پاکستان کې له ښځې مرور شوي مېړه خپل اولادونه سيند ته غورځولي

د عکس سرچینه، Getty Images
په کراچۍ کې له ښځې یوه مرور شوي مېړه خپل دوه ماشومان سيند ته اچولي او له ۲۴ ساعتونو تېرېدو وروسته یې لا هم درک نه شته. پولیسو اوس دا سړی نیولی دی.
دا پېښه د تېرې چهارشنبې په ورځ ماښام مهال په کنوړه ټاپو کې رامنځ ته شوې.
د ماړي پور د تاڼې امر غلام حسین کورايي بي بي سي ته ویلي، تورن کس د چهارشنبې په ماښام خپلو دوو اولادونو سره منوړه سیمې ته تللی و. هلته یې له یوې پاڼه خپل نهه کلن او شپږ کلن اولادونه لاندې سيند ته ګوزار کړي وو.
د ښاغلي کورايي په خبره، دی په خپل هم سمندر ته وردانګلي وو خو ژغورونکې ډلې له لاهو کېدو وژغوره.
تورن سړی وايي چې له ښځې سره یې اړیکې ښې نه وې.
په سیمه کې عیني شاهدانو له دې سړي ویډيو کړې چې دی پکې وايي، ښځې ته یې زنګ کړی و خو هغې یې خبرې ته غوږ نه اېښوده.
"ما خو ویل چې درې واړه به مړه شو، دا به بې غمه شي"
دی وايي، "له کوره خپلو بچیانو سره راغلم، ښځې سره مې اړیکې نه دي ښې. زنګ مې ورته کاوه چې خبره مې واوره، خو هغې مې خبرې ته غوږ نه اېښوده. بیا مې د دې پلار ته زنګ وکړ خو هغه موبایل نه پورته کاوه. ښينې ته مې زنګ وکړ چې دا خور دې وپوهوه، په غلطه ده خو هغې راته وویل چې لاس دې خلاص، څه چې کولای شې ویې کړه"
دغه تورن کس همدا راز ویلي چې اولادونه یې ده په خپله په سیند کې غرق کړي دي.
دی وايي، "ما خو ویل چې درې واړه به مړه شو او دا به رانه بې غمه او ازاده شي. بیا دې هر څه په خلاص زړه کوي"
کله چې د سیمې خلکو له ده پوښتنه وکړه چې نو دی په خپله ولې ډوب نه شو نو ویل یې چې دی هم په سیند لاهو کېدو ته تللی و خو غرق نه شو.
امنیتيمسولانو ویلي چې د لمر پرېوتو له کبله د ماشومانو د ژغورنې عملیات ستونزمن شول.
دویمه ورځ هم سمندري ځواکونو او د ایدي خیریه بنسټ رضاکارانو د دغو ماشومانو د موندلو هڅه وکړه خو بریالي نه شول.





















