د ایران ۵۴۰ مدني فعالانو له افغان کډوالو سره پیوستون اعلان کړی

د خپرېدو وخت

په ایران کې دننه او بهر ۵۴۰ مدني فعالانو، ژورنالیستانو، هنرمندانو، پوهانو، وکیلانو او ډاکټرانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له افغان کډوالو سره پیوستون اعلان کړ.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:

"له بده مرغه د دوبي له وروستیو ورځو راهیسې موږ د افغان کډوالو پر وړاندې د یوه داسې خوځښت شاهدان یوو، چې د ناسمو مطالبو په خپرولو، مبالغه کولو او خپرولو سره او کله ناکله د توکمپالنې ویناوو له لارې هڅه کوي چې کډوال د امنیتي او ورځنیو ستونزو لامل په توګه معرفي کړي. او دا په عامه افکارو منفي اغېز لري."

رخشان بني اعتماد، جلیل بني یعقوب، کاظم کورداوانیي، عصمت بهرامي، شهرنوش پارسي پور، پرویز پروستوئي، طاهره پژوهش، ایده پناهنده، نیره توحیدي، فاطمه تیموري، نغمه ثمیني، هادي خانیکي، مهدیه ګلرو، ، مجید دري، بهروز ګرانپایه، احمدي کریمي، اعظم ویسه و بدرالسادات مفیدی د دې اعلامیې په لاسلیک کوونکو کې شامل دي. دوی د ایران له ځینو مشهورو فعالانو بلل کېږي.

د دوی په اعلامیه کې راغلي:

"په ایران کې د کډوالو د شمېر په اړه د کره احصایې نشتوالی د دې لامل شوی چې ناسم معلومات، جعلي خبرونه او غیر منطقي اټکلونه رامنځ ته شي. د ایران د کورنیو چارو وزارت، او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا خپرې شوې د ۱۴۰۱ کال شمېرې ښيي، چې هلته کډوال د ټول نفوس شاوخوا شپږ سلنه جوړ وي. په دې کچه کډوال نه شي کولی په یوازې سر یوه ټولنه کې د بیې د لوړیدو، انفلاسیون، بې روزګارۍ او د ناورین لامل شي. د چاپېریال د ستونزو زیاتوالی، امنیتي ګواښونه او په ټولیزه توګه د ټولنې د ملي، اقتصادي، معیشتي او امنیتي بحرانونو د مخنیوي په برخه کې پاتې راتلل د حکومت بې کفایتي ده."

د اعلامیې په یوه برخه کې دا هم راغلي: "په ایران کې یوازې کډوال مصرف کوونکي نه دي."

د اعلامیې په پای کې لیکل شوي:

"موږ اصلي ګواښ بې پناه کډوالو ته په پناه ورکولو کې نه وینوو، بلکې ستونزه د انساني حقونو او میلیونونو انسانانو د ځور له کبله ده چې د تاریخي په اوږدو کې ورسره مخامخ دي."

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو ستنول

له دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر وحید احمدي ويلي و، چې قانوني او ناقانونه کډوال باید سره بېل شي او هغوی چې د نوموړي په ټکو (غیرمجاز) کډوال دی باید په ایران کې نه وي.

په افغانستان د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې، هر اوونۍ په اوسط ډول له ایرانه تر ۲۰۰۰ افغان کډوال افغانستان ستنول کېږي.

ايراني چارواکو د روان کال په جولای کې ویلي و،‌ چې د روان هجري لمريز کال له پيله د ایران له بېلابېلو سيمو څه باندې ۹۰ زره افغانان افغانستان ته استول شوې دي.

بلخوا پاکستان کې بیا له کډوالو سره له دې هم سخت چلند روان دی چې په سلګونه افغانان تېرو څو اوونیو کې زنداني کړي دي.

د بلوچستان مرکز کوټې د پولیس یوه مسوول جواد طارق ویلي و، ۹۴ نور افغانان یې چې د ده په وینا ناقانونه وو، نیولي دي او د نورو افغانانو معلومات ټولوي.

له افغان کډوالو سره د ایران او پاکستان لخوا دا ډول چلند له وړاندې له غبرګونونو سره مخ دی.

ملګري ملتونه وایي، دا د ټولو کډوالو حق دی چې خپلې خوښې ته پرېښودل شي. دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان کابینې پرېکړه وکړه چې څه نا څه یو اعشاریه ۷ میلیونه افغان کډوال دې د روانې اوکټوبر میاشتې تر پایه له پاکستانه ووځي.‌

له همدې امله اوس تېرو دوو اونیو کې زرګونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. ملګرو ملتونو له پاکستان غوښتنه کړې چې په خپله پرېکړه دې له سر غور وکړي.