امریکايي رسنۍ؛ بایډن پلان لري اوکرایین ته اوږد واټن توغندي ورکړي

ukraine

د عکس سرچینه، REUTERS

د خپرېدو وخت

امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې متحده ایالات په پام کې لري، کیېف ته لېرې واټن ویشتونکي اتاکمز توغندي ورکړي.

ویل شوي، چې دا توغندي به د روسیې پر وړاندې په دفاعي بریدونو کې له اوکرایین سره مرسته وکړي.

یادو رسنیو د امریکايي چارواکو د خبرو پربنسټ لیکلي، چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن له منظورۍ وروسته به ډېر ژر اوکرایین ته د اتاکمز توغندي واستول شي.

اتاکمز (ATACMS) توغندي تر ۳۰۰ کیلومتره لېرې واټن ویشتلی شي.

د امریکايي چارواکو په خبره، له دې سره اوکرایین کولی شي، چې د روسیې تر ولکې لاندې سیمو باندې برید وکړي.

پرون جمعه (۰۹/ ۲۲/ ۲۰۲۳) د اوکرایین په دفاعي برید کې یو توغندی کریمه کې د روسیې د سمندري بیړیو پر مرکزي دفتر ولږېد.

روسیې شاوخوا لس کاله وړاندې د اوکرایین نوموړې سیمه ونیوله او وروسته یې د خپلې خاورې برخه اعلان کړه.

د اوکرایین پوځ کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، پرونی دفاعي برید د استورم شدو توغندویو په مټ ترسره شو، چې د بریتانیا او فرانسې له خوا کیېف ته ورکړل شوي وو.

یاد توغندي کابو ۲۵۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي.

ukraine

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

ان بي سي وال سټریټ ژورنال د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن خپل اوکراییني سیال ولودمیر زېلېنسکي ته ویلي، چې د کم شمېر اتاکمز توغندویو پر ورکړه به هوکړه وکړي.

نوموړو ولسمشرانو د پنجشنبې په ورځ (۰۹/ ۲۱/ ۲۰۲۳) سپینه ماڼۍ کې سره وکتل.

وال سټریټ ژورنال خپل راپور کې دا معلومات هم خپاره کړي، چې امریکا به راتلونکو اونیو کې اتاکمز توغندي اوکرایین ته واستوي.

په واشنګټن کې د امریکا او اوکرایین د ولسمشرانو تر لیدو وروسته سپینې ماڼۍ اعلان وکړ،چې له اوکرایین سره به ۳۲۵ میلیون ډالره اضافه پوځي مرسته وکړي.

په دې مرستو کې د توپخانې او مهماتو ورکړه هم یاده شوې وه.

اوکرایین له دې مخکې ویلي و، چې یاد توغندي د روسیې پر وړاندې د دوی دفاعي بریدونو کې رول لوبولی شي.

ukraine

د یاد هېواد په خبره د نوموړو توغندویو په مرسته کولای شي د روسيي ځواکونو اکمالاتي کرښه، د قوماندې مرکزونه او نور لوژستیکي مرکزونه په نښه کړي.

مسولینو ویلي و، له دې سره به روسیه مجبوره شي، چې یاد مرکزونه له لومړۍ کرښې نور هم لیرې کړي او دا کار به د روسیې د ځواکونو لپاره د پیاوړتیا بهیر ورو او ستونزمن کړي.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې روسیې په اوکرایین یرغل وکړ، امریکا هغه مهال اوکرایین ته د عصري وسلو له ورکولو ډډه کړې وه.

د جګړې په اوږدېدو او سختو سره د واشنګټن دا دریځ بدل شو او اوکرایین ته یې د دفاعي توغندیو سیسټم ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له روسیې سره مخامخ جګړه کې د ښکېلیدا له وېرې د اتاکمز توغندیو پر هوکړه کولو زړه نا زړه دی.