د ۲۰۲۶ کال کسوف: کله پېښېږي او څنګه یې سم لیدلی شو؟

د عکس سرچینه، Nasa/Bill Ingalls (2021)
- Author, ډیزي سټیفنز
- دنده, بي بي سي نړیوال سروېس
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د چهارشنبې په ورځ، (اګسټ ۱۲مه)، د نړۍ په ځینو سیمو کې به د لمر کسوف ولیدل شي؛ په ځینو ځایونو کې به بشپړ او په نورو کې به یې یوه برخه.
که تاسو ونه توانېږئ چې کسوف په مستقیم ډول ووینئ، بیا هم د نړۍ له بېلابېلو برخو د کسوف د زړهراښکونکو انځورونو د لیدلو په تمه شئ.
د لمر کسوف څه شی دی؟
دا ستورپوهنیزه پدیده هغه مهال رامنځته کېږي چې سپوږمۍ د ځمکې او لمر ترمنځ تېرېږي او د لمر د رڼا یوه برخه یا ټوله رڼا زموږ تر سترګو پورې له رسېدو منع کوي.
د لمر کسوف څو ډولونه لري او دا چې کوم ډول کسوف لیدل کېږي، پر بېلابېلو عواملو پورې اړه لري؛ له هغو څخه د ځمکې پر مخ ستاسو موقعیت او له ځمکې د سپوږمۍ واټن مهم دي.

بشپړ کسوف هغه وخت رامنځته کېږي چې سپوږمۍ په بشپړه توګه د لمر او ځمکې ترمنځ برابره شي او د لمر ټوله مخه پټه کړي. په دې حالت کې اسمان داسې تیاره کېږي لکه د سهار یا ماښام پر مهال.
بشپړ کسوف هغه مهال لیدل کېدای شي چې تاسو د سپوږمۍ د بشپړ سیوري په سیمه کې یاست؛ دا د سپوږمۍ د سیوري منځنۍ برخه ده.
ځینې وخت د کسوف پر مهال د لمر شاوخوا یوه روښانه هاله هم لیدل کېږي. دا د لمر د اتموسفیر بهرنۍ طبقه ده چې 'لمریز تاج' بلل کېږي. عموماً د لمر د سطحې ډېره روښانتیا د دې طبقې لیدل ستونزمنوي.
جزوي کسوف هغه مهال لیدل کېږي چې تاسو د سپوږمۍ د نیمسیوري په سیمه کې یاست، چې د سیوري بهرنۍ برخه ده. په دې حالت کې سپوږمۍ یوازې د لمر یوه برخه پټوي او لمر د هلال په څېر ښکاري.

د عکس سرچینه، Space Frontiers/Hulton Archive/Getty Images (left); Rebecca Harding/Getty Images (right)
حلقوي کسوف هغه مهال رامنځته کېږي چې سپوږمۍ د لمر مخې ته تېرېږي، خو له ځمکې څخه دومره لرې وي چې د لمر ټوله مخه پټه نه شي کړای. د سپوږمۍ مدار بیضوي دی، یعنې په بشپړه توګه ګرد نه دی؛ له همدې امله، کله چې سپوږمۍ د ځمکې په نسبت په تر ټولو لرې نقطه کې یا هغې ته نژدې د لمر مخې ته تېرېږي، موږ ته په کوچنۍ اندازه ښکاري.
په دې ډول کسوف کې د لمر د روښانه مخ یوه برخه د سپوږمۍ شاوخوا د یوې روښانه کړۍ په بڼه ښکاره پاتې کېږي.
د لمر دغه ډول کسوفونه له سپوږمۍ خسوف سره توپیر لري. خسوف هغه مهال رامنځته کېږي چې ځمکه د لمر او سپوږمۍ ترمنځ واقع شي او خپل سیوری پر سپوږمۍ وغورځوي.
راتلونکی د لمر کسوف به کله او چېرته وي؟
بشپړ کسوف هغه مهال رامنځته کېږي چې د لمر مخ په بشپړه توګه پټ شي. د ناسا د معلوماتو له مخې، دا به د غرمې پر مهال د شمالي روسیې په یوه کوچنۍ او لیرې سیمه کې پیل شي. وروسته به د کسوف مسیر د نړۍ په شاوخوا کې ختیځ لوري ته وغځېږي او د ځايي وخت له مخې به د ماښام په وروستیو ساعتونو کې، د لمر له لوېدو لږ مخکې، هسپانیې ته ورسېږي.
بشپړ کسوف به ډېر اوږد دوام ونه کړي، ځکه چې د لمر د بشپړ پټېدو پړاو به له دوو نیمو دقیقو کم وي.
جزوي کسوف به د امریکا متحده ایالاتو په شمالي برخو، کاناډا، د افریقا په شمال لوېدیځ او اروپا کې ولیدل شي. په ځینو سیمو کې به د لمر ۹۰ سلنه یا له هغې ډېره برخه پټه شي. په عربي هېوادونو کې به جزوي کسوف په مراکش، الجزایر، تونس، موریتانیا او لیبیا کې لیدل کېږي.
په افریقا او د اروپا په اصلي وچه کې به ننداره لا ځانګړې وي، ځکه په ځینو سیمو کې به لمر په داسې حال کې ولوېږي چې لا هم د جزوي کسوف په مرحله کې وي.

