هغو غبرګونو چې تنونه یې سره نښتي وو، څنګه د ژوندي پاتې کېدو لپاره له فرصته ګټه اخیستې؟

د خپرېدو وخت

غبرګونې روبي او روزي ویاړي چې یو وخت یې تنونه سره نښتي وو.

د لندن په جنوب ختیځ کې دا ۱۱ کلن ماشومانې د کولمو او معدې په برخه کې سره نښتې وې، دوی یوازې ۲۴ ساعته عمر درلود چې سره جلا شوې.

دوی د هغو شپږو جوړو سره چې د لندن د ګرېټ اورمنډ سټریټ روغتون (ګوش) کې زېږېدلي وو، د پیزا مېلمستیا ته وربلل شوې وې.

روبي د بي بي سي خبریال ته وویل: "څرګنده ده چې موږ ډېرې شخړې سره کولې، خو موږ به تل د خوروالي اړیکه وساتو او د تل لپاره به له یو بل سره مینه کوو."

سره نښتې جوړې د جنین په لومړیو پړاونو کې په دوو ټوټو بېلېږي، خو په فزیکي ډول سره نښتي پاتې شي. دوی ډېری وختونه په ټټر، معدې یا لاندېنیو برخو کې سره نښتي وي.

دا کمساري ده، دوی په انګلنډ کې په هرو نیم میلیون نوې زېږېدلو کې د شاوخوا یوه استازیتوب کوي، په دې معنی چې په انګلستان کې په اوسط ډول هر کال یوه جوړه نښتي زېږي.

روبي او روزي لا دمخه پنځه جراحۍ عملیات کړي او په راتلونکې کې له نورو سره هم مخ دي.

د دوی مور، انجیلا فارموسا وویل: "موږ ته ویل شوي و، چې دوی به زما د مېندوارۍ پر مهال او ښايي تر جراحۍ وروسته ژوندۍ پاتې نه شي، خو دوی اوس په منځني ښوونځي کې دي او ډېرې ښې هم دي."

هغې زیاته کړه: "دا د دوی لپاره په ریښتنې توګه ښه ده، نور غبرګوني ماشومان وویني چې د دوی په شان یې ژوند پیل کړی، ځکه دا شان ماشومان ډېر لږ دي."

د پیزا په مېله کې د ایرلنډ له کروک څخه راغلي ۱۳ کلن وروڼه حسن او حسین هم وو.

دوی د زېږېدو پر مهال په ټټر کې سره نښتي وو، پښې او ملا یې سره غوټه وو، خو تر عملیات وروسته هر یوه ته یوه پښه په برخه شوه.

دغه هلکان په (ګوش) روغتون کې هغه مهال سره بېل شول چې څلور میاشتې عمر یې درلود. له هغه وخته تر اوسه د دوی ترمنځ شپيته ځله د جراحۍ عملیات شوي دي.

دوی په بېلابېلو ورزشي سیالیو کې ګډون کوي، له اتلتیک نیولې بیا تر په دېوال ختلو، دوی غواړي چې په پارالمپیک سیالیو کې د ایرلنډ استازیتوب وکړي.

حسن د بي بي سي خبریال ته ویلي، ډېر څه دي چې هغه هڅوي: "هره ورځ پاڅېږم او خپله ټوله هڅه کوم، پوهېږم زه هغه څه کولای شي چې نور ماشومان یې کوي."

حسین وویل: "زما ویلچیر (ګرځنده څوکۍ) باسکیټبال خوښېږي، ځکه دا ګړندی ورزش دی او تاسو کولای شئ د خلکو تر منځ ولاړ شئ."

د دوی مور، انګي بینهافف وايي: " کله چې یې ماشومان په ګېډه کې د ۱۲ اونیو وو، تر لومړي سکن وروسته د ژوندي پاتې کېدو هېڅ هیله نه وه ورکول شوې، خو تر شپېتو جراحیو وروسته، دوی په حیرانونکي ډول خپل ژوند مخ ته وړي."

"دا زما او هلکانو لپاره ریښتیا ډېره مهمه ده، له نورو ماشومانو سره یې ووینم چې په غیر عادي شرایطو کې زېږی‎ېدلي دي. دوی یوه ځانګړې ډله ده او دا ښه ده چې پوه شو، دوی په نړۍ کې یوازې نه دي."

(ګوش) روغتون په ۱۹۸۵ کال کې د سره نښتو ماشومانو لومړی بریالي عملیات ترسره کړل او په ټولیز ډول یې ۳۸ جوړې سره بېلې کړې دي.

د ماشومانو د درملنې سلاکار پاولو دي کوپي په دې باوري دی، چې (ګوش) روغتون په نړۍ کې د بل هر روغتون پرتله ډېر نښتي ماشومان سره بېل کړي دي.

هغه بي بي سي ته وویل: "د بېلولو عملیات خطرناک دي، وروسته د بیاکتنې جراحي ته اړتیا ده کله چې ماشومان وده کوي، نو دا مهمه ده چې مېندې او پلرونه پوه شي دا د ژوند سفر دی نه یوازې څو میاشتې په روغتون کې."

د جراحۍ بریالیتوب په دې پورې اړه لري چې د انسانانو د بدن کومې برخې سره نښتې دي، څومره او کوم غړي یې سره شریک دي. بله دا چې دا د جراحۍ د ټیم په تجربې او مهارت پورې هم اړه لري.

پروفیسور ډی کوپي وايي: "د ټیم کار حتا له جراحۍ مخکې پیلېږي، چې ډاډ ترلاسه شي، موږ سمې پرېکړې کوو، ځینې تصمیمونه باید د عملیاتو پرمهال ونیول شي."

هغه وايي، "د ټولو دا شان ماشومانو سره یوځای کول نه یوازې زموږ لپاره بلکې د کورنیو لپاره هم ډېر ګټور دي، ځکه دوی ګوري چې نور هم له دې حالته تېر شوي، ورته ستونزې او خوښۍ دواړه لري."