یونیسکو: د ۲۰۲۱ له اګسټ راهیسې له دوو میلیونو ډېرې افغانې نجونې له زدکړو بې برخې شوې دي

د ویډیو تشریح، یونیسکو: د ۲۰۲۱ له اګسټ راهیسې له دوو میلیونو ډېرې افغانې نجونې له زدکړو بې برخې شوې دي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ملګرو ملتونو ښوونیز، روزنیز او کلتوري سازمان 'یونیسکو' ویلي، طالبانو په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو راهیسې اټکل شوي ۲.۴ میلیونه افغانې نجونې له منځنیو زدکړو منع کړې دي.

دا اونۍ طالبان په داسې حال کې واک ته د بېرته ستنېدو پنځمه کلیزه لمانځي چې ځینې هېوادونه له دغه حکومت سره خپلې اړیکې پراخوي، سره له دې چې د بشري حقونو د څارونکو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

یونیسکو په خپل بیان کې وویل، افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې په رسمي ډول له منځنیو او لوړو زده کړو څخه منع دي. دې ادارې وویل، دغه وضعیت ''افغانستان د لسیزو له ضایع شوي ظرفیت، لا زیاتې بېوزلۍ او نه جبرانېدونکي زیان سره د مخ کېدو له خطر سره مخ کوي.''

دغه سازمان اټکل کوي چې د ښځو پر منځنیو او لوړو زدکړو بندیز ښايي تر ۲۰۶۶ کال پورې ۶۰۰ زره افغان ښځې له کاري ځواک څخه وباسي، د عایداتو په مجموعي ډول د ۹.۶ میلیارد ډالرو د ضایع کېدو لامل شي او د کم عمره ودونو خطر ډېر کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د پوهنې وزارت سملاسي د نظر غوښتنې په ځواب کې څه ونه ویل.

افغانستان کې د ښوونځي نجونې

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

په ۲۰۲۲ کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو د وتلو پر مهال بېرته واک ته ورسېدل، دوی په وار وار نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی و چې ښځې به ښوونځي او زدکړو ته تللو کې ازادې وي.

سره له دغو ژمنو، د نجونو منځني ښوونځي د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې وتړل شول او وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې ښځې په پوهنتونونو کې له زدکړو منع شوې. طالبانو دواړه بندیزونه لنډمهاله بللي وو، خو تر اوسه هم پر ځای پاتې دي.

د طالبانو محدودیتونه د ښځو پر کار او تګ راتګ هم اغېز کوي.

طالبان وايي، دوی د 'اسلامي شریعت' او 'افغان کلتور' د خپلې تفسیر له مخې د ښځو حقونو ته درناوی کوي.

یونیسکو وویل، په افغانستان کې د لوړو زدکړو د ترلاسه کولو په برخه کې پر ښځو محدودیتونه تمه ده چې د ښځینه ښوونکو کمښت لا پسې ډېر کړي. دا په داسې حال کې ده چې له دوو میلیونو ډېر د لومړنیو ښوونځیو ماشومان لا دمخه د نجونو او ښځو پر بندیزونو پرته د نورو لاملونو له امله له زدکړو پاتې دي.

یونیسکو اټکل کوي چې افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د څه باندې ۱۱ زره مسلکي ښځینه ښوونکو له کمښت سره مخ وي.

د بیړنیو حالاتو په برخه کې د زدکړو لپاره د یونیسکو د پروګرام همغږې کوونکې، هدا جابريان په یوه معلوماتي غونډه کې وویل: ''ډېری ښوونکي له هېواده وتلي دي ... او هغه کسان چې په ښوونیز نظام کې وو، له دې څخه منع شوي چې خپلو تدریسي چارو ته دوام ورکړي.''

یوه زدکوونکې

د عکس سرچینه، © UNESCO/Navid Rahi

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

جابريان زیاته کړه: ''د هلکانو د تدریس لپاره د ښځو د منع کولو دې پرېکړې نه یوازې، البته، د زدکړو له نظامه د ګڼ شمېر مسلکي ښوونکو او روزونکو د ایستلو لامل شوې، بلکې هلکان یې دې ته هم اړ کړي چې د غیرمسلکي نارینه ښوونکو له خوا وروزل شي.''

هغې وویل: ''موږ له غیرمسلکي نارینه ښوونکو سره پاتې یو، یا بیخي هېڅ ښوونکی نه لرو''.

یونیسکو وویل، له ۹۰ سلنې ډېر لس کلن ماشومان ساده متن نه شي لوستلای، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د سواد کچه ۳۷ سلنه ده.

"لاسرسی د کړکېچ یوازې یوه برخه ده. کله چې په افغانستان کې د زدکړو وضعیت له نژدې وڅېړو، وینو چې لس کلن ماشومان له ۹۰ سلنې ډېر یې نه شي کولای یو ساده پاراګراف یا د خپل عمر له کچې سره مناسب ساده متن ولولي او پرې پوه شي. دا په افغانستان کې د اوسنیو وړاندې کېدونکو زدکړو د کیفیت ستره تشه په ګوته کوي. "

یونیسکو وویل، ډېر ښوونځي له ګڼې ګوڼې ډک او له اړینو وسایلو کم برخمن دي. نژدې نیمايي ښوونځي اوبه، د حفظ‌الصحې اسانتیاوې یا د تودوخې سیستم نه لري.

یوازې په ۲۰۲۵ کال کې درې میلیونه کسان، که په جبري ډول او که په خپله خوښه، افغانستان ته بېرته ستانه شوي، چې پر ښوونځیو یې لا ډېر فشار راوستی دی. یونیسکو وویل، له ۲۰۲۱ کال راهیسې طبیعي پېښو، د زلزلو او سېلابونو په ګډون، د ۱۰۰۰ ښوونځیو د تړل کېدو لامل شوې دي.