبانو له بندیزونو وروسته راته ځان بې ارزښته ښکاري، لومړی ځل دی چې زه پر خپل جنسیت پښېمانه یم چې ولې خدای ښځه پیدا کړې یم."

"د طالبانو امر ثاني راته د لایتناهي په مانا دی"

"امر ثاني" چې د طالبانو له خوا د ښځو پر زدکړو او کار بندیز ته کارول شوې کلمه ده، ښايي ډېرو ته یوه لنډمهالی پرېکړه ښکاري خو له زدکړو راګرځول شویو افغانو نجونو ته دا پرېکړه دومره ګرانه تمامه شوې، چې اوس په دې باور دي‌، ښايي پر "دایمي‌ امر" بدل شي.

مروه وايي: "لومړیو کې مو یو څه تمه او امید وو، فکر مو کاوه ډېر ژر به بېرته خپلو درسونو ته ستنې شوو، امر ثاني به یوه ورځ ختم شي، خو اوس پوه شوو چې امر ثاني یعني بیخي‌ نشته او امر ثاني بیخي تر لایتناهي ‌پورې وخت دی او هغه مهال ترې خلاصېدی شو چې د طالبانو حکومت پای ته ورسېږي."

سره له دې چې ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او ګڼو نورو مرستندویه بنسټونو په وار وار افغانستان کې د نجونو پر زدکړو ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي، چې دوی ته ښوونځيو او پوهنتونو ته د تګ اجازه ورکړي خو له دې فشارونو سربېره لا هم د طالبانو په پرېکړه کې څه مثبت بدلون نه لیدل کېږي.

او لا نه ده مالومه چی طالبان به له دغې پرېکړې په شا شي او کنه.

لاریون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ځینو هېوادونو کې افغانستان کې تر شپږم ټولګي د لوړو ټولګیو د نجونو پر بندیز د طالبانو د پرېکړې پر وړاندې اعتراضونه وشول

"نړۍ مو ورو ورو هېروي، ښايي یوه ورځ بیخي له ټولنې ورکې شوو"

د افغانستان پر واګو د طالبانو له بیا ولکې راهیسې، پر ښځو له ځپونکو بندیزونو وروسته د افغان ښځو تمې نړېوالو ته وې، فکر یې کاوه چې ښايې ملاتړ یې وکړي او پر طالبانو د فشار له لارې به پرې دغه پرېکړه بدله کړي. خو وايي اوس یې ورځ بلې ته تمې په نهیلۍ بدلېږي.

لېمه وايي"له مونږ یې زمونږ حقونه ټول واخیستل، هغه حقونه چې هم په اسلام او هم په قرآن کې راکړل شوي وو، زمونږ تمې نړیوالو ته وې چې ښايي کوم بدلون راولي خو نړۍ مو ورو ورو هېروي او ښايي یوه ورځ بیخي ورکې شوو."

د طالبانو لوړو زدکړو وزارت چې د نجونو پر پوهنتوني‌ نجونو د زدکړو بندیزونو لنډمهالي بولي،‌ تېرو نژدې څلورو میاشتو د پوهنتونو د بېرته پرانستو لپاره د پام وړ ګامونه نه دي‌ اخیستي.‌

د دغه وزارت چارسمبالي وزیر ندا محمد ندیم د ۲۰۲۲ کال ډیسمبر کې ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې په پوهنتونونو کې د طالبانو د حکومت له خوا وړاندي شوي "اصلاحات نه پلي کېدل" نو اړ شول چې د ځنډېدو پرېکړه یې وکړي.

نوموړي د ښځینه محصلانو لپاره د پوهنتون درسي نصاب، نارینه محصلانو سره ټولګیو کې یو ځای تدریس، لیلیو کې د نجونو پاتې کېدل او د حجاب نه مراعتول هغه څه یاد کړل، چې له مخې یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې.

یو باور دا دی چې طالبان دغه دلایل "د پلمې په ډول" وړاندې کوي او وېره دا ده چې ښايي‌ د تېرې دورې د واکمنۍ په څېر نجونې زدکړو او پوهنتون ته پرېږدي.‌