د الماسو ۸ کلنه هندۍ وارثه ولې راهبه شوه؟

Devanshi was taken in a procession through the streets of Surat, bejewelled and dressed in expensive clothes

د عکس سرچینه، Rupesh Sonawane

د عکس تشریح، دیوانشي سنګهوي لوکس ژوند کړی و
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

اته کلنه دیوانشي سنګوي کولی شوای چې په الماسو د څو میلیون ډالرو کاروبار ځان ته برابر کړي، خو د هندي الماسو د سوداګر لور بېل ډول ژوند غوره کړ- سپین ځلانده ساري کمیس یې واغوست او پښې یبلې له یوه وره نه بل ته د خیرات ترلاسه کولو لپاره یې مټې بډوهلې.

ځکه چې تېره اونۍ د دانیش او امي سنګهي مشرې لور نړۍ ته شا کړه او راهبه شوه.

سنګهویس د هغو ۴٫۵ میلیون “جېن” مذهب پلویان دي چې په ګرده نړۍ کې له لرغونو مذهبونو ګڼل کېږي او له ۲۵۰۰ کلونو راهیسې په هند کې دود دی.

دینپوهان وايي، د وخت په تېرېدو سره د "جېن" مذهب پلویانو شمېر – چې مادي نړۍ پرېږدي- په ډېرېدو دی، خو ځینې وخت د دیوانشي په څېر ماشومان هم ورته مخه کوي.

د تېرې چارشنبې ورځې مراسمو ته د هند لوېدیځ ګوجرات ایالت په سورات ښار کې ځانګړو مراسمو کې دیوانشي "دېشکا" واخیسته او د (جېن) مذهب د مشرانو راهبانو او لسګونو زرګونو نورو ګډونوالو په حضور کې یې د دنیا د ترک کولو لپاره نذر وکړ.

(دېشکا) یا (دېسکا) په جېن مذهب کې ځان مذهبي اعمالو ته وقف کولو ته وايي.

دا د خپلې مور او پلار په ملګرتیا د مراسمو ځای (ویسو سیمې) ته ورسېده او ځان یې په جواهرو سینګار کړی و او نرمې وریښمینې جامې یې اغوستې وې او د الماسو تاج یې پر سر و.

د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته، هغه د نورو راهبانو په ملتیا له سپین ساري کمیس سره چې کل کړی سر یې پکې پټ و، ولاړه وه.

په انځورونو کې،‌ دا لیدل کېږي چې یو جارو یې په لاس کې دی او له خپلې لارې پرې حشرات شړي چې پښه پرې کښېنږدي.

"مور او پلار یې نور والدین نه دي"

Devanshi with her parents Dhanesh and Ami Sanghvi at the ceremony

د عکس سرچینه، Rupesh Sonawane

د عکس تشریح، دیوانشي له خپلې مور او پلار سره

له هماغه وخت راهیسې، دیوانشي په اوپشرایا (د جېن مذهب د راهبانو ځای) کې اوسېږي .

په سورات کې د الماسو سوداګر او د هغې د کورنۍ ملګري او د بهارتا جانتا ګوند ځايي سیاستوال کیرتي شاه وویل "دا په کور کې نه شوای پاتې کېدلی او والدین یې نور مور او پلار نه دي، دا اوس (سدوي) یعنې راهبه ده".

دی زیاتوي: "د جېن د راهبې ژوند رښتیا هم ډېر ساده دی. اوس دا هر ځای ته تګ ته اړه کېږي او د لېږد هېڅ وسیله نه شي ورسره بېولی او پر ځمکه به په سپینه روجايي ویدیېږي او له لمرلوېده وروسته خوراک نه شي کولی."

د دیوانشي مور او پلار "ډېر زیات متدین" کسان دي او هندي خبري رسنیو د دې کورنۍ د ملګرو له خولې ویلي چې دغه نجلۍ "له ډېر کوچنیوالي راهیسې روحاني ژوند ته مایله او لېواله وه".‌

(ټایمز اف انډیا) ورځپانې ویلي: "دیوانشي تلوېزیون او فلمونه نه کتل او د خرڅلاو مرکزونو او خوړنځایونو ته نه تلله".

ورځپاڼه زیاتوي "له کوچنیوالي راهیسې دیوانشي د ورځې درې وخته عبادت کاوه او ان په دوه کلنۍ کې یې روژه نیوله".

