کرېکټ؛ افغانستان او بنګلهدېش نن دریمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان لوبډلمشر د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
د افغان لوبډلې د توپ وهنې پیل ښه نه وو او د سر درې لوبغاړي یې په داسې حال کې له لاسه ورکړل چې یوازې ۱۴ منډې یې جوړې کړې وې.
په نننۍ لوبه کې ستر بدلون یو ځل بیا د راشد خان نه شتون ښکاري. دغه راز سلیم صافي ته هم په نننۍ لوبډله کې ځای نه دی ورکول شوی.
د دوی پر ځای عبدالرحمن او ضیا اکبر په لوبډله کې ځای شوي دي.
نن د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دریمه او وروستۍ سیالي کېږي.
ټاکلې د نن لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښتن ۱۲ نیمې بجې پیل شي.
دا لوبلړۍ، چې د بنګله دېش په کوربتوب د دغه هېواد په دویم ستر ښار چټوګرام کې کېږي، وار له مخه افغانستان دوه – صفر ګټلې ده.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې، چې د باران له کبله بشپړه نه شوه، بنګله دېش ته د 'ډي اېل اېس' مېتود له مخې په ۱۷ او دویمه لوبه کې په ۱۴۲ منډو نسبتآ ستره ماته ورکړه.
په تېره لوبه کې افغانستان لپاره د پیل توپوهونکو رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د ۲۵۶ منډو اوږدې ملګرتیا ریکارډ جوړ کړ او واړو سلیزې وکړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان او بنګله دېش تر دې یو ورځنۍ لوبلړۍ وروسته دوه شل اوریزې سیالۍ هم کوي، چې لومړۍ یې د روانې جولای میاشتې پر ۱۴مه او دویمه پر ۱۶مه پلان شوي دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا دغو شل اوریزو لوبو ته په اعلان شوې ۱۶ کسيزه لوبډله کې شهزاد محمدي ته هم له اوږدې مودې وروسته يو ځل بيا چانس ورکړل شوی دی.
دا سیالۍ داسې مهال دي چې د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلې په راتلونکو میاشتو کې لومړۍ د اسیا جام او ورپسې د کرېکټ نړیوال جام په سیالو کې برخه اخلي.
د یادونې ده چې د هند به کوربتوب د کرېکټ په راتلونکي نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر پر ۷مه د همدغه بنګله دېش پر وړاندې پلان شوې ده.






















