'څنګه مې په شپږو اوونیو کې د خپلو مغزو وړتیا بدله کړه'؟

د خپرېدو وخت

په دې وروستیو کې ډیرې داسې نښې شته، چې ښیي زموږ د ورځني ژوند ساده بدلونونه او کړه وړه زموږ دماغ او د دماغو فعالیت بدلولی شي.

د دې فکر عملي لیدو په موخه یوې فعالې ملیسا هاګنبوم خپل ماغزه سکن (طبی انځور اخیستنه) کړل ترڅو معلومه کړي، چې دا فرضیه څومره ریښتیا ده؟

نوموړې وايي 'د سکن ماشین په تخته پرېوتم، چې زما د مغزو سکن واخلي هغه شېبه مې ذهن کې دا خبره راغله، دا څومره سخته ده.'

له ما وغوښتل شول، چې پورته تورې نښې ته وګورم او سترګې خلاصې ونیسم.

د ماشین غږ د هیپنوتیزم په شان وه. اندېښنه مې وه، چې خوب را باندې رانشي ځکه دا ممکن زما د مغزو په فعالیت او سکن باندې اغېز وکړي.

د ساینس په برخه کې د خبریالې په توګه به "زه تل د مغزو کارکولو ته حیرانه وم."

ملیسا هاګنبوم وايي همدا تجسس او سوچ د دې لامل شو، چې 'د لندن په رویال هالوي پوهنتون کې د سکن ماشین ته متنظره او اخر ورته پرې وتم.'

نوموړې باید د مغز بدلولو د شپږو اونیو دورې له پیل مخکې دا مهم سکېن تر سره کړی وی.

د دې کار د هڅو ټوله پایله دا وه ، چې څیړنه وکړی، تر څو ایا موږ کولی شو د خپل مغز په فعالیتونو کې معنی لرونکي بدلونونه رامنځ ته کړو؟

ٰزه هیله منده وم، چې د خپل ورځني ژوند په برخو کې د بدلونونو په راوستلو سره اغیز یې په مغزو کې وګورم او دا حیاتي او مهمې اړیکې پیدا کړم، او له دې لارې د مغزو د پیاوړتیا لارې چارې وموم.'

په همدې لړ کې ما بېلابېلې لارې چارې وموندې، چې موږ ټول ترې ګټه اخیستلی شو.

نیوروپلاستیسیټي او بشپړه پاملرنه

زموږ ماغزه د زده کړو، ودې او له چاپیریال سره ځان برابرولو برخه کې حیرانونکې ښه وړتیا لري.

دلیل یې دا دی، چې ماغز ذاتاَ انعطاف یا بدلون منونکې دي یعنی کولی شي چې تغیر وکړي.

د نیوروپلاستیسیټي‌(Neuroplasticity) متخصصینو او ارواپوهانو پدې وروستیو کې داسې شواهد موندلي، چې ښيي موږ د دې بدلونونو د کنټرول وړتیا لرو.

زموږ د مغز د پیاوړتیا لپاره ډیری ښه دلیلونه شته دي.

ډیرې څیړنې دې پایلې ته رسیدلې، چې دا د مغزو ویجاړونکو ناروغیو په ځنډولو یا مخنیوي کې اغیزمن رول لوبولی شي.

له همدې امله، 'ما د بریتانیا د ساری پوهنتون د ارواپوهنې پروفیسور تورستن بارنهوفر په مرسته دې لاره کې ګام واخیسته.'

ښاغلی تورستن په مغزو باندې د فشار او د سختو احساساتو اغیز څېړي په ځانګړي ډول هغه کسان چې ژور خپګان لري.

څیړنې ښودلې، چې د زده کړو په برخه کې ذهني ساده خو پیاوړي تمرینونو شته، چې اړونده د مغزو فعالیت ځواکمنوي.

څیړنې دا هم وايي، چې ډېر ځلې " یوازې د څو میاشتو ذهني روزنې وروسته د خپګان او اضطراب ځینې نښې کمې شوې دي."

د ذهن ځانګړتیاوې له دې څخه هم ډیرې دي.

ذهن (سوچ) کولی شي ماغزه بدل کړي.

کله چې د سټرېس یا رواني فشار هورمون کورتیزول په بدن کې زیاتېږي او په همدې لوړه کچه کې پاتې کېږي او د ښاغلي بارنهوفر په خبره دا د مغزو لپاره د زهرو په شان ده.

استرس هم کولی شي په مستقیم ډول د مغزو په نوروپلاستیسیتی اغیز وکړي.

د همدې دلیل لپاره د فشار یا سټرېس کنترولول سره زموږ ماغزه ډیر انعطاف کونکي کوي.

تجربه

زما پوښتنه دا وه چې ایا دا طریقه زما په مغزو باندې هم اغیز کوي؟

دې پوښتنې ته د ځواب موندلو په موخه بارنهوفر د ذهن اړوند شپږ اونیز څېړنیز پروګرام را ته جوړ کړ.

ما په ورځ کې د ۳۰ دقیقو لپاره ذهني تمرین کاوه، کله ناکله په یوه ناسته کې یعنی ۳۰ دقیقې او کله کله په دوو ناستو کې یعنی ۱۵-۱۵ دقیقو کې.

زما تمرین غږیز وه یعنی یو ځانګړی غږ به ما اوریده.

څېړنو ښودلې چې د ذهن ساده تمرین کولی شي زموږ ماغزه سالم وساتي.

د دې تر څنګ ما به په اوونۍ کې یو ځل له ښاغلي بارنهوفر سره هم خبرې کولې او د ذهن ښې پاملرنې لارې چارې به یې را ښودې.

زما د ذهن ډیرې لارښوونې د امکان تر حده اوسنۍ شیبې ته زما پام راګرځول و هغه څه چې زه یې به نورمال ډول (عادي حالت) کې نه کوم.

هغه څه چې دا ذهني څېړنه یې ډاګیزوي دا دي، چې یو ساده تمرین کولی شي د پام وړ اغیز وکړي.

ښاغلی بارنهوفر یې داسې تشریح کوي: "ذهن (سوچ) کولی شي د سترس مخه ونیسي، هغه ذهني ننګونې او کډوډ سوچونه چې ستاسو ذهن یې بېرته په ځواب کې ورته جوړوي له هغو مو خبروي. دا چې اندېښنو ته لیوالتیا ښيئ دا هم در کنترولوي."

کېدای شي زه د دې څېړنې لپاره ښه غوراوی نه وم ځکه د روانی فشار یا سټرېس کچه مې چې له ازمایښته مخکې او وروسته و ازمایل شوه ټیټه وه خو په ټوله کې ما د تمرینونو اغیز حس کړ.