له مراسمو یوه ورځ مخکې یې کورنۍ په سورات کې لوی محفل جوړ کړی چې زرګونه کسانو د اوښانو، اسانو او غوایو د ګاډیو تماشا کوله، ډول وهل کېده او خلکو پګړۍ تړلې وې، چترۍ یې پر سر نیولې او له نڅاګرو او هنرمنانو سره پر سړکونو روان وو.

دیوانشي او کورنۍ یې په یوه ګاډۍ کې سپاره وو چې فیل کشوله او خلکو د ګلانو په ګېډیو ویشتل.

هند او اروپا کې کاروان

Devanshi with her parents in a huge procession a day before the renunciation ceremony in Surat

د عکس سرچینه، Rupesh Sonawane

د عکس تشریح،

په ممبۍ او د بلجیم په انټویرپ ښار کې هم مراسم جوړ شول.‌ شاه وايي هېڅ دین ته نه ښايي چې ماشومان د بلوغ تر عمر رسېدو مخکې راهبان کړي.

"دا ماشومه ده، په دې اړه دا څومره پوهېږي؟ ماشومان تر ۱۶ کلنۍ پورې ان پر دې هم نه پوهېږي چې پوهنتون کې څه ولولي، نو د هغه څه په اړه به څنګه پرېکړه وکړای شي چې پر خپل ټول ژوند یې اغېز کوي".

ځینو فعالانو ویلي د دیوانشي حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

پروفیسره میهتا هغو کسانو ته چې وايي ماشومه د خپلې خپلواکې ارادې پربنسټ راهبه شوې، دا پیغام وړاندې کوي چې "د ماشوم موافقه قانوني موافقه نه ده".

له حقونو سرغړونه

له قانوني اړخه، ۱۸ کلن عمر د یوې خپلواکې پرېکړې کولو سن دی. ان تر دې وخته باید د ماشوم په اړه یو بالغ څوک پرېکړه وکړي – لکه مور او پلار یې – چې ایا دا پرېکړه د هغه یا هغې په ګټه ده او که نه.

"که پرېکړه دا وي چې ماشوم دې له تعلیم محروم شي، نو دا یې د حقونو تر پښو کول دي".

Devanshi after the ceremony, wearing a white head covering and robes

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دیوانشي د راهبې په جامه کې، سپینې ساري جامې لوڅې پښې به کور په کور د خیرات راغونډولو لپاره ګرځي

خو ډاکټر بیپین دوشي-  چې په ممبۍ پوهنتون کې فلسفه تدریسوي، وايي "په روحاني نړۍ کې د قانوني اساساتو تطبیقول ممکن نه دي".

"ځینې وايي چې ماشوم لا دومره پوخ شوی نه دی چې دا ډول پرېکړې وکړي، خو داسې ماشومان شته چې د غوره سوچ کولو له توان برخمن دي چې په کم عمر کې د لویانو پرتله ښې لاسته روړنې لرلی شي".

ډاکتر سوشي پر دې ټینګار کوي چې دیوانشي به هېڅ ډول نه اذیت کېږي.

"ښايي له دودیزې ساتېرۍ محرومه شي، خو ایا رښتیا دا د ټولو لپاره ضروري ده؟ زه له دې سره موافق نه یم چې دا به له مینې او تعلیم محرومه شي – له خپل ښوونکي به مینه زدکړي او رښتینولي او غیرت به زدکړي. ایا دا غوره نه ده؟".

ډاکتر دوشي دا هم وايي که دیوانشي وروسته خپل نظر بدل کړي او فکر وکړي چې "ګنې د خپل ښوونکي د ساحرانه اغېز په رڼا کې یې ناسمه پرېکړه کړې ده"، نو تل خپلې نړۍ ته ستنېدلی شي.

'ماشوم ستا ملکیت نه دی'

Devanshi in an elegant dress

د عکس سرچینه، Rupesh Sonawane

د عکس تشریح،

پروفیسره میهتا وايي "ځوان عقونه د اغېز وړتیا لري، په څو کلونو کې باور کوي چې دا هغه ژوند نه دی چې غواړي یې" او زیاتوي داسې حالات شته چې ښځې پکې په لویېدو خپل نظر بدلوي.

استاده میهتا وايي، څو کاله مخکې یوه راهبه له همداسې حالت سره مخامخ شوې ده، چې هغه له خپل مرکز نه له دې کبله تښتېدلې وه ډېر سخت ټکان یې خوړلی و.

یوه بله نهه کلنه راهبه ماشومه د ۲۰۰۹ کال په رسوایۍ کې ایساره شوې وه، چې ۲۱ کلنه شوه وتښتېده او له خپل ملګري سره یې واده وکړ.