د کوټې یو اوسېدونکی په ۵۰ کلنۍ کې د "شپېتم" اولاد پلار شو

د عکس سرچینه، Courtesy Jan Mohammad
د بلوچستان د مرکز کوټې اوسیدونکی سردار جان محمد خان وايي، پرون یکشنبه یې په کور کې شپيتم ماشوم نړۍ ته راغی.
د نوموړي په وینا، میرمنې یې لا هم د نورو ماشومانو راوړلو ته لېواله دي.
ښاغلي خان ویلي، شپیتم اولاد یې زوی دی او ده پرې د خوشحال خان نوم ایښی.
له بي بي سي سره په خبرو کې یې ویلي، پر دغو ماشومانو بسنه نه کوي او په خبره یې" که د خدای تعالی رضا وه، زه غواړم د لا نورو ماشومانو پلار شم او د دې لپاره مې د څلورم واده اراده هم کړې."
جان محمد خان په خپلو خبرو کې وايي "له دې ډلې یې پنځه اولادونه مړه شوي او پاتې ۵۵ نور ټول صحتمند او ژوندي دي."
د پنځوس کلن سردار جان محمد خان تړاو له غلجي قوم سره دی، دی د کوټې ښار ختیځه خوا کې اوسیږي. خپله کورنی ډاکټر دی او په همدې سیمه کې کلینک لري.
د ده په وینا "د خوشحال خان مور مې د ماشوم له زېږیدو مخکې عمرې ته بیولې وه، ځکه زه دې ماشوم ته حاجي خوشحال خان وایم."
د بي بي سي دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د خپلو ټولو اولادو نومونه یې زده دي، هغه د زړه له خلاصه په زوره وخندل بیا یې وویل ولې نه؟
څلورم واده او د لا نورو ماشومانو اراده
سردار جان محمد وایې، غواړي نور ماشومان هم ولري او د همدې لپاره د څلورم واده په لټه دی. د نوموړي په وینا "ما خپلو ټولو دوستانو ته ویلي چې له ما سره د څلورمې ښځې په موندلو کې مرسته وکړي ، عمر مو ډېر په چټکۍ تېریږي ځکه نو زما هیله خو دا ده چې دا واده ژر وکړم."

د عکس سرچینه، COURTESY JAN MOHAMMAD
ښاغلی خان وايي"نور ماشومان یوازې د ده هیله نه ده بلکې میرمنې یې هم همدا غواړي او زما په کور کې د زامنو پر تله نجونې ډېرې دي."
نوموړی زیاتوي "زما د ځينو زامنو او لوڼو عمر له شلو کالو اوښتی خو تر اوسه مو چاته واده نه دی کړی، ځکه ټول یې په درس او زدکړو بوخت دي."
حکومت دې راته یو غټ کاسټر موټر واخلي چې پکې ګرځو
د خپلو بوختیاوو او لېوالتیاوو په اړه سردار محمد له بي بي سره په خبرو کې وویل، دی د چکر او ګرځیدو سخت شوقي دی او غواړي خپل ماشومان هم وګرځوي. خو وایې پخوا یې چې ماشومان لږ وه دا چاره اسانه وه خو اوس په یوه موټر کې ګرځيدل شوني نه دي.
ده له حکومته وغوښتل چې د چکر لپاره یې لاسنیوی وکړي "که حکومت ماته کوم کاسټر موټر راکړي نو زه خپل ټول ماشومان په ډېرې اسانۍ هر ځای ته بوولای شم او د ټول پاکستان چکر ورکولای شم."
ګراني او د مالي امکاناتو کمېدل
حاجي جان محمد خان وایې، کوم غټ کاروبار نه لري بلکې دی د کورنۍ ټول لګښت له همدې یوه کلینکه برابروي. د نوموړي په وینا مخکې یې د لګښت په اړه ډېر فکر نه کاوه او په دې برخه کې له ستونزې سره هم نه و مخ، خو په وینا یې دا مهال په پاکستان کې د سختې ګرانۍ له کبله لږ ډېر له مالي ستونزو سره مخ دی.
دی وايي "دا وخت کاروبار په ټپه ولاړ دی او هر څه سخت ګران شوې دې وضعیت زما په ژوند هم بد اغېز کړی دی."

د عکس سرچینه، COURTESY JAN MOHAMMAD
نوموړی وایې ټوله هڅه یې دا ده چې خپل ماشومان خوشحاله وساتي، په تعلیم یې سمبال کړي او حقونه یې ورکړي او په وینا یې د دې لپاره یې له هېچا د څه کمک غوښتنه نه ده کړې.
خو په خبره یې، دا چې اوس په پاکستان کې وضعیت خورا بدل شوی، غوښتنه یې دا ده چې حکومت دوی ته لږ تر لږه هغه څه برابر کړي چې حق یې کېږي.
"که زما د ډېرو ماشومانو درلودو له کبله یو څه حق کېږي، هغه باید ماته راکړل شي چې د خپلو ماشومانو د زدکړو بهیر روان وساتلی شم."
سردار محمد خان په بلوچستان کې یو له هغو دوو کسانو دی چې تر اوسه یې د ډېرو اولادو درلودو کیسه رسنیزه شوې.
له دې وړاندې د بلوچستان په نوشکي سیمه کې عبدالمجید نومی کس د شپږو میرمنو او ۵۴ اولادو درلودلو ادعا کړې وه.
عبدالمجید منګل تېره میاشت په ۷۵ کلنۍ کې د زړه دریدا له کبله ومړ. له نوموړي مخکې یې دوه میرمنې او ۱۲ ماشومان د هغه په ژوندوني مړه شوي وو.



















