تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حنفي: پاکستان دې د افغان کډوالو په زور ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، اسلام اباد دې په وروستۍ يوې مياشت کې د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړې بیا کتنه وکړي، ځکه دغه ډول تصميمونه په عامه افکارو کې منفي انعکاس لري، د دواړو ملتونو او هېوادونو ترمنځ د فاصلې رامنځته کېدو سبب ګرځي او د هېڅ لوري په ګټه نه دي.
نوموړي همدا راز ویلي، په تورخم او سپين بولدک کې دې د افغانانو تګ راتګ لپاره آسانتیاوې برابرې شي او له هغوی سره دې د اسلامي ورورولۍ او د ښه ګاونډيتوب پر اساس چلند وشي او همدارنګه د درملنې لپاره تللي ماشومان، ښځې او بېګناه نيول شوي کسان بايد له زندانونو خلاص شي.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، په دغه لیدنه کې په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني ویلي، موږ هڅه کوو ټول هغه مسايل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فاصلې رامنځته کېدو لامل کېږي په تفاهم حل کړو.
د پاکستان حکومت ټولو ناقانونه افغان کډوالو ته، چې اټکل کېږي ۱.۷ میلیونه کېږي، د روان کال تر نومبر میاشتې له هېواده د وتلو امر کړی دی. همدارنګه د ایران د کورنیو چارو وزیر هم د "ناقانونه کډوالو" د شړلو غوښتنه کړې ده.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له ګړندیتوب او په ایران کې پر هغوی د فشارونو له ډېرېدو وروسته، د طالبانو حکومت کې د کډوالو چارو وزارت وايي، په تېره اونۍ کې له دغو دواړو هېوادنو له ۳۵زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو حکومت په ننګرهار ولایت کې- چې له پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه پروت دی، په زوره ایستل شویو کډوالو لپاره د یوه موقتي کمپ د جوړولو اعلان کړی چې د ۵۰۰ کورنیو د سرپنا ظرفیت به ولري.
ورته مهال دغه وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ددفتر مشر قاري اجمل ویاړ په مشرۍ یو پلاوي ترکیې ته تللی او د دغه هېواد د کډوالو ادارې له مشر اتیلا توروس سره یې کتلي او د کډوالو پر ستونزو یې ور سره خبرې کړې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، دواړو لورو د کډوالو اتشې پر اړتیا او د یوه ګډ کمیسیون پر جوړولو توافق کړی، چې له لارې به یې په ترکیه کې د کډوالو اړوند ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه له یوبل سره شریکوي.