د ۵۴ اولادونو پلار د زړه د حملې له امله په ۷۵ کلنۍ کې ومړ

عبدالمجید مینگل
د خپرېدو وخت

عبدالمجید منګل چې افغانستان سره پر پوله د بلوچستان د نوشکي سیمې اوسیدونکی دی، د ډېرو اولادونو لرلو له کبله مشهور وو.

نوموړی بلوچستان کې د زړه ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.

هغه په ۲۰۱۷م کال کې د سر شمیرنې پروګرام پر مهال د ۵۴ اولادونو لرلو له کبله خورا مشهور شو.

د نوموړي یوه زوی شاه ولي منګل بي بي سي ته وویل، پلار یې تېره اوونۍ د زړه د حملې له کبله ساه ورکړه.

عبدالمجید موټر چلوونکی و او د زوی د مالوماتو له مخې یې، دوی له افغانستان سره پر پوله د بلوچستان د نوشکي سیمې اوسیدونکي دي.

دا سیمه د بلوچستان له مرکز کوټې ختیځ خوا په ۱۳۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

د مالوماتو له مخې د مړینې پر مهال د ګڼ شمېر اولادونو دغه پلار عمر ۷۵ کاله ته رسیدلی و.

ده لومړی واده په ۱۸ کلنۍ کې وکړ، ټول ټال یې شږ ښځې کړي وې، چې دوه د ده پر ژوندوني مړې شوې، له اولادونو یې هم ۱۲ د ده پر ژوندوني مړه شوي خو پاتې نور یې ژوندي دي.

له ده په میراث پاتې ۴۲ اولادونو کې یې ۲۲ زامن او شل لوڼې دي.

په ۲۰۱۷م کال کې د سر شمیرنې پر مهال هغه ۳۶ اولادونه درلودل او هغه وخت ده تر ټولو د ډېرو اولادونو درلودو ادعا وکړه.

د عبدالمجید منګل زوی شاه ولي خان له بي بي سي سره په خبرو کې وویل" زمونږ ۱۲ خویندي او وروڼه له پخوا مړه شوي د پاتې ۴۲ نورو لپاره مې پلار د ژوند تر وروستۍ شیبې پورې شپه او ورځ هڅه کوله."

هغه زیاته کړه" د ۴۲ اولادونو د اړتیاوو پوره کول او پاملرنه څه اسانه کار نه دی خو زمونږ پلار عبدالمجید منګل تر خپلې وسې پورې زمونږ د ټولو اړتیاوو پوره کولو لپاره پوره هڅه کړې، ده موټر چلاوه او له مړینې پنځه ورځې مخکې هم د خپلو اولادونو لپاره په نفقې پسې وتلی وو"

د هغه په وینا پلار یې د ستر کور لګښتونو پوره کولو لپاره لالهانده او ستړی و.

د عبدالمجید منګل کورنۍ وایې دوی اوریدلي چې په نورو هېوادونو کې له سترو کورنیو سره د حکومت لخوا مرسته او مراعات کیږي، خو ادعا کوي چې د دوی کورنۍ له ټول ستر والي او ګڼوالي سره سره له هر ډول مرستې محرومه ده، او د پاکستان حکومت ورته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

د نوموړي زوی شاه ولي په وینا" پلار مو ټولو ته تعلیم ورکړی په مونږ کې څوک لېسانسه او څوک لسم پاس دي خو کار روزګار مو نه دی جوړ او نه په وظیفو یوو، له دې کبله مونږ د خپل پلار سمه درملنه ونشوه کړای."

دی ادعا کوي چې روان کال یې ویجاړونکو سیلابونو کې کور هم ونړید او تر اوسه یې هم د کور جوړولو لپاره هیچا مرسته نه ده کړې او په وینا یې د پلار له مړینې وروسته ورته ستونزې لا غټې بريښي.