د لمر کسوف څنګه لیدلی شم؟
دا ډېره مهمه ده چې هېڅکله کسوف ته په مستقیم ډول ونه ګورئ، ان که عینکې مو هم پر سترګو وي؛ ځکه عادي عینکې کافي ساتنه نه کوي او د سترګو شبکیې ته دایمي زیان رسولی شي.
لمر یوازې د کسوف د لیدلو لپاره د ځانګړو عینکو په وسیله وګورئ. دا عینکې باید د عادي لمر عینکو په پرتله زرګونه ځله تیاره وي او ډاډ ترلاسه کړئ چې د ISO 12312-2 نړیوال معیار سره مطابقت ولري.
همدارنګه، د لمر پر لور د کمرې، تلسکوپ، دوربین یا بل هر ډول نوري وسیلې له لارې مه ګورئ، حتی که د کسوف عینکې هم درسره وي. د ناسا په وینا، د لمر متمرکزې وړانګې کولای شي له فلټر څخه تېرې شي او سترګو ته زیان ورسوي.
د لمر د انځور د لیدلو لپاره له غیرمستقیمو لارو هم کار اخیستل کېدای شي؛ د بېلګې په توګه، د لمر د انځور د پروجکشن یا پر یوې سطحې د سیوري اچولو له لارې.

د عکس سرچینه، Steve Russell/Toronto Star/Getty Images
د کسوف د غیرمستقیمې نندارې لپاره د کلک کاغذ دوه ټوټې کارول کېدای شي. لمر ته شا ودرېږئ او دواړه ټوټې د اوږو له کچې پورته، ستاسو مخې ته، یوه د بلې شاته ونیسئ؛ داسې چې تاسو ته نژدې ټوټه پر دویمه ټوټه سیوری واچوي.
په هغې ټوټه کې چې تاسو ته نژدې ده، یو کوچنی سوری جوړ کړئ. د لمر وړانګې به له دې سوري تېرې شي او پر شاته پرتې ټوټې به د رڼا یوه کوچنۍ دایره جوړه کړي. د لومړۍ ټوټې پر ځای کولای شئ له داسې شي هم کار واخلئ چې له مخکې جوړ شوي واړه سوري ولري، لکه جالۍ لرونکی چاڼ.
لکه څنګه چې کسوف پرمختګ کوي، تاسو به ووینئ چې سپوږمۍ په تدریجي ډول د رڼا هغه غورځول شوې دایره پټوي.
که دا کار درته ممکن نه وي، یا هوا د کسوف د لیدلو اجازه ورنه کړي، نو د کسوف څو ژوندۍ خپرونې به هم موجودې وي، چې له هغو یوه د ناسا ژوندۍ خپرونه ده.


















